د نجونو د زدهکړو مخنیوی؛ امیري: د طالبانو د اړ ایستلو لپاره نړیوالې اجماع ته اړتیا ده

۸صبح، کابل: د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په دوام کې د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د طالبانو د پرېکړې د بدلون لپاره د نړیوالې اجماع غوښتنه کړې ده.
د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري سه شنبه شپه د لیندۍ پر ۲۹ په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو د افراطي سیاستونو پروړاندې قاطع دریځ خپل کړي.
اغلې امیري ویلي، چې د طالبانو د نوې پرېکړې په بدلون کې د نړیوالې ټولنې ناکامي دغه ډله لا زړوره کوي.
د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې له کلتور او مذهب سره د نجونو د زدهکړو د ممنوعیت تړل رد کړي او ویلي یې دي، چې په هېڅ اسلامي هېواد کې نجونې له زدهکړو نه دي بېبرخې شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغې چارواکې ویلي، چې طالبان د افغانستان په تاریخ کې یوازینۍ ډله ده چې د نجونو زدهکړې منع کوي.
طالبانو تېره ورځ د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازې وتړلې؛ هغه پرېکړه چې له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.