د ښځو د زده کړو مخنیوی؛ طالبانو په غور کې یو ځوان پر فېسبوک د نیوکې له امله نیولی دی

۸صبح، غور: په غور کې ځایي سرچینې د طالبانو له خوا د ښځو د زده کړو پر مخنیوي د نیوکې له امله د یوه ځوان د نیول کېدو خبر ورکوي.

ځایي سرچینې سه شنبې د مرغومي په دیارلسمه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې انجینر مجید احمدي چې پر خپله فېسبوک پاڼه یې د ښځو د زده کړو پر مخنیوي نیوکه کړې وه، د دې ډلې له خوا نیول شوی او برخلیک یې روښانه نه دی.

د سرچینو په وینا، طالبانو څلور ورځې مخکې دا ځوان د غور ولایت له مرکز فیروز کوه ښار څه نیولی او له ځان سره یې بېولی دی.

په غور کې طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له دې مخکې هم طالبانو په غور ولایت کې یو ځوان ددې ډلې د حکومتولۍ پر طریقې د نیوکې له امله د دوو میاشتو لپاره بندي کړی و.

ورته لیکنې

Back to top button