له زده کړو مخنیوی او د طالبانو مسوولیت

فیاض عمر

د ښوونځیو او پوهنتونونو تړلي پاتې کېدل څه توجیه لري؟ آیا دا افغانستان ښځینه ډاکترانو ته اړتیا نه لري؟ آیا انجینر ته اړتیا نشته؟ آیا ددې هېواد نارینه ټول لوستي دي چې نور د ښځو لپاره ځای نشته؟ آیا زموږ خویندې او میندې انسانان نه دي؟ آیا دوی مسلمانانې نه دي؟ آیا په قرآن کریم کې له «اقرا» سورې سترګې پټوئ؟ آیا له نبوي احادیثو سترګې پټوئ؟ آیا د مومنانو د مور بې بې عایشې له مقامه سترګې پټوئ؟

اې مسلمانو وروڼو، تاسو د شریعت شعارونه ورکوئ، نو د شریعت په کوم ځای کې دا ډول عمل موجود دی؟ د دین په کوم ځای کې دا ډول چلند جواز لري؟ آیا نه مو دي اورېدلي چې ښځو هم جهاد کاوه؟ نو افسوس د هغه ولس پر حال چې میندو یې زده کړه نه وي کړې. نو افسوس د داسې ټولنې د بچیانو په حال چې میندې یې نالوستې وي. همداراز افسوس د هغه دولت په حال چې ښځه پکې نه وي.

د قران کریم لومړنی آیت د ولوله په حکم پیل شوی دی. لیکل او لوستل د انسان په فطرت کې دي. هیله کوو چې موږ له زده کړو او تحصیل څخه مه بې برخې کوئ.

تا ته چې ځان امیر بولي، ته به سبا د عالمیانو رب ته ورځې. اې وزیر او ریسه، ته هم سبا د عالمیانو د رب حضور ته ورځې. اې وزیرانو، تاسو ټول د هغه حضور ته تلونکي یاست. د هره د اعمالو پوښتنه ترې کېږي. له الله ووېرېږئ او دا خپل شخصي نظر په محمدي شریعت پورې مه تړئ.

آیا نه مو دي اورېدلي چې عمر بن خطاب څه ویل؟ خلک مه وهئ چې ذلیل نه شي او له خپلو حقونو مه محروموئ ترڅو کفر ته ستانه نه شي.

ورته لیکنې

Back to top button