۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو او افغانستان پروړاندې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې د طالبانو د ناکامۍ خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس دوشنبه د لیندۍ پر ۲۸ یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې طالبان د خلکو په مخکې تورنو کسانو ته په سزا ورکولو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ لومړۍ دورې ته ګرځي؛ هغه دوره چې دې هېواد د امنیت او هوساینې فرصت نه درلود.
د پرایس په وینا امریکا له طالبانو سره په هر تعامل کې بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړی او نه یوازې له امریکا سره د طالبانو پر ژمنو بلکې پر هغو ژمنو، چې افغانانو سره یې کړې دي هم ټینګار کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند طالبان د خپلو ژمنو په پوره کولو کې ناکام بللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي همداراز ویلي، چې له نورو هېوادونو سره په مشورې به پر طالبانو فشارونه زیات کړي.
د ویلو ده، چې په عام محضر کې د طالبانو له خوا تورنو کسانو ته سزا ورکول له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.