په روزګان کې د ښځینه زده کوونکو ستونزې

احمد شاه شاداب

په روزګانولایت کې ښځينه زده کوونکوته نه پاملرنې، د دوی لپاره ستونزې زیاتې کړې دي. په دغه ولایت کې یوازې یوه د نجونو لېسه فعالیت لري چې زده کوونکې یې له پراخو ستونزو سره مخامخ دي.
د ملالۍ په نوم دغه ښوونځي کې نهه سوه نجونې په زده کړو بوختې دي او وايي د درسي موادو،مسلکي ښوونکو، مېزونو او چوکیو د نه شتون ترڅنګ، له دوو کلونو راهیسې د کمیمیا مضمون ښوونکې نه لري. د عایشې په نوم زده کوونکې وايي که څه هم له ډېرو ګواښونو سره مخامخ دي؛ خو سره له دې زده کړو ته دوام ورکوي.
نورې زده کوونکې همد پوهنې وزارت له مسوولینو غواړي چې په ښوونځي کې یې د ستونزو د اواري لپاره ګامونه پورته کړي.
دوی زیاتوی: «په داسې حال کې چې زده کړه پر ښځو او نارینه وو فرض ده؛ خو په لارو او کوڅو کې د ځینو ځوانانو له خوا ځورول کېږي.» اخوا د لېسې مدیره مهتاب محمدي، د ملالۍ لېسې د ستونزو د اواري غوښتنه کوي او وايي چې د مسلکي ښوونکو د کمښت له امله دې ته اړ شوې چې له دوولسم ټولګي فارغې شوې نجونې، د ښوونکو په توګه وګماري.
نوموړې همداراز د پوهنې له وزارته د ښوونکو د معاشونو د زیاتولو او دوی ته د کورونو لپاره د زمکو د ورکړې غوښتنه کوي.
د ویلو ده چې په روزګان ولایت کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او په دولتي ادارو کې هم وړ کسان په دندو نه ګمارل کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button