د نجونو د زده‌کړو ممنوعیت؛ هرات او نیمروز کې دوو استادانو استعفا ورکړه

۸صبح، هرات: د طالبانو له خوا د نجونو د زده‌کړو د ځنډولو په اعتراض کې د پوهنتونونو د استادانو د استعفا په دوام کې د هرات او نیمروز پوهنتونونو دوو استادونو هم د خپلو استعفاوو اعلان وکړ.

د اعصابو د جراحۍ متخصص او په غالب او جامي پوهنتونونو کې استاد توریالي فخري چهارشنبه د لیندۍ پر دېرشمه نېټه په خپله استعفالیک کې لیکلي، چې د ښځو پروړاندې د پوهنې او روزنې دروازو د تړلو په اعتراض یې د استادۍ له دندې استعفا کړې ده.

په همدې حال کې نیمروز ولایت کې د بارک خصوصي پوهنتون استاد او عملي مرستیال محمداسحاق شهباز هم نن خپله استعفا اعلان کړې او ویلي یې دي: «نن له د خصوصي پوهنتونونو د استاد او علمي مرستیالۍ په توګه له اته کاله خدمت وروسته مې نن په درد او خواشینۍ سره له دې مقدسې دندې استعفا ورکړه.»

دا په داسې حال کې ده، چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازو د تړلو په تړاو د طالبانو له پرېکړې سره د پوهنتونونو څو تنو استادانو استعفا ورکړه.

ورته لیکنې

Back to top button