د حکمتیار پلویانو د ارګ میشتو د استعفا غوښتنه وکړه

م. ظ. صمیم

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي پلویانو د وري په دیارلسمه نېټه په کابل کې د لاریونونو په ترسره کولو سره د ارګ میشتو د استعفا غوښتنه وکړه.
ګلبدین حکمتیار هم د خپلو پلویانو په منځ کې له یوه مرمۍ ضد خوندي ځایه وینا وکړه او وې ویل چې له دولت سره د نوموړي د سولې هوکړه نه ده عملي شوې.
حکمتیار ټینګار کړی، تر هغه به لاریونونو ته دوام ورکړي چې غوښتنې یې پوره او یوه انتقالي حکومت ته واک وسپارل شي.
د لاریون په پای کې د پرېکړه لیک له مخې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د ملاتړو د لاریونونو یوه غوښتنه د نظام بدلون او د یوه ټول ګډونه نظام رامنځته کېدل دي.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې ارګ میشتې کړۍ د تلپاتې سولې په وړاندې یوازینی خنډ دی او په اوسني نظام پورې تړلې ځینې کړۍ په ناامنیو کې لاس لري.
حزب اسلامي همداراز ارګ میشتې کړۍ په هېواد کې د بې وزلۍ د پراختیا لامل بللی او هغوی یې په غلا، د ملي شتمنیو په چورتالان او بهر ته په لېږدولو تورنې کړې دي.
د حزب اسلامي په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې دغو دلایلو ته په پام سره په ارګ کې واکمنه کړۍ باید استعفا وکړي او که دا غوښتنه پورنه نه شي لاریونونو ته به دوام ورکړي.
ګلبدین حکمتیار له دې مخکې په یوه خبري ناسته کې هم وویل چې د دغه ګوند د غړو لاریونونه به د ارګ میشتو د استعفا او له حزب اسلامي سره د دولت د هوکړه لیک د اجرا په موخه ترسره شي. حکمتیار همداراز ویلي، په هغو سیمو کې چې د دولت په کنټرول کې نه دي، ددې ګوند جنګیالي به یوه غونډه جوړه کړي، هغه همداراز نورو ولایتونو ته هم د لاریونونو د پراختیا خبر ورکړی دی.
د ویلو ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي غړو د کب په ۱۵نېټه په کابل کې په لاریونونو سره حکومت ته لس ورځې وخت ورکړی و چې ددغه ګوند غوښتنې پوره، د حزب اسلامي بندیان خوشي او د کډوالو د راستنېدو زمینه برابره کړي.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي کابو پینځه کاله مخکې له افغان حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه. حکمتیار تل حکومت ددغې هوکړې په نه عملي کولو تورن کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button