د دوحې د مذاکراتو سرچینې وايي چې د دولت او طالبانو مرکچي پلاویو خپل وړاندیزونه د بحث لپاره له یو بل سره شریک کړل.
دغو سرچینو ۸صبح ته وویل چې د طالبانو په وړاندیزي نوملړ کې کابو شل موضوعګانې د بحث لپاره د افغان دولت پلاوي ته وړاندې شوې دي.
ددغه نوملړ له مخې، هغه سیاسي نظام چې طالبانو یې د افغانستان د راتلونکي لپاره وړاندیز کړی له «دموکراتیک جمهوري» پرته یو «اسلامي نظام» دی.
طالبانو همداراز په هېواد کې د «دیني علماوو د سراسري شورا» د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
په دغه لېست کې د طالبانو وړاندیز شوی ښوونیز نظام د «اسلامي معارف» په نوم یاد شوی دی.
په همدې توګه دغې ډلې وړاندیز کړی چې د ښځو او نارینه وو حقوق، مسوولیتونه او آزادۍ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تعریف او وټاکل شي. د مطبوعاتو او رسنیو د آزادۍ په برخه کې ویل شوي چې د رسنیو د آزادۍ او فعالیتونو حدود باید د اسلامي احکامو پربنسټ وي.
دا له دولتي پلاوي سره د بحث لپاره د طالب پلاوي د وړاندیز شویو موضوعګانو اصلي برخې دي.
دولتي پلاوي هم خپل وړاندیزونه له طالبانو سره شریک کړي دي.
د دولت یو وړاندیز د «اوربند» مسله ده.
دولتي پلاوي همداراز وړاندیز کړی چې اوسنی «اسلامي جمهوري نظام» د اردو، پولیسو او اساسي قانون په شان بنسټونو سره خوندي پاتې شي.
تراوسه د مذاکراتو لپاره د دواړو لوریو د وړاندیز شویو موضوعګانو لازیات جزیات نه دي روښانه شوي.
په همدې دلیل روښانه نه ده چې د «اسلامي نظام» د جوړښت لپاره د طالبانو وړاندیزي تګلاره څه ده او «د علماوو سراسري شورا» به په دغه نظام کې څه رول ولري.
له دې مخکې په دوحه کې ځینو سرچینو ۸صبح ته ویلي و چې د دواړو لوریو دریځونه ډېر سره لیرې دي او ښايي مذاکرات ډېر دوام وکړي.
د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاویو په مذاکراتو کې د بحث وړ مسئلو د ټاکلو په اړه کار، د لیندۍ په څوارلسمه پيل کړی و.
د دواړو لوریو ترمنځ رسمي خبرې کابو درې میاشتې مخکې د وږي میاشتې په ۲۲مه پيل شوې وې.