اعتراض کوونکې ښځې: هېوادونه د طالبانو په ملاتړ سره د هغوی په «جنایتونو» کې شریک دي

۸صبح، کابل: «د برابرۍ لپاره د افغان مېرمنو غورځنګ» او «د روزنه امید سازمان» یو شمېر غړې وایي، چې هېوادونه له طالبانو په ملاتړ کولو د دې ډلې په «جنایتونو» کې شریک دی.
دغو ښځو شنبه د لیندۍ پر نولسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه بیانیه کې ویلي دي، چې «د ملګروملتونو سازمان، د بشري حقونو بنسټونه او نړۍ د طالبانو د جنایتونو ننداره کوي او په بېشرمۍ له طالبانو سره په تعامل کې دي.»
په بیانیه کې راغلي: «موږ افغان مېرمنې د دې جنایتونو پر وړاندې غږ پورته کوو، د ملګروملتونو سازمان او د امریکا په ګډون د ناټو غړي هېوادونه د دې ډلې په جنایتونو کې شریک ګڼو.»
هغوی د بشري حقونو سازمانونه او هېوادونه تورن کړي، چې «کله کله د افغانستان له خلکو او ښځو خپل ملاتړ اعلانوي، خو له بلې خوا د دې ډلې د پیاوړي کولو لپاره میلیونونه ډالر ورته رالېږي.»
هغوی همداراز دا هېوادونه تورن کړي چې «د نړیوالې ترهګرۍ له یوې ملاتړې ډلې» سره مرسته کوي.
په دوام کې زیاته شوې، چې په دې وروستیو کې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه د ښځو له سنګسارولو نیولې د خلکو په مخکې تر په دُرو وهلو، اعدام او مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.