د ښځو د کار او زده کړو پر حق د طالبانو د محدودیتونه ورځ په ورځ زور اخلي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د لوړو زده کړو وزارت په دې وروستیو کې د هېواد خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته امر کړی چې د راتلونکي کال د پسرلني سمسټر لپاره دې ښځینه محصلانې نه جذبوي. یو شمېر نجونې او ښځې د طالبانو دغه نوی حکم د خپلو حقونو تروړل بولي او پر وړاندې یې اعتراض کوي. که څه هم د ټولنې دغه پاړکي څو ځلې د ښځو د حقونو د محدودولو د حکمونو پر ضد غږ پورته کړی، خو کومه مثبته پایله یې نه ده لرلې. دا ځل يو شمېر ښځو او ښځينه محصلینو له نړېوالې ټولنې نه د مرستې غوښتنه کړې ده. هغوی زده کړې خپل تر ټولو اساسي حق ګڼي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو د ظالمانه سیاستونو پر وړاندې چوپتیا ماته کړي. که څه هم خصوصي تحصیلي ادارې هم د طالبانو دغه نوی بندیز د دوی په زیان ګڼي، خو په دې اړه د خپل نظر څرګندولو ته چمتو نه دي. د هېواد د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو اتحادیې تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د نجونو پر تحصیل د بنديز له امله ښايي لسګونه خصوصي تحصيلي بنسټونه خپل فعاليتونه ودروي.
په کابل کې یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو د یکشنبې په ورځ د سلواغې پر۹مه، په کابل کې په خصوصي پوهنتونونو او موسسو کې د نجونو د جذب د مخنیوي د حکم پر وړاندې خپل اعتراض څرګند کړ. هغوی «زده کړې»او «کار» خپل اساسي حقونه ګڼي، چې د طالبانو لخوا ترې اخیستل شوي دي. دغه ښځې د عدالت غوښتنې د شعارونو په ورکولو سره وایي«موږ ښځې د طالبانو حکومت نه منو او طالبان زموږمخاطب نه دي. موږ پر ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو پر سازمانونو غږ کوو چې زموږ د هغو افغان ښځو له حقونو نه چې د طالبانو د اسارت په بند کې دي، دفاع وکړي.» دغو اعتراض کوونکو ښځو د خپل اعتراض یوه ویډیو ۸صبح ورځپاڼې ته رالېږلې ده. د دغو ښځو له ډلې یوې د نورو په استازیتوب د اعتراضي لیک د لوستلو پرمهال زیاته کړه:«طالبان په هېڅ توګه چمتو نه دي چې په ټولنه کې موږ ښځې ومنی. هغوی ان زموږ لومړنیو حقونه سلب کړي دي او د زده کړې او کار حق زموږ مهم حقونه دي.»
دغه راز يو شمېر ښځينه محصلانو پرون يکشنبه، د سلواغې پر۹مه، په خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د جذب د مخنیوي د حکم په غبرګون کې خپل غږ پورته کړی دی. دغو نجونو د تخار د ښځو غورځنګ تر چتر لاندې په یوې تړلې فضا کې د «تر امرثاني پورې نجلۍ توب منعه دی، د دوی پر امر ثاني دې لعنت وي، موږ طالباني زده کړې نه غواړو» د شعارونو په ورکولو سره د اعتراض په دود درسي کتابونه څېرې کړل. دغه اعتراض کوونکې نجونې له نړيوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو پر وړاندې خپله چوپتيا ماته کړي.
په تخار ولایت کې ښځې او نجونې په دې باور دي چې لوستې ښځې د کورنیو لپاره روښانه راتلونکی جوړولای شي، خو طالبانو د هغوی د زده کړو حق ترې اخیستی دی. یوه له دغو نجونو چې هویت یې خوندي او مخ یې پټ دی وایي:« له نړیوالې ټولنې غواړو چې طالبان په رسمیت ونه پېزني، طالبان زموږ د شل کاله وړاندې دښمنان دي او هېڅ بدلون یې نه دی کړی، که طالبان په رسمیت وپېژنئ، موږ افغان نجونې او ښځې له منځه ځو»
یوه بله معترضه د ښځو د حقونو د له لاسه وتو په تړاو د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا په نیوکې سره وایي:« د طالبانو دویم هدف په افغانستان کې ښځې او نجونې دي. په افغانستان کې، د ښځو او نجونو ترټولو لومړنیو حقونه د تر پښو لاندې کېدو او د طالبانو د اهدافو د قرباني کېدو په حال کې دي او نړۍ او ملګرو ملتونه د ښځو پر وړاندې خپلې د شرم وړ چوپتیا ته دوام ورکوي. ترهغې پورې درېږو چې خپل حقونه مو بېرته نه وي ترلاسه کړي، ځکه چې دا خورا لومړني حق دی او د ترلاسه کولو لپاره یې مبارزه کوو» دغه معترضه زیاتوي.:« له ملګرو ملتونو او نړېوالې ټولنه نه زموږ غوښتنه داده، چې دغه شرمناکه چوپتیا پای ته ورسوي او د افغان نجونو غږ واوري، ځکه دلته نور د ساه اخیستو لپاره هم فضا نشته.»
دغه اعتراضونه په داسې حال کې کیږي، چې د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینې په رانږدې کېدو سره، طالبانو د یوه مکتوب په صادرولو سره په راروانې کانکور ازموینه کې د نجونو پر ګډون بندیز لګولی دی. دغه مکتبوب د سلواغې پر۸مه صادر شوی او د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو د چارو رییس محمد سلیم افغان لاسلیک کړی دی. د دغه مکتبوب د منځپانګې له مخې، په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د نارینه محصلانو پر جذب هېڅ ډول محدودیت نه دی لګول شوی . په دغه مکتوب کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو د چارو رییس خصوصي پوهنتونونو ته خبرداری ورکړی دی، چې د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زده کړو زارت په داسې حال کې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې تر« امرثاني» پورې د ښځینه محصلانو جذب منعه کړی دی چې دغه وزارت د روان لمریز کال په لیندۍ میاشت کې د ښځو تحصیل هم تر امرثاني پورې وځنډاوه. د نجونو د لېسې او منځنۍ دورې ښوونځي هم له څه باندې یو نیم کال راهیسې د طالبانو « امرثاني» ته په تمه دي چې تر اوسه نه دی صادر شوی. په کورنیو او بهرنیو خصوصي ادارو کې د ښځو کار هم له څه مودې راهیسې ځنډول شوی او امرثانی ته منتظر دی.
د خصوصي تحصیلي بنسټونو اتحادیه
د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه د هېوادوالو او ملي او نړیوالو بنسټونو پر غبرګونونو سربېره، خصوصي پوهنتونونو هم د طالبانو د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې ده. که څه هم دغه پوهنتونونه په هېواد کې د بیان د ازادۍ د محدودیتونو له امله حاضر نه دي چې د طالبانو پر پرېکړو په ازاده توګه تبصرې او نیوکې وکړي، خو د دغو بنسټونو مسوولان له دې بندیزونو سره موافق نه دي.
د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د اتحادیې مطبوعاتي مسوول محمد کریم ناصري تر دې وړاندې هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې د نجونو پر زده کړو بندیز خصوصي پوهنتونونو ته زیان رسوي او کیدای شي له دغو محدودیتونو وروسته لسګونه خصوصي تحصیلي موسسې د اقتصادي ستونز له امله خپل فعالیتونه ودروي. د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې شمېرې ښيي، چې د نجونو پر تحصیل د بندیز د حکم له امله تر ۷۰ زره زیاتې محصلانې خصوصي تحصیلي موسسو ته له تګه محرومې شوې دي.
د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د موسسو د اتحادیې د ثبت شویو شمېرو پر بنسټ، په ټول هېواد کې اوسمهال ۲۸ خصوصي پوهنتونونه او ۱۱۲ د لوړو زده کړو موسسې فعاليت کوي. د دغو موسسو د زده کوونکو ټولټال شمېر شاوخوا ۲۰۰ زره اټکل شوی، چې ۳۵ سلنه یې نجونې دي. خو که خصوصي پوهنتونونه په راتلونکي کال کې د نجونو د جذبولو توان ونه لري، نو د لیسانس او ماسټرۍ په برخه کې به شاوخوا ۳۵ سلنه محصلانو ته د تحصیلي خدمتونو له ورکولو محروم شي. له بلې خوا د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري کې د جمهوري نظام په سقوط سره، د خصوصي تحصیلي موسسو شاوخوا ۵۰ سلنه محصلان کم شوي دي.
د ښځینه محصلینو پر جذب بندیز ته غبرګونونه
خصوصي پوهنتونونو او تحصیلي موسسو ته د ښځینه محصلینو پر جذب د طالبانو د بندیز حکم بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو فعالان د نجونود زده کړو مخنیوی د هېواد له پرمختګ سره د طالبانو دښمني او په افغانستان کې د ښځو له بشري حقونو نه سرغړونه بولي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییس نعیم نظري ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: له زده کړو نه د نجونو او ښځو بې برخې کول له پوهې او د افغانسان له پرمختګ او سوکالۍ سره ښکاره دښمني او په هېواد کې د ښځو او نجونو له بشري حقونو نه ښکاره سرغړونه ده. ښاغلی نظري زیاتوي: « طالبانو د دغه حکم په صادرولو او په ډله ییزو رسنیو کې د هغه په خپرولوسره د ښځو پر ضد پر خپلو دریځونو د ټینګار تر څنګ، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته هم یو پیغام لري، هغه دا چې موږ ستاسو غوښتنې بابېزه ګڼو او هغه څه کوو، چې غواړو یې.»
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییس په ډاګه کړه، چې تر اوسه پر طالبانو د نړیوالې ټولنې فشارونه کافي او اغېزناک نه دي او باید زیات شي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړوموسسو ته د نجونو پر جذب د بندیز په تړاو غبرګون ښودلی دی. خلیلزاد وايي، د طالبانو نیت دا نه دی چې په لنډمهالي ډول د نجونو پر تحصیل بندیز ولګوي. هغه د خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي موسسو په ازموينو کې د ښځو پر ګډون د طالبانو بنديز د ښځو پر تحصیل د بنديز په اړه د دغې ډلې د مخکیني فرمان د تقويې په مانا بللې هغه پر خپل ټوېټر لیکلي دي: «طالبانو په کانکوز ازموینه کې د نجونو پر ګډون بندیز لګولی دی. دا پریکړه د ښځو پر لوړو زده کړو د بندیز په تړاو د مخکیني فرمان د کلکولو په مانا دی.»
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زیاته کړې چې دا پرېکړه د طالبانو له مهمو کسانو سره په مشوره نه ده شوې او د افغانانو لویه برخه لا هم له دغې پرېکړې سره مخالفه ده. د هغه په اند، د طالبانو دغه حکم به د افغانانو کړاوونه نور هم زیات کړي او هېواد به د انزوا لور ته وکاږي.
طالبانو پر هېواد په خپلې څه باندې یونیم کلنې واکمنۍ کې د ښځو او نجونو پر فعالیتونو ډیر محدودیتونه لګولي دي. د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځيو تړل کېدل، په کورنيو او بهرنيو نادولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډول کېدل، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل کېدل، د ټلويزيون پر پرده له ماسک پرته د نجونو پر راڅرګندېدو بندیز، تفریحي پارکونو او د ښځو عمومي حمامونو ته د ښځو پر تګ بندیز پر ښځو لګول شوي بندیزونه دي.
د نړیوالې ټولنې هڅې
د هېواد اعتراض کوونکې ښځې او نجونې په داسې حال کې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو پر وړاندې د دوی له حقونو دفاع وکړي، چې له ډېرې مودې راهیسې له طالبانو سره د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د استازو خبرې روانې دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد د سلواغې میاشتې په پیل کې کابل ته راغله او د طالبانو له ډلې سره یې د هېوادوالو د حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې. نوموړې افغانستان ته د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته څرګنده کړه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او د رییس الوزرا د مرستیال په ګډون یې د دې ډلې د کابینې له څلورو وزیرانو سره کتلي دي او د طالبانو دغو ټولو لوړ پوړو غړو ورسره یوشان خبرې کړې دي. هغې په ډاګه کړې ده، چې اړتیا ده طالبان له ١٣مې پېړۍ نه ٢١مې پېړۍ راولېږدول شي. هغې سپارښتنه کړې چې باید له هر اهرم نه کار واخیستل شي څو طالبان نړیوالو اصولو ته غاړه کېږدي.
بل خوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکلاسون وايي، اروپايي ټولنه او بریتانیا له افغان ولس سره د مرستې لپاره پر نورو لارو چارو غور کوي. نوموړي د سې شنبې په ورځ د ډسمبرپر۸مه، د یوه ټویت په کولو سره خبر ورکړ، چې په لندن کې یې په سویلي اسیا کې د همګټو هېوادونو په چارو کې د بریتانیا د لومړي وزیر له استازي طارق احمد سره کتلي دي. د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي دي:«موږ په افغانستان کې د شته ننګونو په هکله خبرې وکړې او پر دې مو بحث وکړ چې اروپايي ټولنه او بریتانیا څنګه کولای شي، د هغوی د بشري حقونو غوښتنو ته له زیان رسولو پرته، له افغانانو نه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»
پردې سربېره، د ډيری اسلامي هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیو استازو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو شته محدودیتونه لېرې کړي او بشري حقونو ته دې درناوی وکړي. خو طالبان وايي، چې د دين د اصولو په رڼا کې د هېوادوالو په تېره بيا د ښځو حقونه رعايتوي. هغه انګېرنه چې په مصر، ایران او نورو هېوادونو کې یو شمېر دیني عالمانو د اسلام له لارښوونو سره په ټکر کې بللې ده.