له کابل تر برلینه لاریونونه؛ ایا د هزارهوو نسل وژنه په رسمیت پېژندل کېږي؟

د کابل ښار لوېدیځ کې پر «کاج» ښوونیز مرکز ځانمرګی برید چې له پنځوسو زیاتو تنکيو ځوانانو په وژلو تمام شو، له ځان سره په پراخه کچه کورني او بهرني غبرګونونه درلودل. د دې غبرګونونو لمن له کابل څخه امریکا، اروپا او د نړۍ یو زیات شمیر نورو هېوادونو ته پراخه شوه. د خواله رسنیو یو شمیر کارونکو د «هزارهوو نسل وژنه ودروئ» تر سرلیک لاندې کمپاین په ټویټر کې پیل کړ.
په دې کمپاین کې اوسمهال هنرمندان، سیاست مدران او زرګونه د خواله رسنیو کارونکي ګډون لري. اوسمهال په ټویټر کې ددې کمپاین هشتګ کارونکو شمیر له اووه میلیونو او ۵۰۰ زره کسانو اوښتی دی. ددې کمپاین ملاتړي د بشري حقونو په برخه کې له فعالو نړیوالو بنسټونو غواړي، هغه څه چې «په افغانستان کې د هزاره نسل وژنه» بلل کېږي، په رسمیت وپېژني او عاملان یې دې محاکمه کړي.
د افغانستان زرګونو وګړو د تلې پر ۱۶ د شنبې په ورځ، د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د هغه څه په غبرګون کې چې په افغانستان کې د هرازه نسل وژنه بلل کېږي، لاریونونه وکړل. دې لاریونوالو ګډ پرېکړهلیک هم خپور کړی دی. په دې پرېکړه لیک کې ټینګار شوی دی چې ملګري ملتونه او نړیوال ټولنه باید «په افغانستان کې د هزارهوو نسل وژنه» په رسمیت وپېژني. دغه راز په پرېکړه لیک کې له امریکا او اروپايي ټولنې غوښتل شوي چې د هزاره وو د خوندي ساتلو له پاره دې چټک او لازم ګامونه پورته کړي. د افغانستان د هزاره وګړو پر وړاندې د خونړیو بریدونو د عاملانو د پېژندنې له پاره د حقیقت موندنې کمیسیون جوړول او دې قضیې ته د لاهې د نړیوالې محکمې له لارې د حل لارې موندل، نور هغه موارد دي چې په دې پرېکړه لیک کې راغلي دي.
د خواله رسنیو کارونکي په ځانګړي ډول د افغانستان هزاره وګړي هم پر دې ټینګار کوي د دې کمپاین او لاریونونو موخه چې په امریکا، اروپا، استرالیا او اسیا کې ترسره کېږي، د نړیوالو سازمانونو په ځانګړي ډول لاهې نړیوالې محکمې له لوري د «هزارهوو نسل وژنې» په رسمیت پېژندل دي. د معترضانو په وینا، دوی غواړي نړیوالو ته د پیغام په رسولو، د بشر د بېلابېلو ډلو ترمنځ د همدردۍ په رامنځته کولو او ددې وژنو د درولو برخې ته د نړۍ پام راواړوي.
د مجازي نړۍ کاروونکو د «هزارهوو نسل وژنه ودروئ» د کمپاین په تړاو یو لړلیک خپور کړی دی چې ښيي تېره ورځ د نړۍ په بېلابېلو ۹۶هېوادونو کې لاریونونه ترسره شول. د نړۍ په یو شمیر ښارونو کې چې لا هم لاریونونه روان دي، معترضان د «هزارهوو نسل وژنه ودروئ» شعار په ورکولو سره سړکونو ته راوتلي دي.
په خواله رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې سلګونه معترضان په واشنګټن، سیدني، برلین، ماکاسار، روم، پاریس او د نړۍ په نورو ښارونو کې سړکونو ته راوتلي دي.
د هېواد پېژندل شويو هنرمندانو فرهاد دریا، وجیهې رستګار او داود سرخوش هم ددې کمپاین ملاتړ کړی دی. فرهاد دریا د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې د هزاره نسل وژنه بلل کېږي، روان لاریونونه د «هزاره نسل وژنه ودروئ» پراخ، وګړني اعتراضونه بلل دي. دغه راز وجیهه رستګار په خواله رسنیو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي دي:«ګرانو هېوادوالو زموږ د هزاره وروڼو او خویندو د نسل وژنې په اعتراض کې او دغه راز د کاج ځوان کول چې هر یو یې زموږ د لوڼو او زامنو په څیر دي، راځئ خپل اعتراضي غږ اوچت کړو.»
د لوېدیځ هېوادونو د سیاسیونو همغږي
د افغانستان پر وګړو او یو شمیر هنرمندانو سربېره د یو شمیر نورو هېوادونو سیاسي څېرو هم په لاریونونو کې ګډون کړی او ویناوې یې کړې دي. په اسټرالیا کې ددې هېواد د پارلمان غړي او د انرژۍ وزیرکریس بوین د سیدني له لاریونوال سره یوځای شوی او ویلي یې دي:«دا سمه ده چې هزاره وګړو په پرله پسې جګړو کې ستونزې لیدلې، پرله پسې قتل عام شوي دي. پرله پسې وژنې، پرله پسې کلونه.» هغه په لاریون کې د خپلې وینا پرمهال د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګي برید ته په اشارې چې له ۵۰ زیات کسان پکې مړ او ۹۰ کسان ټپیان شول، ټینګار کړی دی: « دا یوازې جرم نه دی چې د هزاره او ځوانانو پر وړاندې ترسره شوی، بلکې عاملان یې باید سزا وویني. هغه برید چې د سپتمبر په ۲۰ له ځوانانو په ډک ځای کې ترسره شو، په ډاګه کوي چې نړۍ زموږ او ستاسو په څېر سره راغونډه نه شو، څو غږ وکړي چې دا ډول بریدونه نور ودروئ.»
دغه راز د کمبرلنډ ښار شورا غړی او (Western Sydney Unieversity) پوهنتون پروفیسور دیان کولمن هم د «هزاره نسل وژنې» له معترضانو سره یوځای شوی او پر خپله فیسبوک پاڼه یې لیکلي دي:« زه نن ورځ دا ویاړم لرم چې د سیدني له هزاره ټولنې سره یوځای کېږم. دا لاریونونه په کابل کې پر ښوونیز مرکز د برید پر وړاندې د نړیوال اعتراض یوه برخه ده چې د نړۍ په ۷۰ هېوادونو کې جوړ شوي دي.» هغه زیاته کړه:« ټول د ازادۍ، برابرۍ او عدالت حق لري او د هزارهوو نسل وژنه ودروئ.»
د «هزارهوو نسل وژنې» اعتراض چې ویل کېږي د نړۍ په بېلا بېلو ۹۰ هیوادونو کې ترسره شوی، تیره ورځ د امریکا، کاناډا، اسټرالیا، المان، بلجیم، فرانسې، ایټالیا، ناروې، پولنډ، سویډن، سویس، فنلنډ، اندونیزیا، ترکیې، اتریش، نیوزیلند، برازیل او پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې هم اعتراضي غونډې جوړې شوې دي. اعتراض کوونکي د «هزاره نسل وژنې د درېدو» او د نړیوالو بنسټونو له لوري د هغې په رسمیت پېژندلو غوښتونکي شوي دي.
له دې سره جوخت هغه انځورونه چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي ښيي چې یو شمیر افغانان د ایران په اصفهان کې د یوې کارخونې او په دې هېواد کې یو شمیر محصلان هم د «هزارهوو نسل وژنه ودروئ» شعارونو په ورکولو سره له دې کمپاین سره یوځای شوي دي.
دغه راز د تلې په ۱۶مه د شنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یو شمیر افغان وګړي د «هزاره نسل وژنه ودروئ» له کمپاین سره یوځای شوي او د «عدالت عدالت، هزاره د ژوند کولو حق لري» شعارونو په ورکولو سره یې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د هزاره نسل وژنه دې په رسمیت وپېژني.
د نسل وژنې مصداقونه کوم دي؟
له دې سره جوخت د حقوقي چارو کارپوه میرزا رفعت له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د هزاره وو ډله ییزې وژنې د «نسل وژنې» ښکاره مصداق دی. د هغه په خبره، هر هغه اقدام چې د یوه ځانګړي قوم یا مذهب د یوې برخې یا ډلې پر فزیکي لرې کولو یا نابودۍ تمام شي، د نسل وژنې ښکاره مصداق دی.
ښاغلي رفعت زیاته کړه: «د هزاره وو سیستماتیکه وژنه او په افغانستان کې د دوی پر ښوونیزو او مذهبي مراسمو برید، د دې ځانګړې قومي ډلې د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي. د هزاره له منځه وړلو له پاره پروګرامونه جوړ او د عملي کېدو په حال کې دي چې دا د نسل وژنې څرګند مصداقونه دي.»
د حقوقي مسایلو دا کارپوه په ډاګه کوي چې د نړیوالې جزايي محکمې(ICC) او د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو له لوري د«هزاره نسل وژنې» په رسمیت پېژندل د نړۍ د هېوادونوله پاره یو لړ الزامات او مکلفیتونه رامنځته کوي، څو د عدالت د ټینګښت له پاره لاس په کار شي.
د هغه په خبره د نړۍ له لوري ددې اقدام په رسمیت پېژندلو کې اوږده پړاوونه د معترضانو پر وړاندې پراته دي، خو ټینګار کوي چې باید په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو د څېړنو اومدرکونو له پاره لار هواره شي او د نړیوالو ذهنونو په روښانه کولو سره کولا شو دې انساني غوښتنې ته چې په نړۍ کې د انسانانو وینو ته درناوی او عدالت ټینګښت دی، نږدې شو.
ښاغلی رفعیت وايي چې په اوسمهال کې د «هزارهوو نسل وژنې» په رسمیت پېژندل او عدالت ټینګښت کیدای شي میسر نه شي، خو له جګړې وروسته د عدالت ټینګښت له پاره لار هواره او ګامونه پورته کیدای شي او عاملان یې د ځانګړي دولت، د جزا نړیوالې محکمې له لوري تر تعقیب لاندې نیول کیدای شي. نوموړی ددې غوښتنې عملي کېدل د ملکي وګړو د خوندیتوب له پاره چې د نسل وژنې له خطر سره مخ دي او دداسې جرمونو بیا تکرار د مخنیوي په برخه کې ګټور بولي.
ددې اعتراضونو لړۍ د پراخېدو په حال کې ده. تر دې مهاله لسګونه کورني اونړیوال شخصیتونه له هغې جملې سیاست مداران، هنرمندان او لیکوالان په افغانستان په ځانګړي ډول د هزاره وو پر وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو له کمپاین سره یوځای شوي او د «هزارهوو نسل وژنه ودروئ» هشتګ یې په ټویټر کې خپور کړی دی.
دا معترضان په بېلابېلو لاریونونو کې د هزاره وو پر ښوونیزو، ورزشي، کلتوري مرکزونو، جوماتونو او تکیه خونو د بریدونو دوام د نسل وژنې مصداقونه بولي چې له څو کلونو راهیسې دوام لري.
دا معترضان په دشت برچي کې د موعود پر ښوونیز مرکز برید ته اشاره کوي چې له امله یې ۴۸ زده کوونکي مړه او ۶۷نور ټپیان شول. د دوی په وینا، په تیرو څو کلونو کې د کابل په لویدیځ کې پر څو جوماتونو بریدونه وشول. دوی د ۱۳۹۵کال د لیندۍ په لومړۍ د باقر العلوم پر جومات برید یادونه کوي چې له امله یې ۲۷کسان مړه او ۶۷نور ټپیان شول. دغه راز د برچي د پل خشک په سیمه کې د امام زمان پر جومات په یوه بل برید کې ۳۹تنه مړه او ۴۵نور ټپیان شول.
«میوند» لوبو مرکز چې یو ملکي او شخصي ځای و، د ۱۳۹۷کال د وږي پر ۱۴ په نښه شو چې له امله یې ۳۰ تنه مړه او ۵۰ نور ټپیان شول. یو کال وروسته د ۱۳۹۸کال د زمري په ۲۸مه د کابل په لویدیځ کې د «شهر دبۍ» د ودونو تالار کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې ۸۰کسان مړه او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شول. دغه راز په دشت برچي کې د تبیان په نوم فرهنګي مرکز هم په یوه ځانمرګي برید کې په نښه شو چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دشت برچي ۱۰۰ بستریز دولتي روغتون هم د ۱۳۹۹ کال د وږي پر ۲۳ د وسله والو په یوه ډله ییز برید کې په نښه شو چې د زیږون پرمهال ښځو او نويو زیږیدلو ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شول. د ۱۳۹۹ کال د لړم په درېیمه د کوثر دانش ښوونیز مرکز په یوه ځانمرګي برید کې په نښه شو چې له رسمي شمیرو سره سم له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. دغهراز په ۲۰۱۷ کال کې په الزهرا جومات کې په یوه برید کې ۵۰ تنه مړه او ۸ نور ټپیان شول. د ۲۰۱۴ کال د روژې په میاشت کې ۱۴ تنه په دې جرم د طالبانو له لوري د کابل – غور په لویه لار ووژل شول چې دوی هزاره وو. د افغانستان په بېلا بېلوسیمو کې د هزاره وو پر وړاندې چې زیاتره یې شعیه دي، ګڼ بریدونه وشول. دغه بریدونه د خواله رسنیو کاروونکو له لوري د «هزاره نسل وژنې» ښکاره مصداقونه بلل شوي دي.
اوس پوښتنه داده چې ایا د «هزارهوو نسل وژنه» به په رسمیت وپېژندل شي؟ د نسل وژنې د څارسازمان څیړونکی او بنسټګر ګریګوري استانتون، وايي چې نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونه به د «هزارهوو نسل وژنه» په رسمیت ونه پېژني؛ ځکه د نوموړي په وینا ددې قضیې په رسمیت پېژندل به هغوی ته درانه مسوولیتونه ور ترغاړې کړي. هغه پر دې باور دی چې هزاره له ۱۸۹۰ کال راهیسې په پرله پسې ډول قتل عام کېږي او دلیل یې هم د نوموړي له نظره مذهبي دی. پر دې هر څه سربېره لا هم د بشري حقونو سازمانونو له هغې جملې ملګرو ملتونو، د لاهې محکمې ددې غوښتنو او اعتراضونو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی. وبه لیدل شي چې ددې اعتراضونو پایله به د «هزارهوو نسل وژنې» د رسمیت په پېژندلو تمامه شي او که نه.