له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د ترکیې په ځینو ښارونو کې لاریونونه کېږي، چې په شدت د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا ځپل شوي دي.
تازه سه شنبه د جولای پر ۵ د ترکیې پولیسو د غرور رژې په نامه ولسي اعتراضات چې مخکې د دغه هېواد د دولت له خوا پرې بندیز لګېدلی و، د اوښکې بهوونکي ګاز او مرچو سپرې په مرسته متفرق کړل.
رویټرز چهارشنبه د جولای پر ۶ راپور ورکړی، چې دا لاریونونه په انقره ښار کې شوي دي. د دغو لاریونونو په لړ کې ۳۶ لاریونوال هم پولیسو نیولي دي.
تېره اوونۍ هم د استانبول پولیسو د پرایډ په نامه لاریونونه متفرق کړل او ۳۰۰ معترض يې ونیول.