د طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ له ټي ټي پي سره د مبارزې پر سر ترینګلې اړیکې چې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د دغه هېواد د اقدام لامل شوې، یو ځل بیا له طالبانو او په ټوله کې له اسلامي افراطیته د اسلام اباد د حکومت د ملاتړ په تړاو بحثونه او نظرونه ګرم کړي دي. ځینې کسان چې د توطیې پر تیورۍ چې په افغانستان کې ډېره عامه ده، تکیه کوي، پر دې باور دي چې د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ کوم جدي اختلاف نشته او د کډوالو اېستل د هغه ګډ پلان برخه ده چې دواړه لوري یې په همغږۍ سره مخته وړي. ان هغه معتبر سیاسي بهیرونه چې په جلاوطنۍ کې رامنځته شوي او د طالبانو له منګولو د افغانستان د «ژغورلو» ادعا کوي، په یو ډول دا روایت تاییدوي. البته، هغه څه چې دغه روایت پیاوړی کوي او ژوندی یې ساتي، د افغانستان د ورانولو د پروژې د عاملینو د ملاتړ په برخه کې له پخوا بیا تر اوسه پورې د پاکستان د پوځ تلپاتې او ثابته تګلاره ده.
کله چې تاسو د افغانستان وګړی واوسئ، په ډېر کم عقل او شعور سره هم په خپل هیواد کې د دې تګلارې ویجاړوونکي پایلې لیدلای شي او د نیابتي او اجیرو ډلو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان د پوځ له دوامداره روله چې د افغانستان له بربادۍ پرته بله موخه نه لري، منکرېدلای نه شئ او دغو ډلو د ای اېس ای د پلان او پروګرام له مخې خپله دنده ډېره ښه ترسره کړې هم ده. په افغانستان باندې د شوروي د يرغل پر مهال له جهادي تنظيمونو نيولې تر طالبانو پورې، هر چا د پاکستان د پوځ په خوښه عمل کړی او افغانستان یې له خاورو سره خاورې کړی دی. خو په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ د نیابتي ترهګرو ډلو له ملاتړه ډېره ګټه پورته کړې، د دغه هېواد خلک د افغانستان د خلکو په څېر د اسلامي سخت دریځۍ او بې کنټروله ترهګرۍ د ودې او پیاوړتیا لومړني قربانيان دي او لا هم په هغه اور کې سووځي چې د پاکستان پوځ بل ساتلی دی.
اوس چې د پاکستان لنډمهالی حکومت ادعا کوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ټي ټي پي ترهګریز بریدونه ۶۰ سلنه زیات شوي دي، دا ټکی د نه انکار وړ ګرځېدلی چې د پاکستان حکومت په غیر ارادي توګه د هغه کښت حاصل اخلي چې لږ اټکلېدونکی و او په تیرو وختونو کې یوازې هغه څه ترې ترلاسه کېدل چې ای اېس ای خوښول. خو دا مهال د راولپنډۍ ایډیاله میوه ترې نه ترلاسه کیږي او پاکستاني پوځیان یې په افغانستان کې د بري پر خوند پوه نه کړل.
زموږ د سیمې تاریخ په ډاګه ښيي چې نیابتي او ګوډاګۍ ډلې څومره بې کنټروله دي او د خپلو بادارانو په بدلولو او خپلو پیداکوونکو ته پر دښمن بدلیدو کې څومره لوړ ظرفیت لري، نیابتې ډلې غلامانه او مافیایي خوی او جوړښت لري، اخلاقي اصولو ته لږ ژمنې دي او تر بل هر څه ډېر د خپلو ډلو او ایډیالوژیکو ګټو په اړه فکر کوي. په واقعیت کې نیابتي ډلې هغه ځواکونه دي چې منل شویو نړۍوالو قواعدو او اصولو ته درناوی نه کوي او پر وړاندې یې د جګړې اعلان کړی دی. دا ډلې د دې لپاره نه دي جوړې شوي چې حکومت جوړ کړي او د نړۍوالو قوانینو اطاعت وکړي، بلکې اپوټه د دې لپاره رامنځته شوي چې دغه قوانین وننګوي او مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راولي. دا ځکه چې د دولت ضد ټولې نیابتې ډلې – د ارتجاعي سیاست په ګټه – دي او که د یوه سیاسي رژیم پر رامنځته کولو هم بریالۍ شي، منل شويو نړۍوالو اصولو او مقرراتو ته به چې رسمي او مشروع حکومتونه ورته ژمن دي، هېڅ پام ونه کړي او چمتو دي چې له منځه ولاړې شي، خو دغو قوانینو او اصولو ته غاړه کېنږدي.
پرځای یې، نیابتي او ګوډاګۍ ډلې د خپلې خوښې اخلاقي اصول او ایډیالوژیک قواعد تعقیبوي؛ هغه قواعد چې سرسختي، تعصب، د پردیو ضدیت، د کرکې خپرول، د ښځو ضدیت، جهالت، لجاجت او بدوي تفکر یې اصلي عناصر دي او اجیرې ډلې یې د پلیتابه لپاره له خپلو ایډیالوژیکو حدودو پرته د بل هر حد او محدودیت ماتولو ته چمتو دي. دا د حیرانتیا خبره نه ده چې طالبان چې اوس د افغانستان واکمنان دي، له ټي ټي پي سره د مبارزې لپاره د پاکستان غوښتنې ته اهمیت نه ورکوي، مګر دا چې طالبان له خورا ستونزمن حالت سره مخ شي او په افغانستان کې د ټي ټي پي پر وړاندې اقدام کولو ته مجبور شي – چې البته دا چاره د هغې مهربانۍ او لطف په څېر ده چې موږ د افغانستان لویدیځو، شمالي او شمال ختیځو سیمو ته د دې ډلې د غړو د لېږدولو شاهدان وو، نه د هغوی د ځپلو او له منځه وړلو. طالبان دومره په اسانۍ د پاکستان غوښتنې ته غاړه نږدي
د طالبانو او داعش ډلو په څېر د ترهګرو نیابتي ډلو په نظر کې له ایډلوژۍ لوړ څه نشته. دا ډلې خپل له منځه تلل په لېوالتیا سره مني، خو د خپلو ایډیالوژیکو ملګرو ځپل نه مني. ملا عمر له افغانستانه لاس واخیست؛ خو امریکا ته یې د اسامه بن لادن له سپارلو ډډه وکړه. اوس د هغه پرځای ملا هبت الله ناست دی. هغه کس چې له ملاعمر سره ډېر ورته والی لري او په څه باندې دوو کلونو کې چې پر افغانستان واکمن دی، دا یې ثابته کړې چې څومره لجوج، متوهم او سرسختی دی او په هېڅ وجه حاضر نه دی چې له خپلو بدوي پرېکړو لاس واخلي.
په دې موده کې نړۍ په پرلپسې ډول طالبانو ته باج ورکړی، خو د دې ډلې مشر د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو د غوښتنو د پوره کولو لپاره یو ساده ګام هم نه دی پورته کړی، ځکه چې د طالبانو رهبري پر دې لاعلاجه ایډیالوژیک توهم اخته ده چې په افغانستان کې شته رژیم پراخ بنسټه، مشروع او قانوني دی او ښځې هم خپلو شرعي حقوقو ته رسېدلي دي او بل کوم حق نه دی پاتې چې ورکړل شي. که څوک دا احمقانه تمه لري، چې د طالبانو مشرتابه به د ښځو د حقونو د خوندېتوب او د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو په برخه کې د نړۍوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي، یا د طالبانو د ایډیالوژیک جوړښت په تړاو پر څه نه پوهېږي او یا هم له داسې ساده متوهم کس پرته بل څوک نه دی چې فکرکوي، دا ډله بدلون منونکې ده.
د ټي ټي پي پر وړاندې مبارزه کې به هم طالبان موږ حیران نه کړي او هیڅ ډول داسې ځپونکی اقدام – لکه څنګه چې د پاکستان حکومت یې تمه لري، نه کوي. که د افغان طالبان مجبور شي چې له دوو انتخابونو یو انتخاب کړي، نو له شک پرته به ټي ټي پي غوره کړي نه د پاکستان حکومت. ملا هبت الله او نور طالب مشران چې د اسلام اباد حکومت غیر اسلامي ګڼي، که یې په وس پوره شي، د هغه هېواد د حکومت پر ضد جګړه کوي. البته اوس هم دا جګړه په غیر رسمي ډول د پاکستاني طالبانو له خوا پرمخ وړل کیږي.