د کانونو د ناقانونه استخراج او قاچاق په تړاو افغانان تل انديښمن وو، خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دې تړاو د هېوادوالو اندېښنې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي. د ډیری هېوادوالو په باور، اوس د افغانستان د پټې شتمنۍ پرسر داسې یوه ډله ناسته ده، چې تر دې وړاندې یې د کانونو ناقانونه استخراج او قاچاق د جګړې او تاوتریخوالي تر ټولو مهمې سرچینې وې. اوس د طالبانو او د دې ډلې د جرمي اقتصادي شبکو په واکمنېدو سره د کانونو د لوټ او تالان زمینه برابره شوې ده.
په تازه مورد کې طالبان چې د کانونو په قاچاق تورن دي وايي، چې د هېواد په ختيځ کې يې د زر ټنه لیټیم لرونکو ډبرو د قاچاق مخه نيولې ده. په دې پېښه کې دوه بهرني قاچاق کوونکي هم شامل دي. خو هېوادوال ټینګار کوي، چې د یوه مشروع او قانوني حکومت په نشتوالي کې د کانونو ناقانونه استخراج او قاچاق ته اندېښمن دي. د دوی په وینا، د کانونو په بهیر کې روڼتیا او حساب ورکونه نشته او د کانونو راتلونکی له جدي خطر سره مخ دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د شنبې په ورځ د سلواغې په لومړۍ نیټه د سلګونو ټنه «لیتیم لرونکو ډبرو» د قاچاق په تور د پنځو تنو د نیولو خبر ورکړ. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغې ډلې د استخباراتو په همکارۍ د ۱۰۰۰ لټیم لرونکو ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې، چې له نورستان او کونړ ولایتونو نه ننګرهار ولایت او وروسته بهر ته لېږدول کېدې.
د طالبانو د کانونو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغو ګران بیه ډبرو نه یې ۳۰۰ ټنه له قاچاق کووونکو نه ضبط کړي دي او په ننګرهار کې یې د دغې ډلې مسوولینو ته سپارلي او ۷۰۰ ټنه نورې یې په کونړ ولایت کې مهرولاک شوي دي. په دې خبرپاڼه کې د کورنيو او بهرنيو قاچاق کوونکو د نيولو يادونه شوې، خو د هغوى هويت نه دى په ډاګه شوى. خو بي بي سي فارسي د طالبانو د استخباراتو له خولې ویلي چې په نیول شویو کې دوه چینايي وګوي شامل دي.
په همدې حال کې یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ښيي چې د طالبانو یو چارواکی وايي چې دا ډبرې یې په لابراتوار کې ازمویلې دي. هغه ویلي دي، چې د دوى د ازموينو پايلې ښيي، چې دغه ډبرې «له ٧ تر ٣٠ سلنه ليتيم» لري. په ورته وخت کې دغې ډلې اعلان کړی، چې یوه ورځ وړاندې یې د تورخم بندر له لارې د ۷۸ کیلو ګرامه «ګران بیه ډبرو» د قاچاق مخه نیولې ده.
د طالبانو له خوا د کانونو د ناقانونه استخراج او قاچاق په اړه د خلکو اندېښنې
طالبان په داسې حال کې د افغان کانونو د قاچاق کوونکو د نیولو اعلان کوي، چې د افغانستان تر ځمکې لاندې زیرمې په ټول هېواد کې د دوی په واک کې دي او د دې ډلې قوماندانان له ټولو هغو کانونو نه پیسې اخلي، چې د کانونو په غیر قانوني استخراج کې لاس لري.
بلخوا یو شمېر هېوادوال د کانونو د راتلونکي او د هغو د غير قانوني او پراخ استخراج په اړه سخت اندېښمن دي. د دغو هېوادوالو په وینا، پخوا د طالبانو لویه عایداتي سرچینه قاچاق او د کانونو ناقانونه استخراج وو، چې واک ته د دغې ډلې په رسېدو سره د دغو کانونو قاچاق ډېر شوی دی. د دغو هېوادوالو په وینا، د طالبانو یو شمېر قوماندانان او جنګیالي، چې د زور او فشار له لارې یې کانونه استخراج او قاچاق کول، اوس له دولتي تاسیساتو نه په استفادې د کانونه لوټي او له دې لارې ډېرې پيسې ترلاسه کوي. دغه هېوادوال ټینګار کوي، چې اوس مهال د کانونو د غیر قانوني استخراج په اړه د مخنیوي ځواک نشته او خلک د طالبانو له خوا د شکنجې، توقیف او وژلو له وېرې چوپ پاتې شوي دي.
په همدې حال کې په پنجشیر کې یوه سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې طالبانو لومړی هڅه وکړه چې په دغه ولایت کې کانونه ونیسي، خو له تخنیکي پلوه د کانونو د نښو او نښانو ۤپه ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي. د سرچینې په وينا، ځايي خلک د خپلې پوهې او تجربې له مخې کانونه استخراجوي او ٥٠ سلنه عوايد يې په اړوندو ولسواليو او په ځانګړې توګه په خنج کې د ځايي طالبانو له خوا اخيستل کېږي. د دغې سرچينې په وينا، دغه پيسې د طالبانو د والي، امنيه قوماندان او نورو لوړ پوړو ځايي چارواکو ترمنځ وېشل کیږي.
شهیر (مستعار نوم) د کانونو د برخې یو انجنیر دی. هغه په هېواد کې د کانونو د ناقانونه استخراج پر وضعيت او بهير اندېښنه څرګندوي او وايي چې طالبان ټولې سرچينې په واک کې لري او د کانونو ناقانونه استخراج او قاچاق ته دوام ورکوي. د هغه په وينا، دغه حالت د دوى تر منځ د لانجو او جګړو لامل هم کېږي، خو تر ډېره دا خبره له رسنيو لرې پاتې کېږي او دوى يې پټوي..
دغهراز په بدخشان کې یوه باخبره سرچینه وايي، چې په دغه ولایت کې د سرو زرو ټولې سرچینې د طالبانو له خوا کنټرول، مدیریت او استخراجیږي. د دغې سرچينې په وينا، هېڅوک حق نه لري چې د طالبانو له اجازې او دغې ډلې ته له ونډې ورکولو پرته زر ومینځي او کیندنې وکړي. هغه ټینګار کوي چې طالبان په رېګ ولسوالۍ، د یفتل په ځينو برخو، د شیوې په سیمې او یو شمېر نورو سیمو کې چې د سرو زرو د مینځلو او کان کیندنې بهیر پکې روان دی، باج اخلي. د هغه په وينا، طالبان له دې لارې ډېرې پيسې ترلاسه کوي. د دې سرچینې په وینا، په کابل کې یو شمېر لوړ پوړي طالب چارواکي هم د ځایي طالبانو په باج اخیستنو کې ونډه لري او دا کار د طالبانو لپاره یو ګټور او بې حسابه کاروبار ګرځېدلی دی.
خو یوه خبریال سجاد نورستاني په یوه ټوېټ کې ادعا کړې چې په نورستان ولایت کې د لیتیم کانونه پاکستان ته قاچاق کېږي. ښاغلي نورستاني تېره اوونۍ په یوه ټویټ کې لیکلي وو: «افغان او پاکستاني انجینران د نورستان د خلکو لپاره د سړک جوړولو په پلمه د دغه ولایت په وایګل سیمه کې لیتیم استخراجوي او د پولې بلې غاړې ته یې لېږدوي.» هغه دغه راز ادعا کړې، چې طالبان ځايي اوسېدونکو ته اجازه نه ورکوي، چې د کيندلو سيمې ته نږدې شي او کار يې شپه او ورځ روان دى.
دا هر څه په داسې حال کې دي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار په ۲۰۲۱ کال کې راپور ورکړی و چې له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۲۱ کال پورې د کانونو غیر قانوني استخراج مخکیني حکومت ته په کلني ډول ۳۰۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی. د سیګار په وینا، په دې موده کې اورپکو او جګړه مارانو د افغانستان له دوه زره کانونو نه عواید راټول کړي دي. د تېر یو نیم کال په ترڅ کې چې طالبانو ټول کانونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي، دا نه ده څرګنده چې له تور بازاره یې څومره عاید ترلاسه کړی دی.
د قانون په نشتوالي کې د کانونو د تړونونو لاسلیک کېدل او د جرمي اقتصاد پیاوړتیا
هېوادوال د کانونو ناقانونه استخراج او قاچاق ته اندېښمن دي د ځينو کارپوهانو په اند له طالبانو سره د کانونو د استخراج په برخه کې د بهرنيو هېوادونو تړونونه هم غير قانوني دى او هېڅ قانوني مکلفيت نه لري او افغانستان ته زيان رسوي.
د پوهنتون استاد فاروق عليم له ۸صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال د طالبانو له خوا د کانونو د استخراج په اړه اندېښمن دی. هغه ټینګار کوي چې د کانونو د سکتور راتلونکی له جدي خطر سره مخ دی. د پوهنتون د دغه استاد په وینا، افغانستان اوس مهال قانون او یو مشروع حکومت نه لري او هېڅ هېواد نه شي کولای د قانون په نشتوالي کې له واکمنې ډلې سره د کانونو په برخه کې تړون لاسلیک کړي. د هغه په وينا، په دې صورت کې هر ډول تړون له قانوني پلوه الزامیت نه لري او د اعتبار وړ نه دى.
د پوهنتون دغه استاد په دې باور دی چې د هېواد د طبیعي شتمنیو د استخراج په اړه د طالبانو قراردادونه د کانونو لپاره له زیانه ډک دي او د کانونو د یوې لویې برخې د له منځه تلو لامل ګرځي. هغه ادعا کوي چې له طالبانو سره په لاسلیک شویو تړونونو کې هیڅ قانوني تګلاره نه ده وړاندې شوې. د هغه په وينا، په دغو تړونونو کې دا نه ده مشخصه شوې، چې د استخراج لپاره به د کوم هېواد له قوانينو کار اخيستل کېږي. ځکه چې افغانستان هیڅ قانون نه لري او کله چې شخړه رامنځ ته شي، دا څرګنده نه ده چې کومه محکمه یې د حل واک لري. د هغه په وينا، که چېرې هغه هېوادونه چې د هېواد د کانونو د استخراج تړونونه يې لاسليک کړي، په راتلونکي کې خپل مکلفيتونه پوره نه کړي، افغانستان او واکمنه ډله نه شي کولاى دغه قرارداد لغوه کړي، ځکه چې د دغو موردونو وړاندوینه نه ده شوې.
بلخوا یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې په هېواد کې د کانونو غیر قانوني استخراج او قاچاق جرمي اقتصاد ته وده ورکوي. د دوی په وینا دغه اقتصاد په هېواد کې د ترهګرۍ مالي بنسټونه پیاوړي کوي. د دوی په وینا، جرمي اقتصاد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د عاید اصلي سرچینه ده او طالبان د استخراج له بهیره د خلکو او بنسټونو په لېرې کولو سره د ترهګرو شبکو د چاغولو په لټه کې دي.
تر دې مخکې د امریکا په پرنسټون پوهنتون کې د نړیوالو امنیتي مطالعاتو استاد ارین شریفي ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو، چې په هېواد کې جرمي اقتصاد له ترهګرۍ سره ګام په ګام زیات شوی او واک ته د طالبانو د رسېدو له وخت راهیسې یې اندازه ا اړخونه زیات شوي دی.
د هېوادوالو اندېښنې په داسې حال کې مخ په ډېرېدو دي چې د افغانستان د رسمي څېړنو له مخې په هېواد کې ۲،۲ میلیارده ټنه اوسپنه، ۱۸۳ میلیونه ټنه المونیم، څه باندې ۲۷۰۰ کیلوګرامه لاس ناخوړلي سره زر، څه باندې ۱۳۰۰ میلیارده ټنه مرمر ډبرې او تر ۵۰۰ میلیون ټنو ډیرې د آهک ډبرې او او د یو میلیون او ۴۰۰زره ټنه نادر توکي لري. د هېواد د ناپاکو طبيعي زېرمو ارزښت شاوخوا يو زره مليارد ډالره اټکل شوى دى.
د افغانستان لیتیم
د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) له خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د افغانستان د لیتیمو د کانونو ارزښت یو تریلیون ډالره اټکل شوی دی. خو د ۲۰۱۰ کال په یوه سروې کې، جیولوجستانو او څیړونکو چې د متحده ایالاتو د اردو لپاره کار کوي د افغانستان د لیتیمود زیرمو ارزښت «درې تریلیون ډالرو» اټکل کړی. په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د دفاع وزارت افغانستان د «لیتیمو عربستان» وباله. د افغانستان د کانونو وزارت د راپورونو پر بنسټ، د هېواد د لیتیمو کانونه له ۸۵۰ تر ۹۰۰ کیلومتره اوږدوالی او له ۱۵۰ تر ۲۰۰ متره سور لري، چې له هراته پیلېږي او تر نورستان پورې دوام لري.
د افغانستان تېل او ګاز
په ۲۰۱۹ کال کې د کانونو او پټرولیم وزارت د افغانستان د نفتو څاګانې شاوخوا ۱،۶ میلیارد بېرله، خام تېل ۱۶ تریلیون فوټ مکعبه او طبیعي ګاز ۵۰۰ میلیونه بېرله اعلان کړي دي. سرپل، فاریاب، جوزجان، بلخ، هرات پکتیکا او هلمند هغه ولایتونه دي چې د تېر حکومت د کانونو وزارت په راپور کې د تېلو او ګازو زېرمې پکې په ګوته شوې دي. د راپورونو له مخې اوسنیو بازارونو ته په پام سره، د افغانستان د نفتو ارزښت ۱۰۷ میلیارده ډالره اټکل شوې دی.
د افغانستان د مسو زیرمې
په ۲۰۱۹ کال کې د پخواني حکومت د کانونو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان د مسو زیرمې شاوخوا ۳۰ میلیونه ټنه دي. د افغانستان د کانونو د لارې په نقشه کې راغلي چې ۲۸.۵ میلیونه ټنه مس د «پورفیري» په ناکشف شویړ ډبرو کې دي. د دغو شمېرو له مخې د افغانستان مس ټولټال ۶۰ میلیونه ټنو ته رسېږي. د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د مس عینک کان په نړۍ کې د چیلي د مسو له کانه وروسته دویم کان دی.
د افغانستان وسپنه او نور فلزات
د کانونو وزارت د ۲۰۱۹ کال د راپور له مخې، افغانستان د فولادو د جوړولو لپاره د خامو موادو په توګه څه باندې ۲.۲ میلیارد ټنه وسپنه لري. د دغو موادو ارزښت له ۳۵۰ میلیاردو ډالرو زیات اټکل شوی دی. د حاجيګک کان په سیمه کې دویم لوی کان دی. د کندهار په ځمکو کې د وسپنې اندازه ۸.۲۳ میلیونه ټنه اټکل شوې ده. دغه راز د هرات ولايت په غوريان، د بدخشان په سياه دره او د پروان په جبل السراج کې د وسپنې کانونه کشف او ترلاسه شوي دي.
د افغانستان سره زر
په افغانستان کې د سرو زرو اندازه شاوخوا ٢٧٠٠ کيلوګرامه اټکل شوې، چې شاوخوا ١٧٠ ميليونه ډالره ارزښت لري. د سرو زرو مهم کانونه د بدخشان په یفتل او راغ سیمو او د غزني په مرکز کې موقعیت لري. د راپورونو له مخې، د یفتل د سرو زرو په کان کې د سرو زرو د کوارټز ډبرو څلوررګه شته چې په هر ټن کې له ۱څخه تر ۸۵ ګرامو پورې سره زر پکې دي. دغه راز د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ، د لوګر ولایت په حصارک ولسوالۍ، د بغلان ولایت په زرکشان او قره دغن سیمو کې د سرو زرو کانونه شته.
د افغانستان د ډبرو سکاره
د کانونو وزارت د ۲۰۱۹ کال د راپور له مخې، افغانستان ۱۷ ډوله نادر کانونه لري. د دغو موادو اندازه ۱.۴ میلیونه ټنه اټکل شوې، چې په الکترونیکي او پوځي وسایلو کې ترې کار اخیستل کیږي. د سمنګان د دره صوف کان د هېواد په کچه د ډبرو سکرو یو له مهمو کانونوګڼل کېږي، چې په غیر معیاري ډول استخراجېږي او ډېر وخت ترې د غیر قانوني استخراج راپورونه هم ورکول کېږي.
هېوادوال وايي، په داسې حال کې چې بې وزلي او لوږه ورځ تر بلې پراخېږي، د طالبانو مسوولانو پر ځای د دې چې د هوساینې خدمتونه وړاندې کړي او د خلکو ستونزې حل کړي د هېواد د ملي شتمنیو په لوټولو او د خپلو جیبونو پر ډکولو بوخت دي . طالبانو په تېر یو نیم کال کې په وار وار د طبیعي زیرمو په قاهېواد چاق کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې د کانونو په برخه کې پانګونه کوي. خو په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ خلک ادعا کوي چې د کانونو استخراج یوازې د طالبانو د قوماندانانو له خوا کېږي او څوک چې زیاتې پیسې ورکوي کولای شي په دودیز ډول د کانونو استخراج ته لاسرسی ولري.