د طالبانو په زورواکه توګه د واک په نیولو سره هېواد له ژور سقوط سره مخ کړی دی. د طالبانو د رژيم له راتلو سره سم د هېواد په زرګونو وګړو خپل عایداتي سرچینې له لاسه ورکړي او په سلګونو کارونه بيخونده شوي دي. یوه له هغو سوداګریو څخه چې اوس له ودې لویدلې کتابپلورنځي دي. د کابل ښار د پل عمومي باغ سیمه کې، یو شمېر کتاب پلورونکي ادعا کوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل ښاروالي او ددې ډلې امنیتي چارواکي، له دوی څخه په بېلابېلو پلمو پیسې ټولوي. د کتابونو د مارکېټ کمېدل، د مالياتو زياتوالى او د سړکونو غاړۍ د کرايې څلور برابره زياتوالى، ددغو کتاب پلورونکو له عمده شکايتونو څخه دي.
عبدالغفور (مستعار نوم) ددغه کتاببازار یو کتابپلورونکی دی. نوموړۍ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې د طالبانو تر بیاځل واکمنۍ وروسته ددې ډلې تر ادارې لاندې کابل ښاروالۍ، دده د کتابپلورنځي کرایه، څلور برابره لوړه کړې! عبدالغفور زياتوي، چې تر طالبانو پخوا به يې د خپل کتاب پلورنځي لخوا د مياشتې ٥٠٠ افغانۍ کرايه ورکوله، خو اوس په مياشت کې ٢٠٠٠ افغانۍ ورکوي. هغه څرګنده کړه، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د کابل ښاروالي د ده افغانان په سيمه کې، د سړک ترڅنګ د هر متر مربع زمکې لپاره، زر افغانۍ کرايه غواړي.
دغه کتاب پلورونکی زیاتوي: «ښارولي راغله او ویې ویل چې هر متر به په زرو افغانیتو کرایه کیږي، هر څوک چې لیواله وي ښه خبره ده، که نه نو، خپل کتابونه دې راټول کړي او له دې ځایه دې حرکت وکړي، چې موږ یې ځای بل یوه ته په کرایه ورکړو!»
د کتاب پلورونکو په وینا، طالبان نه یوازې ښاروالۍ ته د مالیې او کرایې په ورکولو راضي نه دي، بلکې سوداګر مجبوروي چې په بېلابېلو پلمو پیسې ورکړي. یو بل کتاب پلورونکی وايي، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د طالبانو تر اداری لاندې د کابل ښاروالۍ، د لومړۍ ناحیې اړوندو کسانو، د ټولو کتاب پلورونکو مېزونه یووړل، خو اوس له هر کتاب پلورونکي څخه پیسې غواړي چې میزونه بېرته ورکړي. دغه کتاب پلورونکی زیاتوي:«څو ورځې وروسته، د لومړۍ ناحیې چارواکو کتاب پلورونکو ته وویل چې راشئ او یو لک افغانۍ ورکړئ او خپل مېزونه یوسئ او د کتاب پلورنځي پر ځای کې یې وکاروئ.»
د پلباغعمومي په سيمه کې، کتاب پلورونکي، طالبان تورنوي چې باجګيري کوي! دوي وایې چې هڅه کوي د ژمي په سړه هوا کې، خپل ځان او کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړي، خو طالبان له بېلابېلو لارو پيسې ورڅخه غواړي!
یو کتاب پلورونکي وویل: «زه حیران یم چې دوی ځانونه مجاهدین هم بولي، خو له هغه چا څخه چې د ورځې ۵۰۰ افغانۍ هم نهشي پیدا کولی، یو لک افغانی غواړي.»
کتاب پلورونکي په داسې حال کې، له طالبانو شکایت کوي، چې دغه ډله د ښاروالۍ په ګډون پر ټولو دولتي ادارو فشار راوړي، چې د لارو پر غاړو پلورونکو څخه زیات عواید راټول او په خپلو حسابونو کې جمع کړي.
له بلې خوا، په هېواد کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو د رژیم له راتلو سره، د کتاب اخیستلو او لوستلو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې ده. نه یوازې د پلباغعمومي په سیمه کې؛ بلکې د کابل ښار اکثره کتاب پلورونکي وايي چې په تېر یوه کال او اوو میاشتو کې، د دوی په پلور کې، ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.
شمس چې يو کتاب پلورونکى دى، وايي چې له ډېرو ستونزو سره، د خپلې هټۍ کرايه پوره کوي. هغه وايي چې په اونۍ کې يوازې يو يا دوه زره افغانۍ پلور لري او حیران پاتي دی چې له دې پيسو څخه د هټۍ کرايه ورکړي او که د کور لګښتونه پوره کړي! هغه زیاتوي: «له دې چاپ شوو کتایونو څخه مو په څلورو ورځو کې، یو کتاب پلورلی، په داسې حال کې چې د هټۍ کرایه پنځه زره ده. اوس نو له ځان سره فکر وکړئ چې د کتاب پلور وضعیت څنګه دی!»
کتاب پلورونکي دا هم زیاتوي، چې د طالبانو په لاس، د جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې، خلکو له دوی څخه هر ډول کتابونه اخیستل، خو اوس ډېر کم خلک راځي، چې ناولونه او د مکتب کتابونه واخلي، د تاریخ او سیاست کتابونو خرڅلاو په ټپه ولاړ دی.
کتاب پلورونکي په داسې حال کې د سوداګرۍ له وضعيت او د طالبانو له لوري د فشار له زياتوالي شکايت کوي، چې په افغانستان کې د کتابونو د خپرولو بازار هم له رکود سره مخ دی. هغه ناشران چې له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، وروستی کال د کتابونو د پلور او چاپ لپاره، «تر ټولو خونړی کال» بولي. ددغو ناشرانو له ډلې څخه یو شمېر اړ شوي چې په ښار کې خپلې نمایندګۍ کمه کړي. له بلې خوا په تېر کال کې، له افغانستانه ډېر شمېر لیکوالان وتلي او دا کار ددې لامل شوی چې په هېواد کې، د کتابونو د چاپ شمېر کم شي او خپرندویې ټولنې له اقتصادي ننګونو سره مخ شوي دي.
د شته شمېرو له مخې، د تېر کال په دوبي کې، د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط مخکې، په ټول هېواد کې شاوخوا (۱۸۰) خپرونکي یا ناشران او(۵۲۵) کتابپلورنځيو، فعالیت درلود. خو دا مهال د خپرندیو شمې (۹۰) او د کتابپلونځيو شمېر (۲۸۰) ته راټیټ شوی دی.