د روسیې ولسمشر له خپل فرانسوي سیال سره په یوه تلیفوني اړیکه کې په اوکراین کې د لوی ناورین د رامنځته کېدو له ګواښ څخه خبرداری ورکړی دی.
د سکای نیوز شبکې له قوله کرملین ماڼۍ جمعه د اګسټ پر ۱۹ د فرانسې له ولسمشر سره د ولادیمیر پوتین له تلیفوني اړیکې خبر ورکړی دی.
د دغه راپور له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او فرانسوي سیال یې امانویل مکرون د اوکراین د کړکېچ په اړه تلیفوني خبرې اترې کړې دي.
د روسیې ولسمشر همداراز خبرداری ورکړی، چې پر زاپروژیا مرکز د اوکراین بریدونه سختې پایلې لري او ښایي د لوی ناورین لامل شي.
دواړو لوریو په دې تلیفوني اړیکه کې زاپروژیا اټومي مرکز ته د نړیوالې اټومي ډلې پر لېږلو ټینګار کړی دی.
پوتین په دې تلیفوني اړیکه کې د خوراکي توکو او د روسیې د سرو د صادراتو پروړاندې د خنډونو په اړه مکرون ته ویلي.
زاپروژیا اټومي مرکز د اروپا ترټولو لوی مرکز دی، چې په مارچ میاشت کې د روسیې کنټرول ته ورسېد.
دغه مرکز د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او په وروستیو اوونیو کې څو ځله بریدونه پرې شوي دي.
دغو بریدونو د اټومي ناورین اندېښنې زیاتې کړې دي.