پوتین د اوکراین له اشغال شوي ښار ماریوپول څخه لیدنه وکړه

د روسیې دولتي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین، د لومړي ځل لپاره، د اوکراین له نیول شوي ښار ماریوپول څخه لیدنه کړې ده.
رویټرز نن یکشنبه (مارچ ۱۹) د روسیې د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړ، چې پوتین له ماریوپول څخه په ناڅاپي توګه لیدنه کړې.
دا سفر په داسې حال کې شوی چې پوتین د شنبې په ورځ، له روسیې سره د اوکراین د کریمیا ټاپووزمې د یو ځای کولو د نهمې کلیزې په مناسبت، په یوه نا اعلان شوي سفر دې ټاپووزمې ته ولاړ.
د راپورونو له مخې، پوتین د چورلکې په واسطه ماریوپول ته تللی او د ماریوپول د نیوسکي کې د روسیې د پوځ له خوا نوې جوړه شوې استوګنې سیمې له څو کورنیو سره یې لیدل کتل کړي.
د روسیې ولسمشر د ماریوپول په سړکونو کې وګرځید، د سمندري غاړې د کښتۍ کلپ، د تیاتر ودانۍ او د دې ښار نه هیریدونکي ځایونو څخه لیدنه وکړه.
دا سفر دوه ورځې وروسته له هغې کیږي چې د جرمونو نړیوالې محکمې، په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور، د روسیې د ولسمشر د نیولو حکم صادر کړ.
ماریوپول د اوکراین د دونیڅک یو له مهمو ښارونو څخه دی، چې له خونړۍ جګړې وروسته د روسیې د پوځ له خوا ونیول شو.