کرملین اعلان کړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د کاري پروګرام د محدودیتونو له امله د پخواني شوروي د اتحاد د وروستي مشر میخاییل ګورباچف په جنازه کې ګډون ونه کړي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف خبریالانو ته ویلي، چې پوتین پنجشنبه سهار د سپټمبر پر لومړۍ نېته د مسکو له مرکزي ـ بالیني روغتون څخه په لیدنې، چې ګورباچف د سه شنبې پر ورځ پکې ومړ د هغه پر جسد د ګلانو په اېښودلو سره د هغه مړي ته درناوی کړی دی.
هغه د ګورباچف د جنازې په مراسمو کې د پوتین د نه ګډون په اړه وویل: «له بده مرغه د ولسمشر کاري پروګرام هغه ته اجازه نه ورکوي د سپتمبر پر ۳ دا کار ترسره کړي؛ له همدې امله هغه پرېکړه وکړه دا کار نن ترسره کړي.»
د کرملین ویاند زیاته کړه، چې د ګورباچف د جنازې په مراسمو کې به د ویاړ ګارد هم شامل وي او دولت هم د دغو مراسمو له ترسره کولو سره د مرستې او پلان په حال کې دی.
د دې اوونۍ د چهارشنبې ورځې پر سهار روسي رسنیو د شوروي اتحاد د وروستي مشر میخاییل ګورباچف له مړینې خبر ورکړ.