د «ټولګډونه دولت» پر جوړولو د پوتین ټینګار او په افغانستان کې د «ترهګرۍ ګواښ» په اړه اندېښنه

۸صبح، کابل: د سپوتنیک د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې په افغانستان کې د «ټولو قومونو په ګډون» د یوه ټولګډونه دولت جوړول د روسیې او د سیمې هېوادونو لومړیتوب دی.

پوتین چهارشنبې د لیندۍ په ۲مه د ډله ییز امنیتي تړون په سرمشریزه کې وویل چې په دې پړاو کې «په افغانستان کې د یوه ریښتیني ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو وخت دی چې په مناسبه کچه د ټولو قومونو استازي پکې برخه ولري.»

د هغه په ​​وينا، له افغانستانه د ډله ییز امنيتي تړون سازمان هېوادونو ته د «بېلابېلو نړيوالو ترهګریزو سازمانونو د جنګیالیو» د نفوذ خطر زیات دی.

پوتین زیاته کړه: «په افغانستان کې وضعیت لا هم کړکېچن دی او د ډله ییز امنیت تړون د غړو هېوادونو خاورې ته د وسله والو د نفوذ ډېر احتمال شته.»

همداراز هغه په ​​دې ناسته کې وویل، هېواد یې په دې باور دی چې د افغانستان د ستونزې د ټولو مهمو اړخونو په اړه د ګډ امنیتي تړون سازمان په چوکاټ کې زیاته همغږي یوه اړتیا ده.

د هغه په ​​وينا، د ترهګرۍ، افراط پالنې او نشه يي توکو د جرمونو د ګواښونو پر وخت د کشف په برخه کې ګډ کار یوه اړتیا ده.

پوتین زیاته کړه: «البته [اړتیا ده] چې دا ګواښونه د ګډو ځانګړو عملیاتو او عملیاتي اقداماتو په مرسته له منځه یوړل شي چې اغیزمنتوب یې ثابت کړی دی.»

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان سرمنشي ستانیسلاوزا هم په دې غونډه کې د هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې د افغانستان د پولو وضعیت خطرناک بللی دی.

هغه چې له پوتین څخه مخکې خبرې وکړي وې ویل: له افغانستانه د ډله ییز امنیت تړون د غړو هېوادونو خاورې ته د ترهګریزو فعالیتونو، د وسلو او نشه یي توکو د ناقانونه قاچاق د خپرېدو خطر شته.

د روسیې پر ولسمشر سربېره، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان، د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو او د قرغزستان ولسمشر قدیر جباروف هم په دې غونډه کې ګډون درلود.

ورته لیکنې

Back to top button