قلم نړیواله ټولنه: د احراري نیول د افغانستان کلتوري میراث ته د طالبانو د ګواښ یوه غمجنه بیلګه ده

۸صبح، کابل: د طالبانو لخوا د شاعر او لیکوال (حسیب احراري) له نیول کېدو شاوخوا درې اونۍ وروسته، د قلم نړیوالې ټولنې په یوه اعلامیه کې، د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغې ټولنې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۵مه) وویل، چې د طالبانو لخوا د افغان شاعر او هنرمند حسیب احراري نیول، په افغانستان کې د مدني ټولنې او د بیان پر ازادۍ، د دغې ډلې د روان فشار وروستۍ بېلګه ده.

دغه بنسټ د احراري د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې: «موږ د حسیب احراري او ټولو هغو کسانو چې په سوله ییزه توګه د خپل نظر د څرګندولو په تور نیول شوي، د سمدستي او غیر مشروطه خوشې کېدو غوښتنه کوو.»

د قلم نړيواله ټولنه وايي، په داسې يوه هېواد کې چې د دومره بډايه ادبي دود په لرلو سره چې شاعرانو ته درناوى کېږي، د احراري نيول، ددې غمجنه بېلګه ده، چې طالبان د جبر له لارې، د افغانستان فرهنګي ميراث ګواښي!

په همدې حال کې د دې ټولنې د لیکوالانو د کمېټې مشر (ما تیدا) هم د حسیب احراري د ژر تر ژره خوشې کېدو او د هغه څه د پای ته رسولو غوښتنه کړې، او دا کار د طالبانو لخوا د مدني ټولنې د ځپلو په مانا ګڼي.

حسیب احراري چې د پنجشیر ولایت د عنابه سیمې شاعر او لیکوال دی، چې د وطن دوستۍ شعرونو یې د ازادۍ په نوم شهرت درلود، هغه د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۰ مه) د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې د خیرخانې په سیمه کې له خپل کوره ونیول شو.

د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۸مه)، د احراري مېرمنې ۸صبح ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې وویل، چې هېڅ بنسټ یې غوښتنه نه ده اورېدلې. هغې وويل: «زه اندېښمنه يم، نه پوهېږم چې خپل يو نيم کلن ماشوم سره چېرته ولاړه شم، زه څه وکړم!»

حسیب احراري، درې اونۍ وړاندې له ایرانه راستون شوی و او ددغه شاعر، لیکوال او انځورګر د نیول کېدو لامل معلوم نه دی.

حسیب احراري یو له لسګونو غیر قانوني نیول شویو کسانو څخه دی. د نیولو دغه لړۍ د طالبانو لخوا لا هم دوام لري. دغې ډلې پنځه میاشتې وړاندې فرانسوي-افغان خبریال (مرتضی بهبودي) هم نیولی و او تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

Back to top button