قالیباف طالبانو ته: د ایران او افغانستان په اړیکو کې د جدي ستونزو له رامنځته کولو ډډه وکړئ

۸صبح، کابل: د هلمند په سیند کې د ایران د حقابې په اړه د ایراني چارواکو او طالب مشرانو ترمنځ د اختلافونو په دوام، د دغه هېواد د اسلامي شورا مشر (محمد باقر قالیباف) په دې اړه ویډیو په خپله ټویټر پاڼه خپره کړی ده.
د ایران تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د غوایي په ۳۱مه) له طالبانو څخه د ایران د اسلامي شورا د مشر محمدباقر قالیباف غوښتنه په خپله ټویټر پاڼه کې خپره کړې ده.
قالیباف ویلي چې د هلمند په سند کې د ایران د حقابې باید له پامه ونه غورځول شي.
د ایران د مقننه قوا دغه چارواکي زیاته کړه چې د هلمند د تړون بشپړ او دقیق تطبیق د ایران او افغانستان د خلکو په ګټه ده.
د ایران د اسلامی شورا مشر وویل: «مونږ له افغان چارواکو غواړو چې په دې برخه کې د اسلامي جمهوریت مثبت هوډ ته رغنده ځواب ووایي، چې په افغانستان کې د اوبو کافي ذخیرې شته دي او د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د جدی مشکلاتو د رامینځته کیدو مخه ونیسي.»
د قالیباف څرګندونې د هلمند د حقابې په تړاو د ایراني چارواکو تازه دریځ دی.
تر دې مخکې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر طالبانو ته یوه میاشت مهلت ورکړی و چې د هلمند په سند کې د ایران حقابه خوندي کړي.
تر دې وړاندې هم طالبانو د هلمند د حقابې د تامینولو هوډ څرګند کړی و، خو د کجکي بند کې د کافي اوبو نشتوالی، ایران ته د اوبو د نه رسېدو لامل بولي.