قاري یوسف احمدي د طالبانو د رسنیو مرکز مشر وټاکل شو

۸صبح، کابل: د طالبانو یو پخوانی ویاند (قاري یوسف احمدي) د ملاهبتالله آخوند د فرمان پر اساس، تازه د طالبانو د رسنیو مرکز مشر په توګه دنده پیل کړه.
احمدي نن سه شنبه (د غبرګولي په ۹مه) د طالبانو د یو شمېر چارواکو لخوا د دې ډلې د رسنیو مرکز کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال (مولوي احمدالله متقي) د قاري یوسف احمدي د معرفي کولو پر مهال، نوموړی په تېرو دوو لسیزو کې، ددې ډلې د فرهنګي او اطلاعاتي برخو له فعالو غړو څخه یاد کړ.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اداري مرستیال (سعدالدین سعید) هم هیله څرګنده کړه چې د احمدي د کار له پیل سره به له دغې ډلې سره د افغانستان د رسنیو په ټولنه کې هماهنګي او همغږي ټینګه شي.
قاري یوسف احمدي له تېر حکومت سره ددغې ډلې د مبارزې پرمهال، د طالبانو له ویاندویانو څخه و.
نوموړی د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دغې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد د مرستیال په توګه وټاکل شو.
احمدي، په دې وروستيو کې د طالبانو د رسنيز مرکز د پخواني مشر (انعام الله سمنګاني) پر ځای چې په کندهار کې ددې ډلې، د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس په توګه ټاکل شوی، د طالبانو د رسنيو د مرکز د رئیس په توګه ټاکل شوی.