قطر د افغان نجونو د تعلیم راتلونکي په اړه د خبرو کوربه دی

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره، قطري رسنیو خبر ورکړی، چې دوحه د افغانستان د پوهنې د راتلونکې او په لاره کې د پرتو خنډونو په اړه، د خبرو کوربه دی.
د قطري رسنیو له قوله (پنین سولا) نن سه شنبه (۱۴۰۲لمریزکال وري۱) خبر ورکړ، چې په دې خبرو کې، د نورو موضوعاتو ترڅنګ، زده کړو ته د ټولو -په ځانګړې توګه د نجونو- لاسرسي ډاډمنولو په اړه خبرې وشوې.
په دغو خبرو کې د قطر هېواد د بهرنيو چارو وزارت دستیار او ددغه هېواد د ښوونې او روزنې بنسټ مسوول مدير، په سوېلي اسيا کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (يونيسف) سيمهييز مسوول، د (نشمکولای انتظار واوسم!) ښوونيزې موسسې استازې او د طالبانو د پوهنې سنبالچاري وزیر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوي ګډون کړی.
خپاره شوي معلومات په ډاګه کوي چې ددې غونډې ګډونوالو د ټولو لپاره د زده کړې د حق پر تضمین او په ټول افغانستان کې د ټولو زده کوونکو لپاره د باکیفیته زده کړو د فرصتونو په رامنځته کولو، هوکړه وکړه.
په خبر کې راغلي: د قطر د بهرنيو چارو وزارت دستیار، په افغانستان کې د پوهنې او روغتيا په برخو کې د پرمختګ په موخه، د خبرو اترو پر دوام ټينګار کړی دی .
ویل کیږي، چې په دې کتنه کې د طالبانو پلاوي، د افغانستان په ټولو سیمو کې د زدهکړو د کیفیت ښهکولو لپاره د قطر د هڅو ستاینه وکړه.
تر اوسه معلومه نه ده چې آیا دغه غونډه به وکولای شي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته ښځینه زده کوونکو ته د ښوونځیو دروازې پرانیزي؛ که نه.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، له شپږم ټولګي څخه پورته ښځينه زده کوونکې ښوونځيو ته له تلو منع شوي دي.