قرآن سوځونه، افراطیانو ته د افراطیانو غبرګون

د قرآن سوځول یوه غیر اخلاقي کړنه ده، ځکه چې د څه باندې یو میلیارد انسانانو احساساتو ته د سپکاوي، د مذهبونو د پیروانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د تمدنونو ترمنځ د ټکر لور ته د ټولنو د بېول کېدو لامل کېږي. هغه نړۍ چې له سلګونو نورو ستونزو کړېږي او د اوسېدونکو ارامتیا یې له ډول ډول ګواښونو سره مخ ده، نورو ترینګلتیاوو ته، هغه هم په مذهبي رنګ او د اسلام ډارونې په کړنلارې سره اړتیا نه لري. په اوسني وخت کې زغم، یو بل منل، خبرې اترې، تفاهم او همکاري د بشریت بنسټيزې اړتیاوې دي او هر هغه څه چې د دې پر خلاف وي، له زیانه ډګ او د اخلاقو پر ضد دي. هغه کس چې په سویډن کې یې دغه عمل ترسره کړی د مسلمانانو ضد یو افراطي عنصر دی چې د دې عمل د پایلو او د هېوادونو او ملتونو په متقابلو اړیکو باندې د هغه د اغېزو له په پام کې نیولو پرته، د شور او ځوږ د رامنځته کولو او ځان ته د پام د را اړولو په هڅه کې دی او پوهېږي چې په دې کار سره به د احساساتو څپې رامنځ ته شي او دی به د دغه شور او ځوږ پر اتل بدل شي.

خو دا ښکارنده نور اړخونه هم لري، هغو ته له پام پرته، به د قضیې د بشپړ انځور په درک کولو کې پاتې راشو. یو دا چې په سیاسي مبارزو کې له قرآن کریمه ګټه اخیستنه د اسلام د تاریخ په څېر ډیره اوږده مخینه لري. په لومړی ځل د قرآن کریم نسخې د مسلمانانو د دریم خلیفه حضرت عثمان په وخت کې وسوځول شوې. د دغه کار د انګېزو په اړه بېلابېلې شننې او تاویلونه شته، خو د ابن مسعود په څېر يو شمېر ستر صحابه د دې عمل مخالف وو او له هغه سره د مخالفت پر سر له غوسې او شکنجې سره مخ شول. بیا د نیزو په سرونو د قرآن پورته کول د صحابه وو په همغې دوره کې پیښ شول او دا په تاریخ کې له قرآنه د وسیلې په توګه د کار اخیستو تر ټولو ښکاره بېلګه ګڼل کېږي. په دې دوره کې هم ډېر قرآن کریمونه په خپله د مسلمانانو لخوا وسوځول شول، په تېره بیا په جوماتونو او ښوونځیو کې د طالبانو او داعش په څېر د ترهګرو ډلو په ځانمرګو عملیاتو کې چې دا کار په سویډن کې تر شوي کاره کرغېړن دی.

هغه څه چې تر دې مهم دي د مسلمانانو کړنې دي، چې ډېری يې په خپل چلند سره د قرآن کريم وېروونکی انځور وړاندې کوي، په تېره بيا هغه ډلې چې په ميليونونو ښځې او نجونې له خپلو ساده بشري حقونو لکه زده کړو او کاره بې برخې کوي او په خپل دغه عمل سره قرآن د بشری ټولنې لپاره د یوه تباه کوونکی کتاب په توګه معرفی کوي. ټولې هغه ډلې چې د سیاست په ډګر کې د اسلام په وسیله ګرځولو سره یې په ټولنو کې د رخې او کرکې د تخم پاشلو ته ملاتړی ده، د قرآن داسې تصویر وړاندې کوي لکه د بشریت د تباهۍ عامل چې وي.

هغه څه چې د قرآن په نوم د ځینو کسانو ناسم چلند توجیه کوي، هغه بنسټپاله برداشت دی چې د سپېڅلو متنونو د تاریخي او له تاریخه د اخوا اړخونو ترمنځ توپیر نه کوي. د ټولو دینونو په سپېڅلو متنونو کې داسې اقتباسات شته چې مشخصو تاریخي شرایطو ته اشاره کوي او له دې اډانې بهر هېڅ اخلاقي توجیه نه لري. دغو متنونو ته عقلاني کتنه دا ایجابوي چې هغه له نړۍ شموله بیانونو سره تفکیک کړای شي. دغو متنونو ته په بنسټپالې کتنه کې د دغه راز تفکیک امکان نشته، د بېلګې په توګه، هغوی ګمان کوي چې مخالفانو چارپایان بلل یو تلپاتی او نړۍوال حکم دی چې تر ابده په ټولو غیر مسلمانو باندې جاري دی. دا ډول انګېرنه د دې لامل کېږي، چې د نورو مذهبونو پیروان له قرآنه وېره ولري او په پایله کې یې د قرآن سوځولو په څېر کړنو ته وهڅول شي. د مذهبونو د پیروانو تر منځ د تاو تریخوالي د زیاتیدو د مخنیوي په پار باید له یوې خوا د قران کریم په ګډون د ټولو دینونو سپېڅلي متنونه له هر ډول سپکاوي خوندي وي او له بلې خوا له دیني متنونونو بنسټپاله انګېرنه یوې خوا ته پرېښودل شي، څو د دینونو د پیروانو ترمنځ د یو بل وېرول کم شي او د انسانونو ترمنځ د پوهاوي لاره پرانیستل شي.

ورته لیکنې

Back to top button