د روسیې، ترکیې، ایران او سوریې څلور اړخیزه غونډه؛ آکار او فیدان مسکو ته رسېدلي

ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي آکار او د دغه هېواد د ملي استخباراتو د ادارې مشر هاکان فیدان په څلور اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته رسېدلي دي.
د آناتولی خبري آژانس نن سه شنبې (اپریل ۲۵) روسیې ته د دغو دوو لوړ پوړو ترکي چارواکو د سفر خبر ورکړی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ترکیې د دفاع وزیر او د ملي استخباراتو د ادارې مشر د روسیې، ترکیې، ایران او سوریې په څلور اړخیزه غونډه کې چې ټاکل شوې نن په مسکو کې جوړه شي، د ګډون لپاره تللي.
سربیره پردې، آکار او فیدان به د غونډې په څنډه کې دوه اړخیزې پلان شوي ناستې هم ولري.
په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو له ۱۰۰ تلویزون سره په مرکه کې ویلي، د یادې غونډې موخه چې د څلورو هېوادونو د دفاع وزیرانو په کچه جوړه شوې ده، د سیاسي بهیر بیا پیلول، د پولو د امنیت تضمین کول، د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل او خپل هیواد ته د سوري کډوالو خوندي ورستنیدل یاد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د بهرنیو چارو د وزارت چارواکو له دې مخکې هم له ترهګرۍ سره د مبارزې، د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي او له سوریې څخه د ترکیې د پوځیانو د ایستلو غوښتنه کړې ده.