قمي: طالبانو ته په تهران کې د افغانستان د سفارت سپارل یوه اړتیا وه

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له سرپرست وزیر محمد خالد حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې په ایران کې سلګونه زره افغان کډوال مېشت دي او په تهران کې د دغه هېواد سفارت طالبانو ته سپارل يوه اړتيا وه.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د شنبې په ورځ (کب ۲۷) اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د دغه وزارت له مشر سره وکتل.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې ښاغلي قومي په افغانستان کې د ښځو د زده کړو د ممانعت په ګډون د بشري حقونو او د ښځو د حقونو مساله یوه داخلي مسئله وګڼله او ویې ویل، چې ایران هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او نه دوي د بل هېواد په داخلي چارو کې لاس وهنه کوي.

خو هغه د ښځو د زده کړو ځنډولو او بندولو د ستونزې د حل غوښتنه وکړه: «ځينې داسې کسان هم د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي، چې په اصل کې د ښځو حقونه ورته هيڅ ارزښت نه لري. د ښځو او نجونو د تعلیم او تربیې مسله د افغانستان داخلي ستونزه ده، چې باید په سمه توګه حل شي. »

په دې غونډه کې د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر ادعا وکړه چې دا ډله د ښځو د حقونو ساتنې ته د «شرعی احکامو» په نظر کې نیولو سره ژمنه ده.

دا پداسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره، دغې ډلې پر ښځو د زده کړو او له کور بهرکار د منع کولو په ګډون سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې د جمهوريت په وروستیو کلونو کې ایران له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړې او د دغې ډلې د چارواکو کوربه و او دغه هېواد په دې وروستیو کې په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارلو.

Back to top button