قمي د افغانستان او ایران له فعالینو او سوداګرو سره په مشهد کې وکتل

۸صبح، کابل: د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي ویلي چې د اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو، پانګونې او د اقتصادي ديپلوماسۍ د فعالولو د ارزونې په موخه یې له یو شمېر افغان فعالینو او سوداګرو سره د ایران په مشهد کې کتلي دي.

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، چهارشنبې د لیندۍ په ۲۳مه د یوه ټویټ په خپرولو سره ددې لیندې خبر ورکړی دی.

قمي ویلي: «مشهد زما دوهم ولایتي سفر و چې په دوغارون پوله کې د آسانتیاوو له لارې د فرصتونو او اقتصادي ظرفیتونو، پانګونو او اقتصادي ديپلوماسۍ د فعالولو د ارزونې په موخه ترسره شو؛ له افغان او ایرانیو فعالینو او سوداګرو او همداراز ولایتي چارواکو سره مو ډېرې رغنده کتنې وکړې.»

هغه زیاته کړې چې په دې سفر کې د سوداګريزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ډېرې پياوړې ارادې شاهد و.

Back to top button