۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، چې طالبانو نه دي ویلي د هلمند حقابه نه ورکوي او د طالبانو په وینا د اوبو تړون اجرا کېږي.
قمي سه شنبه د سلواغې پر څلورمه له جماران رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو په شفاهي خبرواترو او په هغو رسمي لیکونو کې، چې د ایران چارواکو ته یې لېږلي دي ټینګار کړی، چې د اوبو تړون اجرا کېږي.
هغه زیاته کړې، چې کمالخان بند یو انحرافي بند دی او پر بله لار د اوبو د وتلو لامل ګرځي.
قمي زیاته کړې، چې باید ځینې تدابیر ونیول شي ترڅو د دې انحرافي لارې مخه ونیول شي او طالبانو هغوی ته ویلي، چې دا کار به وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال د سلواغې میاشتې پر دویمه نېټه کاظمي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي و، چې د افغانستان اوبه باید په داسې توګه مدیریت شي، چې بېځایه ولاړې نه شي او د ایران حق ضایع نه شي.