رحمان د روسیې د بهرني اطلاعاتي سرویس له رییس سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

۸صبح، کابل: د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د روسیې د بهرني اطلاعاتي سرویس له رییس سرګئ ناریشکین سره د افغانستان په هکله خبرې وکړې.

د تاجکستان خاور خبري آژانس رپوټ ورکړی چې امام علي رحمان له سرګئ ناریشکین سره سه شنبې د لیندۍ په لومړۍ نېټه کتلي او «له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا د اهمیت، افراط پالنې او جرمونو له هغې جملې د نشه یي توکو او وسلو د قاچاق، سایبري جرمونو او نورو ملي ګواښونو» په وړاندې خبرې کړې دي.

د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر په بیانیه کې راغلي چې په دغو خبرو کې «د افغانستان ستونزه د بحث اصلي موضوع وه» او دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

سرګئ ناریشکین خبریالانو ته ویلي: «د روسیې او تاجکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه موږ بحث او خبرې وکړې.»

په بیانیه کې همداراز راغلي چې دواړو لوریو د مذهبي رادیکالیزم د پراختیا په ګډون شته ګواښونو په وړاندې د مقابلې لپاره د لازیاتې همغږۍ په اړه بحث او خبرې کړې دي.

روسیې او تاجکستان هوکړه کړې چې د ترهګرو ګواښونو د مخنیوي لپاره، په راتلونکي کال کې د افغانستان پولې ته نږدې د ټولیز امنیت تړون سازمان په چوکاټ کې ګډې پوځي مانورې ولري.

ورته لیکنې

Back to top button