جنسي تېری او برېښنا شاک؛ د بښنې نړۍوال سازمان له ماشومانو سره د ایران د امنیتي ځواکونو چلند وحشیانه بللی

د بخښنې نړۍوال سازمان په ایران کې د ماشومانو بندیانو د وضعیت په اړه په یوه نوي راپور کې ټکان ورکوونکو موندنو ته لاسرسی پیدا کړی.
د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۱۶مه) د بخښنې نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ادعا وکړه چې د ایران په زندانونو کې ماشومان د برق له شاکونو او جنسي تېري سره مخامخ کېږي.
وهل ټکول، تر سره په اوبو کې ساتل، ساه بندول، په لاسونو او غاړه ځړول او په پای کې د مرګ ګواښل د برق شاک او جنسي تېري هغه شکنجې دي چې ماشومان یې د ایران په زندانونو کې تېروي.
دغه سازمان د ایراني ځواکونو له خوا له ماشومانو بندیانو سره چلند «وحشیانه» بللی دی.
د ایران سپاه پاسداران، د عامه امنیت ساتنې پولیس او د ایران نور امنیتي او استخباراتي ځواکونه هغه بنسټونه دي چې د جبري اعترافونو د ترلاسه کولو لپاره د شکنجې له ډولونو څخه په استفادې تورن دي.
د دغه سازمان په رپوټ کې راغلي دي: «د ایران د حکومت مامورینو ماشومان له خپلو کورنیو څخه جلا کړي او د نه منلو وړ ظلمونو سره یې مخامخ کړي دي. دا د منلو وړ نه ده چې چارواکي د زیان منونکو او وېره لرونکو ماشومانو په وړاندې په جنایي توګه له دې ډول ځواک څخه کار واخلي او هغوی او د هغوی کورنیو ته سخت درد او کړاو ورکړي.»
د بخښنې نړۍوال سازمان د هغو اووه ماشومانو وضعیت مستند کړی چې جنسي تېری پرې شوی دی.
خو، د دغه سازمان په راپور کې د امنیتي دلایلو له مخې د دغو ماشومانو پر ځانګړتیاوو بحث نه دی شوی.
دا په داسې حال کې ده چې په ايران کې د مهسا اميني د وژل کېدو پر ضد تر لاريونونو وروسته د ماشومانو په ګډون سلګونه لاريون کوونکي د دغه هېواد د حکومت له لوري نيول شوي دي.