راشد خان بنسټ پکتیکا کې ۲۵ کورنیو ته کورونه ودانوي

۸صبح، پکتیکا: پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان پکتیکا کې ۲۵ کورنیو ته استوګنځي جوړوي.
سرچینې شنبه د زمري پر ۱۵ د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۲۵ کورنیو لپاره د کورونو د ودانولو چارو له پيل څخه خبر ورکوي.
د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، راشد خان خیریه بنسټ د پکتیکا برمل ولسوالۍ ارچي کلي زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هغوی ته سرپناوې برابروي.
سرچینو زیاته کړې، چې په دې ولسوالۍ د دغو ۲۵ کورنیو کورونه په یوه میاشت مخکینۍ زلزله کې په پوره توګه له منځه تللي او بې کوره ژوند کوي.
د برمل یو شمېر اوسېدونکو د راشد خان خیریه بنسټ له اقدام څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې په دې ولسوالۍ کې لسګونه نورې کورنۍ هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ویلو ده، چې د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې په یوه میاشت مخکینۍ زلزله کې زر تنه مړه او سلګونه کورونه ویجاړ شول.
د کرکټ د دغه نامتو لوبغاړي له خوا د کورونو ودانول په داسې حال کې پيل شوي، چې د راپورونو له مخې طالبانو په دې ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته ځانګړې شوې مرستې خپلو کسانو ته وېشلې دي.