۸صبح، کابل: د هېواد کرېکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان د بنګله دېش پر وړاندې د افغانستان په لوبو کې د ګډون لپاره، د پاکستان سوپر لیګ لوبې نیمګړې پرېښودې.
ډان ورځپاڼې یکشنبه د کب پر لومړۍ راپور ورکړی، چې راشد خان د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په تمریناتي لوبو کې د ګډون لپاره، د پاکستان کرېکټ سوپر لیګ لوبې پرېښودې او بنګله دېش ته ولاړ.
راشد خان په داسې حال کې د پاکستان PSL پرېښود، چې دغه سیالۍ په حساس پړاو کې دي.
ټاکل شوې، چې د هېواد کرېکټ ملي لوبډله د نړیوالو شل اوریزو سیالیو په لړ کې، پنځه ورځې وروسته د بنګله دېش پر وړاندې ولوبېږي.