راشد خان د تېرې لسیزې د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړی

م. ظریف صمیم

د کرېکټ نړيوالې شورا د تېرې لسیزې ټسټ، یوه ورځنیو او شل اوریزه سیالیو غوره نړیوالې لوبډلې اعلان کړې دي.
له افغانستانه د راشد خان نوم د تېرې لسیزې د شل اوریزو سیالیو په غوره لوبډله کې راغلی دی. د افغان کرېکټ د ملي لوبډلې غړی راشد خان ارمان په تېرو څو کلونو کې د شل اوریزو لوبو تر ټولو پیاوړی لوبغاړی بلل شوی دی.
د هند د کرېکټ لوبغاړی ام اس دهوني د دې لوبډلې کپتان ټاکل شوی دی.
راشد خان پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «ستاسو د دعاګانو او تشویق له برکته زه د افغانستان په استازیتوب د کرېکټ د نړیوالې شورا د لسیزې په لوبډله کې راغلی یم، زه د یوه افغان په توګه ویاړم چې زما نوم د لسیزې په غوره ټیم کې راغلی؛ دا د ټول افغانستان لپاره ویاړ ګڼم او هڅه کوم چې په راتلونکي کې هم افغانستان ته همداسې ویاړونه په برخه کړم، ستاسو له دعا او ملاتړه مننه.»
اخوا، د افغانستان کرېکټ بورډ مشر رئیس احمدزی وايي چې راشد خان په تېره لسیزه کې د شل اوریزو لوبو په بېلابېلو برخو کې په نړیواله کچه وړتیا ښودلې او دا یې حق دی چې د نړۍ په غوره لوبډله کې ځای ولري.
په دغه لوبډله کې پر راشد خان سربېره، له هند څخه روهېت شرما، ویرات کوهلي، مهندرا سنګ دوهني او جسپریت بهومرا، له استرالیا څخه ارن فینچ او ګلین مکسول، له ویست اندیز څخه کریس ګېل او کیران پولارد، له سویلي افریقا اې بي ډي وېلر او له سریلانکا څخه هم ملینګا غوره شوي دي.
راشد خان د افغانستان لپاره څلور ټسټ یا پنځه ورځنۍ، ۷۱ یوه ورځنۍ او ۴۸ شل اوریزې سیالۍ کړې او د بېلابېلو هېوادونو په لیګونو کې هم لوبېدلی دی.
نوموړي تر دې دمه د افغانستان لپاره په ټسټ لوبو کې ۲۳ وېکټې، په پنځوس اوریزو لوبو کې ۱۳۳ او همداراز په شل اوریزو لوبو کې ۸۹ وېکټې اخیستې دي.

ورته لیکنې

Back to top button