د راشد خان نوی ریکارډ؛ په یوه لوبه کې یې شپږ کسان وسوځول

۸صبح، کابل:د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړي، راشد خان د استرالیا سوداګریزو لوبو بیګ بش کې یو نوی ریکارډ ثبت کړ.

راشد خان د چهارشنبې ورځې په لوبه کې، د مرغومي په ۲۲مه د استرالیا سوداګریزو سیالیو بېګ بش په یوه لوبه کې د سیالې لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځولو د لوبې پایله د خپلې لوبډلې په ګټه واړوله.

راشد خان د ایدیلیډ دسترایکرز لوبډلې لپاره توپ اچونه کوله، په څلورو اورونو کې یې، د سیالې لوبډلې لوبغاړي وسوځول او په نړۍ کې یې یو نوی ریکارډ ثبت کړ.

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی، راشد خان په نړۍ کې د کرېکټ په لوبه کې له غوره توپ اچوونکو څخه ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

Back to top button