د ندیم څرګندونو ته غبرګونونه؛ د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر باید بښنه وغواړي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ښوونځيو ته د نجونو تلل لويديځ کلتور بللى او ويلي يې دي، چې د هېواد پخواني پاچا امان الله خان دغه کلتور په هېواد کې د «فحاشۍ او عیاشۍ» د دودولو لپاره پلی کړی دی. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست دغو څرګندونو د ښځینه محصلینو او د ښځو د حقونو د فعالانو توند غبرګونونه راپارولي دي. د ښځینه زده کوونکو په وینا، ښوونځی د زده کړې او دیني وجیبې د پرځای کولو ځای دی. ښځينه زده کوونکې د طالبانو د مشرتابه د دغه غړي خبرې د هېواد ښځو او نجونو ته سپکاوی بولي او له هغه غواړي چې د افغانستان له ټولو نجونو او ښځو بښنه وغواړي.
زحل فیضي د یوه دولتي ښوونځي د دولسم ټولګي زده کوونکې ده، چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله پاکستان ته کډواله شوې ده. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: «ښوونځي ته تلل د پوهې د ترلاسه کولو لپاره دي او اسلام د علم زده کړه پر نارينه او ښځينه فرض کړې ده» دغه زده کوونکې زیاتوي: «موږ د بدو کارونو او فساد لپاره علم نه زده کوو. د طالبانو خبرې پرموږ نجونو تهمت او زموږ سپکاوی دی او باید بښنه وغواړي.»
دريا (مستعار نوم ) د دولسم ټولګي زده کوونکې ده چې روان ښوونيز کال يې په ټولګي کې له حضور پرته تېر کړى او د راتلونکي ازموينې لپاره پر چمتووالي بوخته ده. دريا له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست د خبرو له اورېدو وروسته يې پر هغه «لعنت» ویلی دی. د دغې زده کوونکې په وینا، د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دې موضوع په بیانولو سره خپل «خراب او ګمراه» فکرنندارې ته وړاندې کړې دی. دریا زیاتوي چې دغه طالب چارواکي په افغانستان کې نجونو او زده کړو ته سپکاوی کړی او باید له ټولو زده کوونکو بښنه وغواړي. هغه وايي، نجونې د پوهې د ترلاسه کولو او ښه او روښانه راتلونکي په موخه ښوونځيو ته ځي، څو وکړای شي خپل هېواد ته خدمت وکړي او وياړ ور په برخه کړي. دغه زده کوونکې ټینګار کوي:«د هغه د خبرو له اورېدو وروسته مې ډېر بد احساس وکړ، دوی خپلې لوڼې د زده کړو لپاره پوهنتونونو او بهرنیو هېوادونو ته لېږي، د نورو د لوڼو سپکاوی کوي، دوی باید لومړی د خپلو لوڼو په هکله فکر وکړي او بیا د خلکو پر پتمنو لوڼو خبرې وکړې.»
بلخوا، یو شمېر سیاسي فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین هم د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرستې څرګندونې د هېواد ټولو ښځو ته سپکاوی بولي او په زیاتوي، له هغو خلکو چې عصري زده کړې یې نه وي کړې، تر دې زیاته تمه نه شي کیدای.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سرپرست نعیم نظري له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې د نجونو له زده کړو او تحصیل سره د طالبانو مخالفت، د افغانستان د خلکو له غوښتنې سره ، د بشري حقونو له ارزښتونو او د بشري حقونو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان له کړو ژمنو سره په ښکاره ټکر کې دی.
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سرپرست زیاتوي، چې د طالبانو چلند د اسلام له ارزښتونو سره هم په ښکاره ټکر کې ګڼل کیږي او د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې یو له بنسټيزو خنډونو دی. هغه ټینګار کوي: «د هېوادوالو او نړیوالې ټولنې له ټولو فشارونو سره سره، طالبانو تر اوسه مثبته او د منلو وړ تګلاره نه ده خپله کړې. پر دې موضوع «پر زده کړو بندیز» د طالبانو ټينګار ظالمانه او ناسم دی. دا چاره نه یوازې زموږ په هېواد کې د پرمختګ د کمزورتیا لامل کیږي، بلکې بې وزلي زیاتوي او د پرمختګ لارې بندوي، دغه راز تګلارې نه د ملي او نړیوالو بشري حقونو د اسنادو له نظره او نه هم د اسلامي ارزښتونو له نظره برائت پیدا کولای شي.»
ښاغلی نظري وايي: «د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا له طالبانو نه په جدي توګه غواړي چې دا ډول چلند پرېږدي او د نجونو د زده کړو زمینه برابره کړي. له نړیوالو جوړښتونو او په ټوله کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې پر طالبانو لا زیات فشار راولي، څو د طالبانو ډله د افغانانو مشروع، قانوني او انساني حقونو ته غاړه کېږدي او زمینه برابره کړي څو نجونې وکړای شي، په ښه ډول د زده کړو او تحصیل هغه حق ته داسې لاسرسی پیدا کړي، چې د ۲۱ مې پېړۍ د انسان وړ دی،»
سیاسي فعالې او د مخکیني حکومت د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې مرستیالې ډاکټرې عالمې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست خبرې له «عقدې» ډکې وبللې او ویې ویل چې ښاغلی ندیم له زده کړې او پوهې بې برخې دي. د مېرمن عالمې په وینا، طالبانو د هغو ښځو په پر وړاندې خپله ماته درک کړې ده، چې د علم او پوهې په ګاڼه سمبالې دي او په وینایې هغوی د ټولنې د دې قشر له ودې او پرمختګه وېره لري.
دغه سیاسي فعاله ټینګار کوي: « یوځل بیا زموږ پر خاوره جهالت او افراطیت واکمن شوی دی» د آغلې عالمې په وینا، شاه امان الله د اساسي نظامنامې په تدوین سره چې د مډرن اساسي قانون حکم یې درلود، هڅه وکړه، چې د قانون له لارې په ټولنیزو کړو وړو کې بدلون راولي.
دغه پخوانۍ معينه د نجونو د لومړني ښوونځي جوړول، له شپږ کلنۍ تر يوولس کلنۍ پورې اجباري زده کړې، د ارشاد النسوان خپرول او د څو ودونو محدودول د ښځو د حقونو د خوندېتوب په برخه کې د د امان الله خان مهمې لاسته راوړنې یادوي، چې د دې په وینا، دمذهبي او دودیزو بنسټپالو له سخت مخالفت سره مخ شوې.
مېرمن عالمه د طالبانو د سختو قوانينو او حکمونو پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې د آزادۍ د اصلي ساتونکو په توګه د افغان ښځو د زړورتيا ستاينه کوي او ټينګار کوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې په ټوليز ژوند کې پر «نه ليدونکي موجوداتو» بدلې شوې دي. د هغې په وينا، طالبانو د ښځو ضد احکامو په پلي کولو سره، ښځې له خپلو لومړنيو او بنسټيزو حقونو،لکه د کار، زده کړې ،سفر، سپورټ، او سياسي او ټولنيزو فعاليتونو کې د ګډون له حقونو بې برخې کړې دي او عمومي حمامونو او پارکونو ته يې د تګ په برخه کې هغوی حقونه سلب کړي دي.
د ښځو د حقونو یوې فعالې زرغونې عبیدي پر خپلې فیسبوک پاڼې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست پر وروستیو څرګندونو اعتراض کړی چې ۸صبح ورځپاڼې سره یې هم شریک کړی دی. هغې په خپل دغه مطلب کې ليکلي دي:« طالبان چې په تياره ذهن سره ، تر ټولو شاته پاتی شعور، تر ټولو سوليدلي افکار ، تر ټولو شکمن فکرونه، د نارینه او ښځینه تر منځ د ټولنیزو اړیکو تر ټولو غیر اخلاقي درک لري او د نارينه او ښځینه ترمنځ دعاطفي شخصي او ټولنیزو مناسباتو په برخه کې د متمدنو انساني ارزښتونو د ارزولو لپاره هیڅ ډول صلاحيت نه لري»
رها ازاد، چې محصله ده، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: « زه نه پوهېږم چې څه ووایم، زه حیرانه یم چې له دې قشر [طالبانو] سره څه وکړو! څه ووایو! کله مې يې چې خبرې واورېدې حیرانه نشوم، ځکه چې موږ له طالبه تر دې د بدو تمه لرو، طالب خو له وژنو، وینو تویولو، بدبختیو او بدمرغیو پرته بل څه نه دي راوړي، طالبان د ښځو له پياوړي کېدو وېره لري، په خپلو پښو د هغوی له درېدو وېره لري، بالاخره په هر ډول چې وي، غواړي په خپلو بې مانا خبرو سره زموږ روحيه کمزورې کړي. »
دغه محصله چې د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر د خبرو له اورېدلو وروسته نوره هم اندېښمنه شوې ده، د خپلو خبرو په لړ کې وايي: «طالبان د ښځو په اړه انساني نظر نه لري، هغوی غواړي په هر ډول چې وي موږ شکنجه او زیانمنې کړي. له طالبه د انساني ټولنې د داغ په توګه تر دې هم د بدو تمه کيدای شي. د هغه دا خبرې زموږ پخوانۍ اندیښنې زیاتوي او هره ورځ له روحي پلوه زيانمنيږو. په ټوله کې، موږ ستړې، اندیښمنې او خپه یو. وېره لرو، چې د ژمي په همدې رخصتیو سره ناڅاپه له پوهنتونه هم رخصتې شو. موږ واقعاً اندېښمنې يو او دا ټولې خبرې د وژلو او بې کوره کولو او بندولو لپاره يوه پلمه ده، بس.»
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په يوه ويډيو کې چې په رسنیو کې خپره شوې، ښوونځیو ته د نجونو لېږل «د بهرنیانو کلتور» بللی دی. په دې ويډيو کې هغه وايي، چې امان الله خان او ظاهر شاه ښوونځيو ته د نجونو د تلو کلتور له لوېديځه افغانستان ته راوړی دی چې له اسلامي او افغاني کلتور سره په ټکر کې دى. د ندیم په وینا کې ښوونځيو ته د نجونو تګ چې امان الله خان دود کړ، د فحاشۍ او عياشۍ معادل ښودل شوی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دې ویډیو کې وايي: «دا امان الله خان څه وکړل؟ غربیانو او کفارو ته یې مخ واړوه، دا ګټه یې موږ ته راوړه چې ښځې ولې په کور ناستې دي؟ ولې ښوونځي ته نه ځي؟ د عياشۍ او فحشاء نسخه یې راوړه او غوښتل یې چې په افغانستان کې یې پلي کړي، چې د هغه وخت پتمن علماء کرام يې مخې ته ودرېدل او ويې ویل چې دا زموږ لپاره د منلو نه ده، دا زموږ له اسلام سره په ټکر کې ده، زموږ له افغانيت سره په ټکر کې ده. زموږ له غيرت سره په ټکر کې ده.
په دغې ویډیو کې ندیم د ظاهر شاه په وخت کې د نجونو له تعلیم سره د مخالفت له امله د دیني عالمانو او قومي مشرانو د زنداني کېدو یادونه هم کوي او زیاتوي: «د ظاهر شاه په وخت کې یو مخلص مسلمان قوم ودرېد او ویې ویل: چې دا زموږ د غیرت، حیا او ایمان خلاف کار دی، دا نه غواړو چې زموږ ښځې په زور ښوونځي ته ولېږئ، هغه سپین ږېرې بندیان کړل، علماء یې بندیان کړل، په افغانستان کې داسې حالات تېر شول چې چا د خپلو اسلامي شعایرو په هکله څه نه شوای ویلی.
پر ښځو د طالبانو لګول شوي محدودیتونه
طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته، د ښځو پر وړاندې د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې ټولې تګلارې په تدرېج سره عملي کړې دي. د کابینې د اعلان په لومړۍ ورځ یې د ښځو چارو وزارت لغوه کړ او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت رامنځته کړ. دغې ډلې د نجونو د ښوونځیو د دروازو په تړلو سره اعلان وکړ چې د ښځینه زده کوونکو او ښوونکو د جامو په تړاو به « د افغانستان د شرعي او دودېزو قوانینو» له مخې، د پرېکړې تر کېدو وروسته، د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي، خو له ۱۶ میاشتو وروسته یې پرېکړه کړې ده، چې د نجونو پر مخ د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شي.
دغې ډلې له تیرې میاشتې راهیسې تفریحي پارکونه، ورزشي کلپونه، ښځينه حمامونه او رسټورانټونه د ښځو پر مخ تړلي دي. د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ټولو ولایتونو ته امر کړی چې تفریح ځایونه، حمامونه او سینګارځایونه د ښځو پر مخ وتړي. د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، په ولایتونو کې ښځې یوازې هغه مهال د ډوډۍ خوړلو لپاره رستورانټونو ته د تګ اجازه لري، چې شرعي محرم ورسره وي.
طالبانود امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د جوړېدو په لومړیو ورځو کې وویل چې د «اسلامي نظام» د جوړولو لپاره به پرله پسې فرمانونه صادروي. پر ښځو د پراخو محدودیتونه لګول، اجباري حجاب، د ټلویزیون پر پرده د ښځو د مخ پټول، له کاره لرې کول، د نجونو او هلکانو لپاره د ټولګیو جلا کول، پارکونو ته د تګ لپاره د مهالوېش جوړول، په روغتونونو کې د نارینه او ښځینه طبي کارکوونکو پر خبرو بندیز او د ښځو پروړاندې د ښځينه حمامانو او تفریحی پارکونه د دروازو تړل کېدل، هغه د پاموړ محدودیتونه دي، چې په تېر یو کال کې دغې ډلې پر ښځو لګولي دي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نوى وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د دغه وزارت مخکيني وزیر عبدالباقي حقاني هم ويلي وو، چې له هغو محصلينو بايد هېڅ تمه ونه شي، چې په تېرو شلو کلونو کې يې زده کړې کړې دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تر دې وړاندې د دغې ډلې په رژیم کې د کابل د والي په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی د طالبانو د مشرتابه او پرېکړه کوونکې شورا غړی دی. تر دې مخکې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې وه چې طالبانو پرېکړه کړې ده، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د تل لپاره وتړل شي. د نجونو د ښوونځيو په تړاو د دې ډلې په وروستي فرمان کې راغلي، چې د دولسم ټولګي ټولې زده کوونکې باید په یوه ورځ کې د کال د پای ازموینه ورکړي او له لېسې فارغې شي. تر دې وړاندې هم د کانکور په ازموينه کې ښځينه زده کوونکې له یو شمېر تحصیلي څانګو په ځانګړي ډول ژورناليزم، اقتصاد، ساختماني انجنيرۍ، وترنرۍ ، زراعت او د يو شمېر نورو څانګو له غوره کولو منع شوې وې. پردې سربیره، د سږ کال د کانکور ازموینې په لسو غوره ګډونکونکو کې هم کومه نجلۍ نه وه راغلې.