۸صبح، کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت شنبه د غبرګولي پر ۲۸ په کابل کې د اهل هنود پر معبد برید ترهګریز بللی او غندلی یې دی.
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزرات ویناپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان په هره بڼه ترهګري غندي.
نوموړي زیاته کړې: «پاکستان په جدي ډول په افغانستان کې پر مذهبي ځایونو د وروستیو بریدونو په هکله اندېښنه لري.»
منصور احمدخان کندوز کې پر یوه جومات د تېرې ورځې برید ته په اشارې ویلي، چې دا ډول ترهګریز بریدونه «د کرکې وړ» دي.
ورته مهال افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دا پېښه غندلې او ویلي يې دي، چې پر ملکیانو بریدونه باید سملاسي ودرېږي او د امنیتي ګواښونو له کبله د لږکیو ساتنه وشي.
له بلې خوا افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي ټامس نیکولسن هم په خپله ټویټرپاڼه کې دا برید غندلی دی.
دغه راز د هند د بهرنیو چارو وزارت، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی دی.
طالبانو ویلي، چې د اهل هنود پر معبد د برید له کبله دوه کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي دي؛ خو باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې په دغه برید کې د اهل هنود، طالب ځواکونو او بریدګرو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي دي.
له سیمې په خپاره شويو انځورونو کې ښکاري، چې برید خونړی و.