د نجونو د تحصيل ځنډېدو ته غبرګونونه؛ اعتراض کوونکي وځپل شول او کسبګرو ته خبرداری ورکړل شو

محمد راشد عنایت

په هېواد کې د نجونو پر تحصیل د بندیز او د پوهنتونونو او ښوونځیو د دروازو د تړلو پر وړاندې د اعتراضونه لمن پراخه شوې ده. د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې پر ملي او نړیوالو غبرګونونو سربېره، کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، نیمروز او تخار هغه ولایتونه دي، چې په تېرو پنځو ورځو کې د نجونو او ښځو د اعتراضونو شاهدان وو. د نجونو او ښځو تر څنګ یو شمېر نارینه محصلانو او سوداګرو هم په یو شمېر ولایتونو کې درسي او کاري اعتصابونه کړي دي. خو دغه مدني اعتراضونه د طالبانو له خوا سخت ځپل شوي دي. طالبانو په سړه هوا کې په هرات کې اعتراض کوونکې نجونې د اوبو په شیندلو سره خورې ورې کړې او یو شمېر اعتراض کوونکي یې وهلي او بندیان کړي دي. د دې تر څنګ دیني عالمان له کوره بهر د نجونو زده کړه په ځانګړې توګه د نارینه ښوونکو له لوري «جائزه» بولي او له طالبانو غواړي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

له کابل او ننګرهار وروسته، هرات او تخار ښارونه د شنبې په ورځ د مرغومې پر۳مه، د ښځو او نجونو د مظاهرو شاهدان وو. په هرات کې هم یو شمېر سوداګرو د طالبانو د دغه حکم په اعتراض کې خپلې هټۍ تړلې دي. که څه هم د اعلامیو له مخې، ټاکل شوې وه چې د روانې اونۍ په پای کې ټول سوداګر، اتحادیې او هټیوال د خپلو دوکانونو او مارکېټونو په تړلو سره واټونو ته راووځي او د طالبانو د دې پرېکړې پر وړاندې لاریون وکړي، خو د طالبانو خبرداری د هرات د اوسیدونکو د دغه مدني اعتراض مخه ونیوله.

د هرات لپاره د طالبانو د استخباراتو ریاست د دولتي او خصوصي پوهنتونونو اود کسبګرو کارځایونو ته ژبني او لیکلي ګواښونه کړي دي، چې که په لاریونونو کې برخه واخلي او یا اعتصاب وکړي، د دغه ریاست له غبرګون سره به مخ شي. په هرات کې د طالبانو د استخباراتو د ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: « د معلوماتو له مخې ځینې کسان هڅه کوي چې مظاهرې او اعتصابونه پیل کړي. د پوهنتون استادانو د دښمن د دسیسو ښکار مه کیږئ او په هغو کې ګډون مه کوئ». په دې اعلاميه کې دې ته هم اشاره شوې چې د لوړو زده کړو وزارت دا پرېکړه يوه سياسي او موقته پرېکړه ده او که د کومې ادارې او پوهنتون څوک له دغو لاريونونو او د دغه ریاست په وینا «منافقو» رسنيو سره همغږي وکړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

په هرات کې د طالبانو دغه لیکلي او لفظي ګواښونه د دې لامل شول چې د صرافانو، درمل پلورونکو، او زرګرانو ټولنې او ډيری هټيوال په لاریونونو او کاري اعتصاب کې ګډون ونه کړي. د هرات ښار یو هټیوال وايي: « طالبانو موږ ته ویلي چې که تاسو خپل دوکانونه وتړئ او اعتصاب وکړئ، موږ به ستاسو دوکانونه به مو مهرلاک کړو او تاسو به بندیان کړو.»

بلخوا، پرون په هرات کې د ښځو او نجونو له لوري لاريون وشو او يو شمېر هټيوالو هم د کوچه ګدام په سيمه کې چې کتابونه او قرطاسیه پکې پلورل کېږي، خپل دوکانونه وتړل او د اعتصاب غږ ته يې هرکلی ووايه. په هرات کې اعتراض کوونکو نجونو پرېکړه کړې وه، چې د هرات ولایت د مقام مخې ته خپل لاریون وکړي، خو طالبانو د هرات ولایت مقام ته ټولې غځېدلې لارې و تړلې او هیچا ته یې د تېرېدو اجازه ورنه کړه.

دغو نجونو ۸ صبح ورځپاڼې ته څرګنده کړې ده، چې د مستوفیت سیمه د دوی د اعتراض ځای و او له هغې وروسته، چې یو شمېر اعتراض کوونکې نجونې د هرات لوبغالي او مستوفيت ته څېرمه راټولې شوې، طالبانو د نمبر يک، فرقې، قل اردو، درب خوش، شهرنو او درب ملک په سیمو کې نورو نجونو ته اجازه ورنه کړه چې له هغوی سره يوځای شي.

خو دغه اعتراضونه د مستوفيت په سيمه کې د لسګونو نورو محصلينو، ښځو او نجونو په حضور سره پيل شول. نجونو خپل اعتراض د «يا مرګ يا تحصيل» او «قرآن ته په درناوي، د ښځو حقونه مه اخلئ» په شعارونو سره پيل کړ. خو ډېر وخت نه و تېر شوی چې طالبانو ورسره په شته لرګيو، موټرو، د اوبو په پاشلو او وهلو ټکولو سره معترضې نجونې تيت او پرک کړې.

د هرات پوهنتون يوه محصله مريم ٨صبح ورځپاڼې ته وايي: « موږ د حق غوښتنې شعارونه ورکول، خو طالبانو موږ د لرګيو په زور او په ټوپک ګواښلو سره تيت او پرک کړو، زما ډېرې ملګرې د طالبانو په لرګيو ټپيانې شوې دي.» دغه محصله زیاتوي: « طالبانو له دې پرته چې پام يې وي، نجونې په خپلو لرګيو وهلې. د طالبانو دوه لرګي زما پر لاس ولګېدل خو دغو لرګيو نه د پوهنتون د دروازې د تړلو هومره درد درلود او نه یې هم کمزوری کړم»

په هرات کې یوه معترضه نجلۍ وايي: « موږ په سړه هوا کې د هغه حق لپاره چې خدای او دین موږ ته راکړی و، اعترض وکړ. خو طالبانو په دې موسم کې پر موږ اوبه پاشلې او د اور وژونکو موټرو په وسیله یې پر موږ اوبه تویولې. موږ مجبور شوو چی د مستوفیت له سیمې فرعي سړکونو ته لاړ شو، څو طالبان پر موږ اوبه ونه شيندي.» شفیقه زیاتوي: «نن تاسو په خپله ولیدل چې هوا څومره سړه وه، په دې یخنۍ کې طالبانو پر موږ اوبه پاشلې. زموږ ټولې جامې لمدې شوې. دين او خدای دا نه دي ویلي، چې کومه نجلۍ چې د خپل اساسي حق لپاره غږ پورته کوي، اوبه پرې وپاشه او په لرګي يې ووهه.»

تخار هغه بل ولایت دی چې پرون (شنبه، د مرغومی ۳مه) د ښځو او نجونو له لوري د اعتراضونو شاهد و. په تخار کې ښځینه محصلانې واټونو ته راووتې او شعار یې ورکړ چې «تعلیم زموږ حق دی» او د طالبانو د هغې پرېکړې پر وړاندې یې اعتراض وکړ، چې نجوې له زده کړو راګرځوي. خو په تخار کې طالبانو له تاوتریخوالي نه په ګټې اخيستنې د هغوی لاريونونه وځپل. د تخار ولایت یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې طالبانو د اعتراض کوونکو له ځپلو وروسته لږ تر لږه پنځه اعتراض کوونکې نجونې نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي. تر اوسه د دغو نجونو د برخلیک په تړاو معلومات نشته.

 هلکانو اعتراض

د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د نجونو تر څنګ هلکانو هم اعتراضونه کړي دي. په نیمروز ولایت کې یو شمېر نارینه محصلانو د شنبې په ورځ، د مرغومې پر۳مه، په درسي اعتصاب لاس پورې کړ. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې طالبانو دغه محصلان وهلي او بندیان کړي دي. دغه راز په کندهار ولايت کې هغه نارينه محصلان چې د نجونو د زده کړو د ممانعت په اعتراض کې له ټولګيو وتلي وو، د طالبانو له خوا ووهل شول. طالبانو په تخار ولایت کې د څلورو نجونو په ګډون دوه اعتراض کوونکي هلکان نیولي دي. په ننګرهار ولایت کې هم نارینه محصلانو اعتصاب کړی او ویلي یې دي، چې طالبان باید د نجونو د زده کړو مخه ونه نیسي.

طالبان د پوهنتونونو او ښوونيزو مرکزونو د دروازو په تړلو سره په کوردننه او بهر د حقيقي او حکمي افرادو له توند غبرګون سره مخ شوي دي. د دې ډلې ملاتړي هېوادونه هم له هغوی نهيلي شوي . د هرات د عالي دارالعلوم د دارالافتاء څانګې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو په غبرګون کې یوه فتوا صادره کړه چې پکې د نارینه وو په څېر د ښځو لپاره د عصري علومو د زده کړې پر اړتیا ټینګار شوی دی. په دې فتوا کې د پيغمبر احادیثو او دیني سرچينو ته په اشارې سره ویل شوي: « اسلامي معیارونو ته په پام سره د ښځو او نارینه وو لپاره د عصري علومو د زده کړې په اړتیا کې هیڅ توپیر نشته. ان که ښځینه استاده هم نه وي، د شرایطو په پام کې نيولو سره، نجونو ته د نارینه استادانو له لوري د تدریس په برخه کې کومه ستونزه نشته.» په دې فتوا کې دغه راز راغلي: «لکه څنګه چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پوهنتونونو ته له تګ پرته زده کړه ممکنه نه ده، نو بالغو نجونو ته روا ده، چې د علم د زده کړې لپاره د اسلامي حجاب په اغوستلو سره له کوره بهر ووځي.»

د نجونو د تحصيل ځنډېدو ته غبرګونونه

د نجونو پر زده کړو د بندیز حکم په ملي او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ شوی دی. د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د يوه ټوېټ په کولو سره، د افغانستان د ځوانانو د زده کړې او تحصيل له حقه د ملاتړ په برخه کی د مصر د الازهر پوهنتون، د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او د نړۍ د يو شمېر هېوادونو د څرګند دریځ هرکلی وکړ. د ښاغلي کرزي پر ټوېټر پاڼه راغلي: «د افغانستان پخواني ولسمشر د بشري ټولنو د ودې، هوساینې او پرمختګ لپاره د زده کړې پر حیاتي او اساسي ارزښت او د پوهې په ترلاسه کولو په ټینګار سره، ډاډمن دی چې د دې لرغوني هېواد ګران بچيان به په یوې پرېکنده ارادې سره د زده کړې او تحصيل لپاره خپل مشروع حق ترلاسه کړي.»

د ایران د زاهدان د سنیانو د جمعې د لمانځه امام مولوي عبدالحمید چې پخوا د طالبانو ملاتړی و، د جمعې د لمانځه په خطبه کې له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو د تحصيل زمینه برابره کړي. مولوي عبدالحمید د جمعې په ورځ د مرغومې د میاشتې په ۲مه، پر دې په ټینګار سره، چې تحصيل د افغانستان د خلکو حق او هیله ده، وویل: اصلي پانګه خلک او بشري ځواک دی. خلک باید وروزل شي چې خپل هیواد جوړ کړي.» مولوي عبدالحمید د جمعې د لمانځه په خطبه کې طالبانو ته په خطاب کې زیاته کړه: «د اسلامي نړۍ ټول مسلمانان او علما له تاسو (طالبانو) غواړي چې ښځو ته د علم د زده کړې زمینه برابره کړي. علم نارینه او ښځینه نه لري.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان هم له طالبانو غوښتي چې د نجونو د تحصيل په تړاو پر خپله پریکړه له سره غور وکړي. دغې ادارې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړلو په تړاو د طالبانو د پرېکړې په غندلو سره ویلي، چې د ښځو پر کار او زده کړو بنديز په دغه هېواد کې سیسټماپیک محدوديتونه او د ښځو له حقونو سرغړونه ده. د کډوالۍ اداری په یوه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي، چې په خپله پریکړه کې بدلون راولي څو ډاډ ترلاسه شي چې ښځې او نجونې زده کړو ته لاسرسی لري. دغې ادارې د طالبانو د دغې پرېکړې د عملي کېدو په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې، چې په تېرو میاشتو کې په افغانستان کې ښځې له خپلو حقونو او ازادۍ بې برخې شوي او پر وړاندې یې تاوتریخوالی هم زیات شوی دی. دغه اداره د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښځو رول مهم او حیاتي بولي.

د دې تر څنګ د امریکا د متحده ایالاتو ، ایران، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او لوېدیځو هېوادونو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ هېوادونو د طالبانو له لوري د نجونو پر تحصيل د بندیز پرېکړه ناسنجول شوې او د بشري حقونو د موازينو پر خلاف ګڼلې ده. دغو هېوادونو له طالبانو غوښتي، چې پر دې پرېکړه غور وکړي او نجونو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکړي. خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. داسې ګونګوسې دي، چې طالب مشران هم د نجونو د زده کړې د بندولو په تړاو اختلاف لري. د طالبانو مطبوعاتي چارواکو د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني او د دې ډلې د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د کتنې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو د مشرتابه دغو دوو غړو په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندولو په تړاو خبرې کړې دي. خو د دې کتنې او خبرو جزیات لا تر اوسه خپاره شوي نه دي.

Back to top button