جرمني ته د طالبانو د یوه چارواکي سفر او په دغه هېواد کې د افغانانو په یوه غونډه کې د هغه وینا له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. د طالبانو منتقدین وايي، له دې ډلې سره د اړیکو عادي کېدل به نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه لوېدیځ ته ناوړه پایلې ولري. خو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې پر موضوع خبر نه و او په اړه یې څیړنې کوي. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت هم ویلي دي چې کولن ته د دغه طالب چارواکي سفر په کلکه غندي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د جرمني سیاسي استازولیو طالب چارواکو ته وېزې نه دي ورکړي او دغه هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني. له بلې خوا د هالنډ د عامې روغتیا وزیر چې د طالبانو له یوه چارواکي سره یې عکس اخیستی و، پېښماني ښودلې او د طالبانو رژیم یې «وحشتناک» بللی دی.
د جرمني په کولن ښار کې د طالبانو د یوه چارواکي د وینا د ویډیو خپرېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي، د ښځو اعتراضي خوځښتونه او مدني او سیاسي فعالان وايي چې طالب چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په نوملړ کې دي او د جرمني له رسمي اجازې پرته دغه هېواد ته په ازاده توګه تګ راتګ نه شي کولای.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له وړاندې پر دې سفر خبر نه و. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې برلین طالبان په رسمیت نه پیژني او « ترڅو چې په افغانستان کې طالبان په ښکاره بشري حقونه، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، اړیکې ورسره نه عادي کیږي.»
په همدې حال کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې طالبان په دغه هېواد کې ځای نه لري. دغه وزارت په کولن ښار کې د طالبانو د چارواکو حضورپه کلکه غندلی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کولن ښار کې د طالبانو د استازي حضور د منلو وړ نه دی او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دغه هېواد کې د سخت دریځو اسلامپالو د حضور لپاره فضا برابره کړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې طالبان د بشري حقونو د پراخو سرغړونو مسوول دي او دغه هېواد د دې ډلې د ظلمونو پر وړاندې د ډېرو افغان پناه غوښتونکو ساتنه کوي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه هېواد چارواکي په دې اړه د څېړنو په حال کې دي او په جرمني کې د ترکي- اسلامي د دیني چارو له ټولنې غواړي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هالنډ د عامې روغتیا وزیر ارنسټ کوپېرز چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د خوړو او درملو د ملي ادارې له رییس عبدالباري عمر سره یې عکس اخیستی و، بښنه غوښتې او د طالبانو رژیم یې وحشتناک بللی دی. هغه پر خپل ټوېټر لیکلي دي: «زه تصور کولای شم چې دا چاره د ډېرو لپاره زیان رسوونکې ده. له ویلو دې پاتې نه وي چې په هیڅ ډول نه غواړم چې له دغه وحشتانک رژيم سره اړیکه ولرم، په لاهه کې مې د سیمه ییزو تولیداتو په نړۍوالې مجمع کې د طالبانو له استازي سره عکس واخیست، زه نه پوهیدم چې دا کس څوک دی.»
د هالنډ د عامې روغتیا وزیر له طالب چارواکي سره د عکس اخیستل تېروته وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا کار باید «مطلقاً» نه وای شوی. هغه دغه راز زیاته کړې چې په لاهه کې د سیمه ییزو محصولاتو د نړیوالې مجمع په غونډه کې د دغه کس د ګډون د څرګنوالي په تړاو د څېړنې په حال کې دی.
د دغه هالنډي چارواکي تر څنګ د ازادۍ د ګوند مشر او د هالنډ د پارلمارن د ولسي جرګې غړي خیرت ویلدرز هم له یوه طالب چارواکي سره د خپل هېواد د عامې روغتیا د وزیر عکس د شرم وړ بللی دی. هغه لیکلي: «د عامې روغتیا وزیر ارنسټ کوپېرز له طالبانو، هغه ترهګر سازمان سره چې له تر ټولو بد ډوله قاتلانو او افراطیانو جوړ دی، عکس اخیستی دی. څومره نه باورېدونکې او د شرم وړ رسوایي!»
بلخوا، د افغان ښځو د همیارۍ بنسټ مشره ګلچهره یفتلي چې دا مهال په هالنډ کې ژوند کوي، هم وايي چې د ازادۍ ګوند د مشر او د هالنډ د ولسي جرګې د غړي خیرت ویلډرز د ټویټ په بیا خپرولو سره یې له هغه سره اړیکه نیولې ده او هغه ژمنه کړې چې موضوع تعقیبوي. مېرمن یفتلي زیاتوي، چې له یوه طالب چارواکي سره د هالنډ د عامې روغتیا وزیر اخیستل شوي عکس په دغه هېواد کې هم پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د هغې په وينا، ګڼو هالنډیانو د عامې روغتيا د وزير ارنسټ کوپېرز د استعفا غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د ښځو د همیارۍ بنسټ مشره ټینګار کوي چې د دغه هیواد په کابینه او پارلمان کې د هالنډ سیاسي ګوندونو توند غبرګون ښودلی او د خپلو بهرنیو چارو او عدلیې له وزارتونو یې غوښتي چې دا موضوع په جدي توګه وڅیړي. هغه زیاتوي: «کیڼ اړخي ګوند سخت دریځ خپل کړی او د ټاکنو وخت دی. دغه ګوند پر سوسیال لېبرالانو سختې نیوکه کړې چې ګواکې د دوی د کار پایله دا ده چې له یوې ترهګرې ډلې سره همکاري کوي او دا اقدام د سوسیال لېبرال ګوند لپاره سیاسي رسوایي ده.»
بلخوا، په قطر کې د افغانستان د سفارت پخوانی شارژدافېر عظیم الله ورسجي وايي چې له طالبانو سره د تېر حکومت د سولې په خبرو کې جرمني مهم رول درلود. د هغه په وينا، دغه هېواد لېواله دی چې په اوږد مهال کې د قطر په همکارۍ د افغانستان په اړه د سولې د احتمالي خبرو کوربتوب وکړي. ښاغلی ورسجي زیاتوي چې په جرمني کې د طالبانو د یوه چارواکي وینا له طالبانو سره د دغه هېواد د چمتووالي په کچه نه وه او ډېر احتمال دا دی چې هغوی د شینګین وېزې په لرلو سره له هالنډه جرمني ته تللي وي.
په دوحه کې د افغانستان د سفارت پخوانی شارژدافیر اټکل کوي چې ښایي دغه طالب چارواکي په لاهه کې د سیمه ییزو تولیداتو په نړیوالې مجمع کې په پاکستاني پاسپورټ سره ګډون کړی وي. هغه وايي: «ځینې طالبان په پاکستان کې اوسیږي. دا ممکنه ده چې عبدالباري عمر د پاکستان د درمل جوړولو د کمپنیو له لارې اروپا ته تللی وي. ځکه چې جرمنیان د اروپايي ټولنې په کچه د خپلو سیاستونو او د خپلو کورنیو مسایلو له امله نه غواړي چې اوسمهال له طالبانو سره تعامل په رسمي او عادي ډول ترسره شي.»
له بلې خوا د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر عبدالباري عمر د طالبانو له ترانې سره د دغه پروګرام یوه ویډیو خپره کړې چې پکې نوموړي په غونډه کې له حاضرو خلکو سره روغبړ کوي. په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې یو شمیر ګډونوال له هغه سره عکسونه اخلي او د تالار له دننه د طالبانو د رژیم په ملاتړ شعارونه هم اوریدل کیږي.
په ټولنيزو شبکو کې خپرې شوې ويډيوګانې ښيي، چې د دې غونډې يو ويناوال د تنظيموونکو په استازيتوب وايي چې عبدالباري عمر « د کونړ د کلتوري ټولنې» له مشرتابه سره په اړيکه کې له هغوى سره د کتنې او خبرو غوښتنه کړې ده.
د خلکو د پراخو نیوکو په ځواب کې دغه طالب چارواکي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې اوس هم په اروپا کې دی. هغه زیاته کړه، چې هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني ته یې د دغه سفر په ترڅ کې له یو شمېر افغانانو او د دغه هېواد له یو شمېر سفیرانو او ډیپلوماتانو سره کتلي او ډېر ژر به یې عکسونه هم خپاره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په کولن ښار کې د «دیانت» اسلامي مرکز، هغه کلتوري مرکز چې طالبانو ته یې بلنه ورکړې، د غونډې تنظیموونکي په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړي دي. دغه بنسټ پر اېکس پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې په دې برخه کې یې له مخکې معلومات نه لرل او « د یوې دیني غونډې » د جوړېدو لپاره یې د افغانانو غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.
دغه مرکز په یوه اعلامیه کې تایید کړې ده چې د پروګرام تنظیموونکو «د هوکړې پر خلاف »، د یوه ناپېژاندي ویناوال په رابللو سره دا پروګرام سیاسي کړی دی. دیانت دغه کړنه د هوکړ پر خلاف او سرغړونه بللې ده. دغه مرکز زیاته کړې: «هېښ شوي یو او په ژوره توګه خواشیني یو، چې زموږ له باوره ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.