د ازادو رسنیو له اېتلافه د افغانستان اېستل کېدو ته غبرګونونه، اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت خورا خراب دی

د تېر لمریز کال په زمري میاشت کې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره، سلګونه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو هېواد پرېښی دی. په تېرو ۱۵ میاشتو کې طالبانو د بیان پر ازادۍ او رسنیو پراخ محدودیته لګولي دي. رسنۍ د دې ډلې د واک تر سیوري لاندې له ازادو خپرونو او ازادو اطلاعاتو ته له لاسرسي محرومې شوې دي. ويروونکې فضا او سانسور د ازادو اطلاعاتو بهیر او د رسنیو خپلواکي هم له جدي ننګونوسره مخ کړې ده. په ترټولو تازه مورد کې، د آزادیو رسنیو نړیوال ایتلاف په دغه بنسټ کې د افغانستان غړیتوب لغوه کړی دی. دغه بنسټ اعلان کړی دی، چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو وضعیت له نړیوالو ژمنو سره سم نه دی او له همدې امله افغانستان د دغه ایتلاف غړی نه ګڼل کیږي. بل خوا، یو شمېر خبریالان په دغه ایتلاف کې د افغانستان د غړیتوب پر لغوه کېدو د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، چې پر خبریالانو ، رسنیز کار او د ازادو اطلاعاتو پر بهیر د طالبانو لګول شوي محدودیتونه باید لېري کړای شي.
د ازادو رسنیو نړیوال اېتلاف د جمعې پر ورځ د لړم پر ۲۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دغه اېتلاف کې د افغانستان د غړیتوب د لغوه کېدو خبر ورکړی دی. د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي دي، چې افغانستان د ازادو رسنیو د نړیوال اېتلاف یو غړی و، خو د دغه هېواد غړیتوب تر دې وروسته لغوه کیږي. کاناډا او هالنډ په ګډه د دغه اېتلاف مشري پرغاړه لري.
د دغه اېتلاف ګډو مشرانو د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي:« د ازادو رسنیو د نړیوال اېتلاف لپاره څرګنده ده، چې په افغانستان کې نور له بده مرغه د رسنیو وضعیت له نړیوالې ژمنې سره سم نه دی.» دوی ټینګار کړی دی، چې په افغانستان کې د رسنیو اوسنۍ وضعیت د دوی یوه له جدي اندېښنو ده او دغه اېتلاف به په افغانستان کې د ازادو رسنیو د وضعیت کره څارنې ته دوام ورکړي.
د ازادو رسنیو اېتلاف دغه راز ویلي دي، چې طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې، پر ازادو رسنیو جدي محدودیتونه لګولي دي. د دغه بنسټ په وینا، طالبانو د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو امنیت او هوساینه په خطر کې اچولې ده. د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي دي، د خبریالانو د ځورنې، پرهغوی د بریدونو او له رسنیو نه د ښځو د محرومیت امله، رسنیو په سملاسي ډول خپله خپلواکي له لاسه ورکړې ده او د خبریالانو ژوند له ګواښ سره مخ شوی دی. دغه اېتلاف په داسې حال کې له دغه بنسټه د افغانستان غړیتوب د لغوه کېدو خبر ورکوي، چې طالبانو لاهم پر رسنیو د محدودیتونو لګولو ته دوام ورکوي. دغه چاره د دې لامل شوې ده، چې یو شمېر خبریالان افغانستان پرېږدي او نورو هېوادونو ته پناه یوسي.
پر رسنیو د طالبانو محدودیتونه
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، پر رسنیو او رسنیزو کارکوونکو بې شمېره محدودیتونه لګولي دي. هغوی په لومړي ګام کې رسنیو ته امر وکړ، چې د دوی له رژیم سره په مخالفت کې خبر، رپوټ او څېړنیز مطالب خپاره نه کړي. پر دې سربېره یې رسنیو ته امر وکړ، چې په خپلي کاري ډله کې د دې ډلې د استخباراتو او اطلاعاتو او کلتور وزارت کسان هم شامل کړي.
دغې ډلې د بیان پر ازادۍ د محدودویتونو له لګولو وروسته، رسنۍ د بهرنیو سریالونو، موسیقۍ، او داسې سوداګریزو اعلانونو له خپرولو منعه کړې چې د ښځو تصویرونه پکې ولیدل شي. طالبانو د تېر لمریز کال په لیندۍ میاشت کې د ښځینه خبریالانو او کوربنو پر ظاهري بڼه هم محدودیت لګولی دی. د دغه محدودیت له مخې، هېڅ ښځه باید د طالبانو د خوښې له حجاب پرته، ټولنیزې او سیاسي خپرونې وړاندې نه کړي.
طالبانو د ښځینه خبریالانو او د خپرونو د ښځينه چلوونکو پر ظاهري بڼه د محدودیت پر لګولو سربېره،د اطلاع رسونۍ په بڼه کې هم لاسوهنه کړې او د ازادو اطلاعاتو بهیر یې ګډوډ کړی دی. د دغې ډلې مشرتابه د روان لمریز کال په غويي میاشت کې امر ورکړ چې د ټلویزونونو ویاندویانې باید خپل مخونه په بشپړ ډول پټ کړي. د طالبانو دغه اقدام له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو، خو د طالبانو پر پرېکړه یې کوم اغېز ونه کړ.
دې ډلې پر رسنیو د محدودیتونو د لګول کېدو په لړ کې، د سږکال په تلې میاشت کې د ۸صبح او زاویه میډیا ویبپاڼې هم وتړلې، چې د طالبانو دغه کار د بشري حقونو او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له نیوکو سره مخ شو او هغه یې «د بیان د آزادۍ ځپل» وبلل.
د ازادو رسنیو له نړیوال اېتلافه د افغانستان لېرې کېدو ته د خبریالانو غبرګون
یو شمېر خبریالان د ازادو رسنیو په نړیوال اېتلاف کې د افغانستان د غړیتوب لغوه کېدو ته په غبرګون کې، د رسنیو پر ځپلو او وېروونکې رسنیزې فضا اندېښنه څرګندوي. دغه خبریالان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې د ازادو رسنیو له اېتلافه د افغانستان لېرې کېدل، په هېواد کې د رسنیو د ناوړه وضعیت ښودنه کوي او ښيي چې په دغه هېواد کې، د رسنیو کاري فضا او د اطلاعاتو ازادي له پراخو ننګونو سره مخ ده.
مهرآزر(مستعار نوم) د هېواد یوه خبریاله ده چې د طالبانو لاسته د هېواد له لوېدو وروسته، پاکستان تللې ده. هغه له ۸ صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:« د ازادو رسنیو په نړیوال اېتلاف کې د افغانستان د غړېتوب لغوه کېدل، د رسنیو سخت وضعیت او د ازادو اطلاعاتو بندېدل ښيي او افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې نه شي کولای په هغه ځای کې چې د ازادۍ په تېره بیا، د رسنیو د ازادۍ خبره کیږي، غړیتوب ولري.» د دې خبریالې په وینا، طالبانو په تېر یو کال کې ښودلې ده، چې هېڅ نړیوال ارزښت ته ژمن نه دي او د «منځنیو پېړیو» لاس او پښې تړونکو محدودیتونو ته دوام ورکوي.
مهر آذر باورې ده، چې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت« ډیر ناوړه » دی.د دغې خبریالې په وینا، طالبانو په دغه هېواد کې ټولې ازادې رسنیو له فعالیته منعه کړې دي او په افغانستان کې رسنیز کار« د پټو استخباراتي ادارو» کارته ورته شوی دی. هغه ټينګار کوي، چې اوسمهال رسنۍ ازادو اطلاعاتو ته له لاسرسي محرومې دي او د پټو شبکو په څېر معلومات راټولوي او دا وضعیت د افغانستان د رسنیزې ټولنې لپاره یوه «غمیزه» ده. دغه خبریاله ورته مهال د ازادیو رسنیو کار چې له فشارونو او ګواښونو سره سره، لاهم بې پرې او خپلواک فعالیت کوي، ستایي او ټينګارکوي چې باید د دغو رسنیو ملاتړ وشي.
شمس( مستعار نوم) د هېواد په شمال کې یو سیمه ییز خبریال دی. هغه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:« په تېر څه باندې یو کال کې چې طالبان واکمن دي، د اطلاع رسونې وضعیت مخ پر ځوړ دی. ځان سانسورول خپلې لوړې کجې ته رسیدلي دي. ټول هغه خبرونه چې خپرېږي، یو اړخیز دي. هېڅ یوه رسنۍ نه شي کولای چې د نیوکو خبرونه خپاره کړي، په داسې حال کې چې په ټولنه کې هرې خوا ته ځو، منفي خبرونه دي. په تېر یو کال کې د رسنیو تګلاره بدله شوې ده، رسنۍ اوس د ځوړ په حالت کې دي او د یو شمېر رسنیو د تړل کېدو شاهدان یو. د رسنیو ډیری کارکوونکي وزګار شوي او درنو کارونو ته یې مخه کړې ده، نورو هېوادونو ته کډوال شوي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.» دغه خبریال د ازادو رسنیو په نړیوال اېتلاف کې د افغانستان د غړیتوب لغوه کېدل یو بد خبر ګڼي او ټینګاریې دا دی چې دغه خبر د رسنیو «تدریجي مرګ» بیانوي. د هغه په وینا، اوسمهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د بیان ازادي هېڅ مانا نه لري.
ازاد خبریال غلام حسین الهام له ۸صبح رسنۍ سره په خبرو کې وایي:« دغه پرېکړه د خواشینۍ او خپګان وړ ده. له بلې خوا، د یوه تریخ حققیت او د منطقي پرېکړې او دغه راز د دې ښودنه کوي، چې موږ په دغه اېتلاف کې د غړیتوب له شرایطو څومره لېرې شوي یو او سقوط مو کړی دی. اوسمهال په افغانستان کې نه یوازې دا چې د بیان د ازادۍ او ازادو رسنیو په نوم څه نه لرو، بلکې په هېواد کې خبریالان او رسنیز کارکوونکي خوندېتوب نه لري. په افغانستان کې د رسنیو مدافع بنسټونه هېڅ راز اغېز نه لري او تر ډيره ننداره کوونکي او یا له پرېکړو سره همغږي شوي دي»
بل خوا، د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي، چې د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هېواد کې رسنیزه فضا د پاموړ خرابه شوې ده. د دغه بنسټ په وینا، په تېر یو کال کې د طالبانو له لوري د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړداندې د تاوتریخوالي ۲۴۵ پېښې ثبت شوي دي. په دغو ثبت شویو تاوتریخیوالو کې د خبریالانو نیول، ګواښل او وېرول، ټپی کول او وژل کېدل شامل دي. د افغانستان د خبریالانو د مرکز له لوري د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له دغه بنسټ سره ۱۳۰ مورده لنډمهالي نیونې چې تاوتریخوالی او ګواښ هم پکې شامل دی، ثبت شوي دي.
تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو بنسټ اعلان کړی و، چې په تېر یو کال کې په افغانستان کې ۲۱۹ رسنۍ له فعالیه لوېدلې دي. د دغه سازمان په وینا، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې په افغانستان کې د ۵۴۷ فعالو رسنیو له منځه یوازې ۳۲۸ رسنیو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی. د خبریالانو د نړیوال فډراسیون او د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې یوه ارزونه هم ښيي، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ۳۱۸ رسنیو فعالیت دریدلی او نږدې درې زره خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. ډیری خبریالان چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي دي، ښځې دي.
څه موده وړاندې په افغانستان کې د یوناما دفتر هم ویلي وو، چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی په بې مخینې توګه زیات شوی دی. دغه دفتر د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي وو، چې په تېر یو کال کې یې د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ۲۰۰ پېښې ثبت کړي دي.
دازادو رسنیو نړیوال ایتلاف M MFC)) د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د ملاتړ یو نړیوال بنسټ دی. دغه بنسټ په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ازادو رسنیو په نړیوال کنفرانس کې تأسیس شو او تراوسه یې د نړۍ په شپږو وچو کې څه باندې ۵۰ هېوادونه غړیتوب لري. افغانستان د ۱۳۹۸ په سلواغې میاشت کې د دغه نړیوال اېتلاف غړیتوب خپل کړ. مخکیني حکومت له دغه اېتلاف سره ژمنه کړې وه، چې د بیان د ازادۍ او د رسنیزو چارو د ملاتړ درناوی کوي او په رسنیزو کارونو کې لاسوهنه نه کوي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغې ډلې ونه کړای شول چې د بیان د ازادۍ درناوی وکړي. بل خوا، د ازادو رسنیو اېتلاف پر هېواد د طالبانو له یو کال او درېیو میاشتو واکمنۍ وروسته، پرېکړه کړې ده، چې په دغه بنسټ کې د افغانستان غړیتوب لغوه کړي.