۸صبح، کابل: د کابل -جلال اباد پر لويه لاره د لغمان په مشالې کمر سیمه کې نن ماسپښين د یوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او ۱۴ نور ټپيان شول.
د لغمان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه د طالبانو د يوه رينجر او مارسیډیز موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې ياد شوی رينجر موټر د نورستان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ اړوند دی.
طالبانو د مړ شوي او ټپيانو د هويت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې ټپيان یې د ننګرهار روغتون ته ليږدولي او وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
يو شمېر عيني شاهدانو ۸ صبح ته وویل، چې پېښه د طالبانو د رينجر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله مخکې هم د ورته پېښو د رامنځته کیدو خبرونه ورکړل شوي.