هسې خو د کونړ سیند مستې څپې د ګڼ شمېر ځوانیو په د تري تم کېدو مشهورې دي، خو د همدې سیند غاړو ته د ګڼو انسانانو ژوند هم روان دی؛ داسې چې پېړۍ اوړي په ځغل دی.
ترڅو په تنو وچ، خو د سرو زرو ماهر د لالونو له وطنه دلته د سیند له څپو غاړو ته شویو شګو نه د زرو د ایستلو زیار باسي.
له تخار او بدخشانه د کونړ اسمار ولسوالۍ ته راغلی ۴۵ کلن فدا محمد اقچي له خپلو څو نورو ملګرو سره، له سهاره ان تر هغه وخته، چې د لمر سترګه زوال ته رسي، د سرو زرو لټه کوي.
هغه وايي، ښايي ډېر د دې سیند له تېزو څپو وېره و لري، خو په سینه کې يې له پرتو خزانو بې خبره دي، ځکه خو دی غاړو ته شګې چاڼ کوي.
فدامحمد اقچي وايي، کرۍ ورځ شګې چاڼ کوي، که څه په لاس ورشي نو خوښ او که نه نو ډېرې ورځې داسې شي چې خالي لاسونه له ستړي کاره د مسافرۍ خېمې ته ځان رسوي.
اقچي وايي: «دلته راغلي یو، زرکشي کوو تمامه ورځ په همدې شګو چاڼ کولو تېروو برابري ده، کله د میاشتې د اوه اته زرو افغانیو کار کوو او کله داسې هم کېږي چې هېڅ په لاس نه راځي، لا پوروړي له دې ځایه ځو.»
هغه وايي، له نېمايي ډېر عمر يې په همدې کسب او کار کې تیر شو او له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه نمړۍ ډوډۍ پیدا کوي.
د فدامحمد په خبره، چې د یوې میاشتې لپاره کونړ ته راځي او نږدې ټولې ورځې يې د همدې سیند په غاړه وي، سهار وختي پاڅېږي او له لمانځه وروسته د شګو چاڼ کول پېلوي.
کونړ ته د زر ایستوونکو یوازې دا ډلګۍ نه؛ بلکې ډېرې نورې هم هر کال د ژمي په موسم کې د سرو زرو په ایستولو پسې راځي.
له شګو د سرو زرو ایستل آسانه خبره نه ده، بلکې لکه د همدې انسانانو په څېر د لویو حوصلو خلک يې کولی شي، ځکه تمامه ورځ کار او انتظار د دې لپاره وي، چې که څه يې په لاس ورشي، مګر معلومه نه وي چې قسمت يې برابروي او که نه.
دوی له ځان سره له اوبو او له سیند راوړو شګو نه د زر ایستنې له پاره ځانګړي وسایل، جالونه او نور توکي لري، د زر مېنځنې پرمهال يې آن یوې یوې زرې سرو زرو ته پام وي.
عمر خوړلی امام نظر وايي، کار سخت دی خو د بې روزګارۍ له امله بله چاره نه لري، ځکه دا يې له عمر سره تړلی کسب دی، نو اړ دی چې په لرو وطنونو ورپسې وګرځي.
امام نظر وايي: «دغلته کار او بار کوو، مزدوري هم دومره نه ده، خو غریبي ده بل کار روزګار نشته، دلته دومره پیدا کوو چې فقط وچه ډوډۍ پرې واخلو، دلته کار نشته زما یو زوی ایران کی دی او زه دلته د سیند شګې چاڼوم.»
نوموړی زیاتوي، که يې خپل کلي کور کې آن ۲۰۰ افغانۍ پېدا کولی شوې، نو له تخاره دومره لرې په مزدورۍ پسې کله هم نه مسافر کېده.
د هغه په خبره، که شته واکداران ورته د کار زمینه برابره کړي نو شپې او ورځې به يې په خپل کور کې له اولادونو سره نږدې سبا شي.
له دوی سره زلمي هلکان هم شته، چې لږ څه درانده کارونه د سپین ږیرو پر مټ نه وي پوره هغه دوی ترسره کوي، لکه د شګو چلول، جال نیول او نور.
دوی وايي، که په کور دننه ورته د کار زمینه برابره شي، نو لسګونه ځوانان او آن کورنۍ به په نا قانونه او سختو لارو بهرنیو هېوادونو ته له کډوالۍ را وګرځي.
دا زر ایستوونکي وايي، دلته د یوې میاشتې سخت کار او سړو تېرولو وروسته يې آن مزدوري هم نه وي چې د کورنۍ اوړه، غوړي، تېل او مالګه پرې وپیري، خو بله چاره هم نشته.
دوی زیاتوي، د کونړ سیند په ډېرو سیمو کې چې شګې غاړې ته کېږي، زره پېدا کېږي، خو ډېر کار او خوارۍ ته اړتیا لري، که څوک يې حوصله او وسایل ولري، نو د ژمې له پېل تر اخره ډېر سره زر پیدا کولای شي.
د زر ایستوونکو د دې ډلګې د معلوماتو له مخې، دا خام زر بیا په بازار کې په زرګرانو پلوري، تر څو پاخه او زینتي توکي ترې جوړ شي.
کونړ سیند عموماً د ژمي په لومړیو دریو میاشتو کې د اوبو له کمښت سره مخ کېږي او د پسرلي په موسم کې يې اوبه له څنډو اوړي چې ډېر کله کرنیزې ځمکې ویجاړوي.
د خلکو غوښتنه دا ده، چې که چېرې د کونړ سیند شاوخوا ته استنادي دیوالونه ورغول شي، نو د کرنیزو ځمکو د تخریب مخه به ونیول شي.