ازبکستان کې د اساسي قانون اصلاحاتو په اړه ټول‌پوښتنه؛ میرضیایف غواړي په واک کې پاتې شي

د ازبکستان خلک به په دېرشو ورځو کې د اساسي قانون تعدیل په ټولپوښتنه کې برخه واخلي؛ ددغو اصلاحاتو له مخې د دغه هېواد د اوسني مشر حکومت تر ۲۰۴۰ کال پورې غځول کېږي.

فرانس پرس خبري آژانس ننیکشنبه (اپریل ۲) خبر ورکړ، چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په ۳۰مه نیټه ټولپوښتنه ترسره شي.

د دغه راپور له مخې، د ازبکستان په اساسي قانون کې د نویو تعدیلونو له پلي کېدو سره به په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ دوره اووه کاله وي او شوکت میرضیایف چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په واک کې دی، د دوو نورو دورو لپاره به هم ځان کاندید کړای شي.

دې ټولپوښتنې ته چې د «پرمختګ دور» په نوم یادیږي، د خلکو د راجلبولو هڅې په شدت سره روانې دي. او هره ورځ یو شمیر کسان په ښارونو کې ګرځي او له خلکو پوښتنه کوي چې ایا په دې ټولپوښتنه کې به ګډون وکړي او که نه؟

ویل کیږي چې حکومت په دې ټولپوښتنه کې، د خلکو د ګډون لپاره ټول انتخابونه په کار اچولي دي او د ښوونځیو ښوونکو، ورزشکارانو او سندرغاړو هم د خلکو هڅونه پیل کړې ده.

خو د ازبکستان یو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې په دغه هېواد کې باید د ولسمشرۍ دوره بدله نه شي او هېڅوک باید تر زوړوالي پورې په واک کې پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د ازبکستان په اساسي قانون کې د تعدیل پر ضد لاریونونه وشول، چې په پایله کې یې په دغه هېواد کې ۲۱ کسان ووژل شول.

Back to top button