د شمېرو له مخې په بلخ ولایت کې تر ۴۰ زرو زیاتې بېځایه شوې کورنۍ اوسیږي. ډېری دغه کورنۍ د جګړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي. دغه بېځایه شوي د فاریاب، جوزجان، سرپل، کندز، بغلان او د بلخ ولایت یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکي دي چې د مزارشریف ښار څنډې ته یې پناه وړې ده.
یو شمېر دغه بېځایه شوي په ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو کې د طالبانو او مخکیني حکومت ترمنځ د جګړو له امله اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي او مزارشریف ښار ته پناه یوسي.
د هغوی یو شمېر چې په یوه کمپ کې تر خیمو لاندې خپلې شپې ورځې تېروي وایي، په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي. هغوی وايي، خوراکي توکو ته نه لاسرسی له یوه لوري او ګرمې هوا له بل لوري د هغوی ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي.
د دغه کمپ (یونټ کمپ) یو بېځایه شوی سرور دی چې وایي، نه بېرته کورته د ستنېدو وس لري او نه هم د خپلو ماشومانو د درملنې لګښت برابرولای شي. هغه زیاتوي: «ماشومه مې د شپږو میاشتو ده. هوا دومره ګرمه ده چې لویان په خیمو کې وخت نه شي تېرولای. پر سر مو یوازې یو ترپال دی، نور هېڅ هم نشته. له ماسپښینه تر مازدیګره اوبه راوړم او د خیمې پر سر یې اچوم. هېڅ چاره نه کیږي. دغه لور مې نه پوهیږم ګرمۍ وهلې که څه پرې شوي. په خپلو سترګو ورته ګورم، پیسې نه لرم چې ډاکتر یې بوزم. پیسې نه لرم چې بېرته فاریاب ته ولاړ شم، هماغه خپل ویجاړ کور ورغوم او پکې ژوند وکړم. نو ته ووایه زه څه وکړم؟ د ورځې یو ځل [طالب] راځي وایي کډه وکړئ، دا کډه چې وکړم چېرته ولام شم.؟»
د یو شمېر بېځایه شویو په وینا، په تېرو میاشتو کې د روغتیایي کلینیکونو مسوولان د هغوی خیمې ته راتلل او د ناروغانو درملنه یې کوله، خو له یوې میاشتې راهیسې د هغوی ناروغانو ته پاملرنه نه ده شوې.
یوه ډېر عمر لرونکې ښځې، بادام ګل وايي: «زویه، ۷ ماشومان لرم. خاوند مې د همدې طالبانو په جګړو کې ووژل شو. یوازې له خپلو او دغو ماشومانو سره راووتم، دلته راغلم. درې کاله کیږي چې تر همدې خیمې لاندې پراته یو. کله څوک مرسته کوي او کله نه. تر اوسه خو ښه و، په دوو اوونیو کې ډاکتران راتلل ماشومان یې کتل، درمل یې ورکول. خو اوس دا دي یوه میاشت وشوه چې هېڅوک نشته. نه ډاکتر شته او نه هم درمل. وایي طالبان ډاکترانو ته د راتلو اجازه نه ورکوي. نه پوهیږم څه ګناه لرو چې ټول په بده سترګه راته ګوري. دوه ماشومان مې ناروغان دي، زه لس افغانۍ نه لرم چې په رېکشا کې ښار ته ولاړه شم. د ډاکتر او درملو پيسې له کومه کړم؟ دوی ګرمي وژني، زه څه وکړم؟»
سارا هم یوه مېرمن ده چې کابو ۵۵ کاله عمر لري او د فاریاب ولایت د یوې ولسوالۍ اوسېدونکې ده. وروسته له هغې چې خاوند او درې ماشومان یې د هغې په کور کې د هاوان ګولۍ د لګېدو له امله مړه شول، خپله او څو ماشومان او لسمان یې مزارشریف ښار ته ورسول ترڅو لږ تر لږه خپلو ماشومانو ته د ډزو له غږ څخه لرې ژوند برابر کړي.
اغلې سارا په اوښلنو سترګو وایي: «درې کاله کیږي چې خپل کور مې له لاسه ورکړی. چېرته تللې وم کله چې بېرته کورته راغلم، پر کور هاوان لګېدلی و او ویجاړ شوی و. خپل هر څه او هر څوک مې له لاسه ورکړل. د کورنۍ څلور تنه مې شهیدان شول، یوازې همدا څو ماشومان راته پاتې دي چې په ډېر ستونزو مې تر مزاره راورسول. تر اوسه ښه و ځینو دفترونو مرسته کوله، ورځ مو تېرېده. خو له کوچني اختر راهیسې بیا له موږ سره چا مرسته نه ده کړې. هماغه څلور وچې ډوډۍ یې چې راکولې، طالبانو پر موږ بندې کړې چې مه یې ورکوئ. ودرېږه چې دا کډوال بېرته خپلو وطنونو ته ولاړ شي. حیرانه پاتې یم چې د ماشومانو ګېدې څنګه مړې کړم؟ دروېزې ته ځم څوک څه نه راکوي. بزګرۍ ته ځم، د ورځې په اخر کې څلور کیلو رومي راکوي چې ټول ۴۰ افغانۍ کیږي. هېڅ نه پوهېږم چې دا پیسې تر څه ورسوم؟»
په داسې حال کې چې تر خیمو لاندې بېځایه شوي په ناوړه اقتصادي وضعیت کې شپې ورځې تېروي او خپلو سیمو ته د بېرته ستنېدو وس نه لري د هغوی په وینا، طالبان له څو ورځو راهیسې د هغوی خیمې ورانوي او جبري کډې ته یې اړ باسي.