هغه کډوال چې د وطن ټوټې دي

ټول هغه کسان چې هیواد پریږدي خپلو هیلو ته نه رسیږي او ځيني وخت د طالبانو له ظلم او د لوږې له عذابه د خلاصون لپاره کډوالي په افغانستان کې تر پاتې کېدو کم خطر نه لري. په تېر یو نیم کال کې هره ورځ په سلګونو او په ځینو موردونو کې په زرګونو هیوادوال ګاونډیو او لېرې پرتو هیوادونو ته کډه شوي او ډیری یې د لارې په منځ کې اېسار پاتې دي، ځینې یې په داسې لارو کې بند پاتې دي چې هېڅکله یې داسې حالت نه غوښت او ځینې ورک شوي یا یې جسدونه هېواد ته وړل شوي دي. په دې وروستیو کې د ایټالیا په سواحلو کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې لسګونه کسان پکې مړه او لادرکه شول. لکه څنګه چې اټکل کېده، ځینې قربانیان زموږ هیوادوال وو. ویل کیږي چې په تېرو لسو کلونو کې یوازې د مدیترانې په سمندرګي کې د شل زره کسانو د مړینې او ورکېدو پیښې ثبت شوي دي او له شک پرته د هغو په منځ کې د افغانانو شمېر په لسگونو او سلگونو نه بلکې په زرګونو تنو دی. د وطن او مدیترانې سمندر تر منځ په واټن کې زموږ د کډوالو مرګ ژوبله خورا زیاته ده. هر کال ګڼ هغه کسان چې لوېدیځو هیوادونو ته د رسیدو په هیله خپل کور پریږدي د پاکستان، ایران او ترکیې په دښتو، غرونو او سرحدونو کې وژل کیږي او ورکیږي.
د هغو کسانو شمېر چې په الوتکو کې او یا د رسمي بهیرونو له لارې نورو هېوادونو ته کډوال شوي، زموږ د دغو هېوادوالو د ډلې پر وړاندې خورا کم دی، چې له قاچاقي لارو سفر کوي. ډېری هغه کډوال چې خپل منزل ته رسېدلي او د نړۍ په نورو برخو کې یې ځانونو ته ژوند او کار روزګار جوړکړی، له خطرناکو قاچاقي لارو تېر شوي او ډېر کړاوونه یې زغملي دي. رسیدلي کسان هم لکه څنګه چې له لېرې ښکاري، وطن یې بدل کړل خو نیکمرغۍ ته نه دي رسیدلي، کډوالو د وطن ډیرې ښکېڼې او بدګڼې له ځانه سره وړې دي. د وطن ویاړونه، ماتې، ذلتونه او ګډ نومونه له کډوالو سره پاتې کیږي او هغوی کلونه کلونه اړ دي چې د ځان او نورو لپاره ځوابونه ولټوي، د ځینو شیانو ننګه وکړي او د ځينو له شرمه خولې توی کړي. وطن په پریښودو نه پرېښودل کیږي او ان که په چا کې یې د چورلټ پریښودو لېوالتیا هم رامنځته شي، کلونه کلونه د کډوالو په چلند، ژبه، عقایدو او څېرو کې پاتې کیږي او کوربه چاپیریال تل اصلي کور او کلتوري ریښې یې وریادوي. په نوي چاپیریال کې له ډيرو محدودیتونو سره د ژوند د بیا پیلولو ستونزه د هغو کسانو لپاره کډوالي له خورا ننګونو ډکوي چې له جګړې او لوږې نه تش لاسونه تښتي.
په دې ورځو کې د وطن له غمېزو د ډکو حالاتو له امله له خپلو ټولو خطرونو، ابهام او لالهاندیو سره د وطن پرېښودل له زندانه د تېښتې په مانا دي، نو له همدې امله د کډوالو کړاوونه دومره انعکاس نه مومي او هغوی ډلې ډلې له دې پرته چې د خبرونو سرټکي وي او زموږ ټولیزه خواخوږي راوپاروي، قرباني کیږي، لکه هغه سخت او په خاورې پورې محدود تعریف چې له وطن او وطنوالۍ رامنځته شوی، زمووږ ذهنونه تېر باسي او موږ له هغې جغرافیې اخوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ميشتو هېوادوالو په اړه لږ فکر کوو. د کډوالو د شمېر د زیاتوالي او له وطنه د وتلو د دوام څپې ته په کتو سره لازمه ده چې د کډوالۍ مسایل، د مهاجرینو حقوق او په بهر کې د هیوادوالو کړاوونه هم په سیاسي، مدني او رسنیزو اجنډوو کې شامل او څرګند کړای شي. د سیمې د هېوادونو زندانونه زموږ له هېوادوالو ډک دي، د پاکستان او ایران پنډغالي او ښارونه له هغو لوږو او بې کوره خلکو ډک دي چې له خپل وطنه تښتېدلي دي او ډېری یې نه د اوسېدو ځای لري او نه د بېرته ستنېدو لاره. په ایران او پاکستان کې اوسنیو سیاسي او اقتصادي ناورینونو د کډوالو لپاره چاپیریال تر پخوا په ځلونو تنګ کړی دی. هغوی له کړاوونو ډک سخت ژوند لري او له یوې خوا د وطن د وضعیت د ښه کېدو یا په لوېدیځو هېوادونو کې د ژوند کولو هیله لري او له بلې خوا په تنګسې او بې برخلیکۍ کې د ژوند د دوام کړاوونه ګالي. د هغوی څېرې او مسایل باید د سیاست او رسنیو په هېنداره کې ولیدل شي.