سیمه ییز امنیتي ګواښونه، د ټولیز امنیت سازمان: په افغانستان کې د «ترهګرو» مرکزونه پیاوړي شوي دي

د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته، د بلواګرو ډلو د نفوذ په تړاو د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا اندېښنې زیاتې شوې دي. تاجکستان په تېرو دوو کلونو کې په ځلونو له افغانستانه د ګواښونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده. دغه هیواد له افغانستان سره پر پوله د «امنیتي کمربند» د جوړولو غوښتنه کړې ده. د ټولیز امنیت د تړون سازمان هم څو ځلي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور خبره کړې او په افغانستان کې یې د دغه راز ډلو د پیاوړتیا خبرداری ورکړی دی.  په وروستۍ مورد کې د دغه سازمان سرمنشي ویلي، چې له افغانستانه «ترهګر» د منځنۍ اسیا امنیت ګواښي. د ملي مقاومت جبهه او یو شمېر کارپوهان هم وايي چې افغانستان د ترهګرو پر جنت بدل شوی دی. پر دې سربېره، د امریکا متحدو ایالتونو د راتلونکو شپږو میاشتو په لړ کې د افغانستان د داعش د خراسان څانګې له پولې د اخوا برید په تړاو خبرداری ورکړی دی. د روسیې د پوځ لوی درستیز په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو شبکو د فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه. شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د روسیې پوځي چارواکو ادعا کړې وه، چې د افغانستان په شمال کې تر ۴۰۰ ډېر داعش جنګیالي ځای پرځای شوي دي. د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر تر دې وړاندې ویلي دي، چې طالبانو د «ترهګرو ډلو غړو» ته ۳۰۰۰ پاسپورټونه ورکړي دي.

له دې ټولو سره سره، د روسیې ټاس خبري آژانس د جمعې په ورځ د وري په ۱۱مه، خبر ورکړی دی چې د ټولیز امنیت د تړون د سازمان سر منشي ایمان قلي تاسماګامبتوف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د دغه خبری آژانس د رپوټ له مخې ښاغلی تاسماګمباتوف پرون د ټولیز امنیت د تړون د سازمان د دارالانشاء او د ګډې قوماندانۍ له جګپوړو چارواکو سره په کتنه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې ترهګر د خپلو مرکزونو د پیاوړي کولو په حال کې دي.

د ټولیز امنیت د تړون د سازمان سرمنشي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور او نفوذ پر زیاتوالي د اندېښنې ترڅنګ، د نشه يي توکو د تولید او قاچاق په تړاو هم خبرداری ورکړی دی. تاسماګامباتوف زیاته کړې ده:« په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو تر څنګ، د مخدره توکو د تولید او قاچاق ځواکونو هم خپل مرکزونه پیاوړي کړي دی». هغه خبرداری ورکړی دی:«د ټولیز امنیت تړون په سازمان کې زموږ د متحدینو سیمو ته د ترهګرو ډلو او افراطي افکارو د نفوذ خطر شته.» د ټولیز امنیت تړون د سازمان دغه چارواکي په داسې حال کې په افغانستان کې د نشه يي توکو پر قاچاق اندېښنه ښودلې ده، چې تر دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې داسې اسناد ترلاسه کړي وو چې ښودل یې، د طالبانو محکمې د نشه يي توکو د یو شمېر قاچاق کوونکو نیول شوي نشه يي توکي بېرته خپلو خاوندانو ته سپارلي دي. پر دې سربېره، تېر کال ۸ صبح ورځپاڼې داسې اسناد ترلاسه کړي وو، چې د دې ښودنه یې کوله، چې طالبانو په بدخشان کې د تریاکو له شيرې «عشر او زکات» راټول کړی دی. دا چاره ښيي، چې طالبان په غیر مستقیم ډول کروندګر او قاچاق کوونکي د مخدره توکو  تولید او سوداګرۍ ته هڅوي.

بل خوا، یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «هغه ترهګرې ډلې چې له شلو کلونو راهیسې یې د طالبانو تر سیورې لاندې فعالیت کاوه، د تېر حکومت پر وړاندې له دغې ډلې سره څنګ په څنګ جنګېدلې او اوس یې مېلمنې دي. ډيری دغه ډلې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پرتو سرحدي سیمو ته تللې او پرمختللې وسلې یې تر لاسه کړي دي. هغوی ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ دی او هره ډله په سیمه کې خپل اهداف تعقیبوي.»

دغه امنيتي سرچينه همداراز زياتوي: «طالبان له دغو سيمه ييزو اورپکو ډلو نه د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره په سياسي راکړه ورکړه کې کار اخلي او عملاً دغه ځواکونه د منځنۍ اسيا او طالبانو ترمنځ د تعامل سرچينه ده. طالبانو په ځلونو دغو هېوادونو ته په پټو ناستو کې خبرداری ورکړی چې که له دغې ډلې سره تعامل او راکړه ورکړه ونه لري، په افغانستان کې به د ورانکارو ډلو مخه خلاصه پرېږدي، تاجکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د استازو سفر یوه امنیتي باج اخیستنه ده.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو د روسیې اندېښنه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې د ټولیز امنیتي تړون د سازمان په سرمشریزه کې ویلي وو چې، له افغانستانه د دې سازمان غړو هېوادونو ته د ترهګرو ډلو د نفوذ احتمال شته.

د روسیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۲مه، د دغه سازمان د مشرانو په غونډه کې د افغانستان وضعیت «ستونزمن» بللې وو او زیاته کړې یې وه: «زه د خپلو هغو همکارانو اندېښنه چې د افغانستان د وضعیت په هکله یې خبرې کړې وې، شریکوم، وضعیت لاهم ستونزمن دی. د ټولیز امنیت د تړون د سازمان د غړو هېواونو خاورو ته د بېلابېلو نړیوالو ترهګرو سازمانونو د ملېشو د نفوذ خطر لا هم لوړ دی او د هغو په منځ کې د افراطي ایډیالوژۍ د خپریدو احتمال شته.» په دې غونډ کې پوتین د افغانستان په اړه د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه کړې وه. هغه ویلي وو: «البته، دا ګواښونه دې د ګډو ځانګړو عملياتو او عملياتي اقداماتو په مرسته چې کارندوالی یې ثابت شوی دی، له منځه یوړل شي.»

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي یوکولا پاتروشیف هم خبرداری ورکړی چې له دغه هېواده د امریکا او ناټو د غړو هېوادونو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د وسلو پاتې کېدل کولای شي په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو تر منځ جګړې ته زور ورکړي او «د تور بازار له لارې د ترهګرو لاس ته ورسېږي.» روسیه یو له هغو هېوادونو ده چې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته یې په افغانستان کې خپل سفارت فعال ساتلی دی. خو په دې وروستیو کې لیدل شوي چې د دغه هېواد او طالبانو ترمنځ اړیکې سړې شوې دي. مسکو د ۱۴۰۱ کال لړم په مه ۲۵، په څلورمه مشورتي غونډه کې چې د «مسکو فارمټ» په نامه یادېږي، طالبانو ته بلنه نه وه ورکړې. دغه هېواد ویلي دي، چې طالبان د «ټولګډونه قومي-سیاسي حکومت» د نه جوړېدو له امله دغې غونډې ته نه دي رابلل شوي.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په تړاو د تاجیکستان اندېښنه

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د «له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرو د خوځښت د مخنیوي لپاره د نړیوالې او سیمه ییزې امنیتي همکارۍ او د سرحدونو د مدیریت» په غونډه کې په منځنۍ اسیا کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه وويل چې له منځني ختيځه د افراطيانو رالېږل او په افغانستان کې د هغوی د لیکو پياوړي کېدل د سيمې او منځنۍ اسيا هېوادونو ته جدي ګواښ دى.

د چهارشنبې په ورځ، د ۱۴۰۱ کال د تلې په ۲۷، د تاجکستان ولسمشر د افغانستان په شاوخوا کې د «امنیتي کمربند» د جوړولو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو د زیاتوالي له امله باید د منځنۍ اسیا هېوادونه له افغانستان سره پر پوله «امنیتي کمربند» جوړ کړي. پر دې سربېره، په دې وروستيو کې په لندن کې د تاجکستان استازو هم د امنيتي ګواښونو، ترهګرۍ او افراطيت د مخنيوي په اړه خبرې کړې دي.

تر دې وړاندې  د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیم زاده ویلي وو، چې طالبانو د «ترهګرو ډلو» ۳۰۰۰ غړو ته پاسپورټونه ورکړي دی. هغه زیاته کړې چې ترهګرې ډلې د تاجکستان پولې ته نږدې د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شوي دي. نوموړي همداراز ادعا کړې چې په افغانستان کې تر ۲۰ زیاتې ترهګرې ډلې فعالې دي. د افغانستان مخکني حکومت په وار وار په افغانستان کې د شلو ترهګرو ډلو د  حضور خبر ورکړی و.

په همدې حال کې د تېرکال په غويي میاشت کې داعش د یوې ويډیو په خپرولو سره له د تخار ولایته د تاجکستان پر خاوره د توغندیز برید خبر ورکړ. دغې ډلې د یوې ويډیو په خپرولو سره ادعا وکړه، چې په تاجکستان کې یې پر پوځي اهدافو برید کړی دی.

د افغانستان بل شمالي ګاونډی ازبکستان چې ظاهراً له طالبانو سره ګرمې اړیکې هم لري، د افغانستان خاوره کې د خپلو مخالفو ډلو حضور ته اندېښمن دی. د دغه هېواد د دولت پر وسله والو مخالفانو سربېره، داعش تر اوسه پورې له افغانستانه پر دغه هېواد د درېیو توغندیزو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. تر دې مخکې د ۱۴۰۰ میلادي کال په زمري میاشت کې کله چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په بشپړه توګه ووتل، روسیې د افغانستان پولې ته څېرمه له ازبکستان او تاجکستان سره ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل. دغه تمرینونه د افغانستان له پولې شاوخوا شل کیلومتره لېرې د ۲۵۰۰ پوځیانو په ګډون ترسره شول.

دا هرڅه په داسې حال کې دي چې له نننه شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) مشر جنرال مایکل کوریلا د دغه هېواد د مشرانو جرګې په دفاعي کمیټې کې وویل چې په افغانستان کې د داعش ډله د بهرنیو بریدونو د وړتیا تر موندلو پورې یوازې شپږ میاشتې واټن لري. د امریکا خبري اژانس فاکس نیوز د دغه امریکايي چارواکي له خولې ویلي، چې په افغانستان کې به د داعش خراسان څانګه تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې په اروپا او اسیا کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو  وړتیا پیدا کړي. بلخوا، د ملي مقاومت جبهې ویاند چې د طالبانو له مخالفو ډلو ګڼل کیږي، هم ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي چې: «عملاً ټولو ترهګرو ډلو له افغانستانه بهر د عملیاتو ځواک موندلی او پرمختللې پوځي وسلې او تجهیزات یې ترلاسه کړي دي.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور د سیمې او نړۍ د هېوادونو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې، چې داعش په څه کم دوو کلونو کې په افغانستان کې د څو خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. دغې ډلې په دې وروستیو کې د طالبانو پر بهرنیو چارو وزارت د هغه برید مسوولیت منلی چې په پایله کې یې د دغه وزارت څلور ډیپلوماټان وژل شوي  او ۱۰ نور ټپیان شوي. دا برید د دوشنبې په ورځ د وري په ۷مه د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لارې کې بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه شوی دی. د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند ادعا کړې، چې په دې بريد کې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او د دغې ډلې د دريو تنو جنګياليو په ګډون ١٢ تنه ټپيان شوي دي.

خو طالبانو په وار وار ادعا کړې چې د دې ډلې په راتګ سره په افغانستان سراسري امنیت ټینګ شوی دی. د طالبانو ویاندویانو په ځلونو رسنیو ته ویلي چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو پر ضد استفاده ونه شي، په داسې حال کې چې داعش ډلې د افغانستان له پولې بهر د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د څو بریدونو مسوولیت پرغاړه اخیستی. له پولې پر اخوا بریدونو سربېره، داعش په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هغو خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی، چې په پایله کې یې لسګونه هېوادوال وژل شوي او ټپیان شوي دي. داعش جنګیالیو په دې وروستیو کې د بلخ لپاره د طالبانو والي چې د هېواد په سویل لوېدیځ کې د طالبانو له ځواکمنو څېرو هم ګڼل کېده، په یوه ځانمرګي برید کې وواژه.

 

ورته لیکنې

Back to top button