د افغانستان په شمال کې دیني افراطیت

په دې ورځو کې د هېواد له شماله رسنیو ته د دیني افراطیت د بې ساري زیاتوالي په اړه ندېښمنوونکي راپورونه رسېږي. د دغو سیمو په ځايي خلکو کې د هغو کسانو شمېر په وروستیو کلونو کې د پامو زیات شوی دی، چې له طالبانو، داعش، القاعدې، انصارالله او نورو ترهګرو ډلو سره د یو ځای شوي دي. د افغانستان په دې برخه کې د افراطیت زیاتوالی ګڼې اندیښنې راپارولی دي، ځکه چې له یوې خوا د دغو سیمو د اوسېدونکو ترمنځ د نښتو او کورنیو جګړو احتمال لوړوي او ښايي خونړۍ جګړې پر لاره وي او له بلې خوا به د پولو هغې غاړې ته د تاوتریخوالي د لېږد او د منځنۍ اسیا د نا امنه کولو زمینه برابره کړي او افغانستان به د نورو نیابتي جګړو ډګر شي.

د افغانستان په سویل کې د افراطیت خپرېدل له پخوا د بحث وړ وو او په ګڼو عواملو پورې تړل کېدل، لکه له پاکستان سره ګاونډیتوب، د عصري زده کړو نشتوالي، د دودیزو ځواکونو په ولکې سره د ځینو سیمو قبیله يي سکښت، د کتابونو کموالی او په پښتو ژبه کې د مډرنو فکري تولیداتو نشتوالي او دې ته ورته نورلاملونه. دا قضیه د افغانستان د شمال په تړاو تر یوه بریده بېله ده، ځکه تصوریا تمه کېده چې له پاکستانه پر لېرېوالي او د ټولنیز جوړښت پر توپېر سربیره، د فلسفې، ادبیاتو، ټولنپوهنې، اروا پوهنې، تاریخ، دیني علومو، سیاست او نورو معتبرو علومو په برخو کې په فارسي ژبه کې د کافي فکري موادو شتوالی به د افراطیت د نظرونو پر وړاندې یو جدي خنډ وي، خو هغه څه چې په عمل کې ولیدل شول، د دې پرخلاف وو او د وخت په تېرېدو سره په دې سیمه کې د افراطي او ترهګریزو عناصرو حجم او شمېر زیات شو.

په تېرو وختونو کې، د جمهوريت په دوره کې، د پخواني حکومت ځینې کړۍ په دغو سیمو کې په سیستماتیک ډول د افراطیت د ودې په ملاتړ تورنې شوې. د افغانستان د ګنګوسو خوښنونې په ګرم بازار کې د افواهاتو او حقیقت معلومول سخت کار و، په ځانګړې توګه له دې پلوه چې د پخواني نظام په بېلابېلو پوستونو کې د هېواد له شماله ځواکمنو څېرو حضور درلود، د ولسمشر له مرستیالۍ نیولې د پارلمان تر ریاست، تر دفاع وزارت او د استخباراتو تر ریاست او ورته نورو څوکیو پورې. دا له امکانه لېرې ښکاري چې په دې برخه کې کوم سيستماتيک کار شوی وي او هېڅ یوه دغه څېره او تر لاس لاندې قوماندانان دې یې نه وي خبر شوي. له همدې امله، د دې مسألې راپورته کول د چارواکو د نیمګړتیاوو او ناکامیو لپاره یوه توجیې کیدای شوای، څو له هغه څه ځانونه سپين وښيي، چې په شمال کې تېرېږي.

په واقعیت کې، د افراطیت خپریدل ډیر پیچلي عوامل لري. د دې ښکارندې یو له جدي عواملو هغه واټن و، چې کیڼ اړخو سیاسي قوتونو او کلاسیکو جهادي ګوندونه له ټولنې سره پيدا کړ. دغه راز د ټولنې د ځینو برخو لپاره طبقاتي واټن او ناسمو اقتصادي شرایطو او په پایله کې یې د محرومیت عقدې د افراطي ډلو لپاره یو بل فرصت رامنځته کړ. پردې سربېره، په دې سیمه کې د افراطیت وده څو لسیزې وړاندې پیل شوه او د بنسټپالو ځواکونو د مدرسې جوړونې او شبکې جوړونې په اډانه کې یې دوام وموند. دغه راز د بدیلو بحثونو د نشتوالي په ګډون چې د افراطي وینادود (ډېسکورس) د ننګولو وړتیا لري، د یو بل ترڅنګ د هیواد شمال د ترهګرو ډلو د نوي نسل په میدان بدل کړ. ظاهراً، څومره چې وخت تېرېږي، دا سیمه په دغه ډنډ کې کې ډوبېږي. البته د دې مانا دا نه ده چې د دې حالت پر وړاندې مقاومت ناشونی دی، بلکې هره فکري او فرهنګي هڅه د نورو فعالیتونو تر څنګ کولای شي معادله بدل کړي، په دې شرط چې د مبارزې اراده رامنځته شي.

ورته لیکنې

Back to top button