د ماشینونو ترمیم؛ د پاسپورت ریاست دروازه یوازې د کمېشن کارانو پرمخ پرانیستې ده

طالبانو په ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر له درولو وروسته، شاوخوا درې میاشتې وړاندې په پلازمېنه کې هم د پاسپورټ د وېش بهیر ودراوه. دغې ډلې د پاسپورټ ریاست د تړل کېدو اصلي لامل د ماشینونو ترمیم وباله او څرګنده یې کړه چې ډېر ژر به د پاسپورټ د وېش خدمتونه بېرته پیل شي. په تېرو درېيو مياشتو کې د پاسپورټ ریاست دروازه يوازې د عامو مراجعينو پر مخ تړل شوې، خو د دغه ریاست ناقانونه لارې تل په طالبانو پورې اړوند کسانو او کمېشن کارانو پر مخ پرانيستې دي. هغه کسان چې څو میاشتې وړاندې یې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره انلاین فورمې ډکې کړې، او هغه ناروغان چې بهر ته د سفر لپاره پاسپورټ ته اړتیا لري، د پاسپورټ ترلاسه کولو ته په بې صبرۍ سره په تمه دي. خو طالبانو له دې پرته چې د هغوی ستونزو ته پام وکړي، په رسمي ډول د پاسپورټ د وېش بهیر درولی دی او د تور بازار دروازې یې د غوښتونکو پر مخ پرانېستې ساتلې دي. اوسمهال په تور بازار کې د یوه پاسپورټ بیه له دوو تر درې زرو امریکايي ډالرو پورې ده. د دغو پاسپورټونو پیسې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست د چارواکو جیبونو ته لوېږي.
پاسپورټ غوښتونکي د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره شپه او ورځ په تور بازار کې د کمېشن کارانو او د طالبانو د مافیا په لټه کې لالهانده ګرځي. محصلان، ناروغان او هغه هېوادوال چې بهر ته تګ ته اړتیا لري، په دې برخه کې د طالبانو له بې غورۍ ستړي شوي دي. یو هېوادوال چې په دې وروستیو کې د کابل د پاسپورټ دفتر ته ورغلی ، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي:«تېره اوونۍ د پاسپورت دفتر ته ورغلم او غوښتل مې ویډیو هم واخلم، خو بریالی نه شوم. ځکه چې هلته ډېرې امنیتي کمرې وې. ما په خپلو سترګو ولیدل چې پاسپورتونه درېیو ډلو ته ورکول کیږي: لومړی د طالبانو نظامي کسان چې د خپلو اړوندو ادارو لیکونه یې راوړل. دویم، د طالبانو کورنۍ چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، کرار په یوه موټر کې راځي او د پاسپورټ ریاست ته ننوځي. درېیم، د طالبانو هغه کسان چې د پاسپورټ ریاست په شاوخوا کوڅو کې د کمېشن کارانو په توګه کار کوي او هغه کسان چې پیسې ورکوي. د هغوی غوښتنلیکونه راټولوي او احکام ورته اخلي.»
تر دې وړاندې هم ۸صبح ورځپاڼې داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې د طالبانو جګپوړي چارواکي د زیاتو پیسو په بدل کې پر یو شمېر غوښتونکو پاسپورټونه وېشي. سرچینې اوس ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې پر هغو کسانو د پاسپورټونو د وېش بهیر روان دی، چې طالبانو ته ډېرې پیسې ورکوي. یو هېوادوال ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي په مرسته یې د ۲۵۰۰ ډالرو په بدل کې پاسپورت ترلاسه کړ. يو بل هېوادوا هم ۸صبح ورځپاڼې ته وایي: « په درېيو ورځو کې دوه زره ډالر اخلي. ملګرى مې وايي چې اوس دومره پيسې نه لرم، مجبور یم پور یې کړم.»
بلخوا، ۸صبح ورځپاڼې موندلې، چې د نویو پاسپورټونو د وېش بهیر، چې قانوني اسناد یې له وړاندې پروسس شوي، د کمېشن کارانو او تور بازار له لارې چې د طالبانو مهمې څېرې پکې لاس لري، وېشل کېږي. د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي، چې طالبان د نکاح خطونه او برېښنايي تذکرې هم پر غوښتونکو د زیاتو پیسو په بدل کې پلوري. يو کمېشن کار د ٨صبح ورځپاڼې له خبريال سره په خصوصي خبرو کې وایي، چې په تور بازار کې د پاسپورټ بيه ډېره لوړه ده، خو بیا یې هم دی غوښتونکي کس ته د ۲۵۰۰ ډالرو به بدل کې له درېیو تر څلورو ورځو پورې اخیستلای شي.»
دغه راز يوه بل کمېشن کار چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وويل: « له پاسپورټ ریاست د دوه زره امريکايي ډالرو په بدل کې ه له يوې اوونۍ تر لسو ورځو پورې پاسپورټ ترلاسه کولای شم. دا پیسې په څو برخو وېشل کیږي. ماته ډېرې کمې رارسيږي. له دغو پيسو نه د بایومټریک کس ته ورکول کیږي، جګپوړو چارواکو (د طالبانو د پاسپورټ د څانګې مشر او مرستیالانو) او په دې ریاست کې د طالبانو جنګیالیو او ساتونکو ته ورکول کیږي او د پاسپورټ ریاست د کوڅې له خولې د پاسپورټ د سپارلو ترځایه پورې هم پیسې ورکول کیږي. موږ ته څه نه پاتې کیږي، خوموږ د ډیرو لږو پیسو لپاره له خپل ژوند سره لوبې کوو. سبا که څه خبره وشي، څوک له طالبه نه پوښتي چې ترټولو ډېرې پیسې اخلي.
احمدالله (مستعار نوم ) یو هغه ناروغ دی چې د پاسپورت ریاست او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته له څو ځلي ورتګ سره سره د پاسپورت په اخیستو نه دی بریالی شوی. احمدالله له څو میاشتو راهیسې پر یوې سختې ناروغۍ اخته دی او په افغانستان کې ډیرو روغتونو او ډاکټرانو ته ورغلی دی. هغه زیاتوي: « په پور اخیستو او د جایداد په پلورلو سره مې پریکړه وکړه چې پاکستان ته لاړ شم او که خدای وکړي، د ځان د درملنې یوه لاره پیدا کړم اوس ماته څوک پاسپورټ نه راکوي. په دوه زره ډالرو د پاسپورټ د اخیستو وس هم نه لرم، حیران پاتې یم چې څه وکړم.»
د پاسپورټ د وېش بهیر درېدل د دې لامل شوي دي، چې سلګونه محصلان له هېواده بهر د زده کړو له دوامه پاتې شي. یو شمېر هغه محصلان چې تحصیلي بورسونو ته بریالي شوي، خو د پاسپورټ دفتر د دروازې د بندېدو له امله د زده کړو له دوامه پاتې شوي، اوس د ځان وژنې فکر کوي. یو له دغو محصلانو چې د پاسپورټ د نه لرلو له امله يې تحصیلي بورس له لاسه ورکړی، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «دا درېيم بورس دی چې د پاسپورټ د بندېدو له امله مې له لاسه ورکوم. زه غواړم چې د دوی [طالبانو] له لاسه ځان ووژنم. ولې یې پاسپورټ بند کړی؟ دوی وویل، د پاسپورټ د ماشینونو د ترمیم له امله یې دفتر تړلی دی. آخر ولې خلک غولوي؟ پاسپورت د هر وګړي حق دی.»
رونا (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال وايي: «ځینې کمېشن کاران هغه پاسپورټونه اخلي چې موده یې پای ته رسېدلې وي او ویزه پرې نه وي لګېدلي پېري او پر پخواني پاسپورټ سټېکر لګوي چې په دې کار سره د دوی بازار ګرم دی».دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په سفارتونو کې هم د پاسپورټ د پلور او تمدید کولو بازار ګرم دی.
هېوادوال د پاسپورټ ترلاسه کول خپل اساسي حق ګڼي او ټینګار کوي چې طالبانو د نورو محدودیتونو پر لګولو سربېره، د سفر حق هم ترې اخیستی دی. په هېواد کې د پاسپورت د وېش بهیر پر اوږدې مودې درېدو هېوادوال په داسې حال کې اندېښنه څرګندوي، چې اوس د دغه ریاست دروازې د کمېشن کارانو او په طالبانو پورې اړوند کسانو پر مخ خلاصې دي او په دې برخه کې کومه تخنیکي ستونزه نشته. هغه کسان چې ډیرې پیسې ورکوي په لنډ وخت کې پاسپورت ترلاسه کولای شي.
جعلي پاسپورټونو ته د هېوادوالو مخه کول
په همدې حال کې یو شمېر هېوادوالو د اصلي پاسپورت ترلاسه کولو لپاره له میاشتو، میاشتو انتظار وروسته اوس د جعلي پاسپورټونو اخیستو ته مخه کړې ده. د جعلي پاسپورټونو بیه د ۴۰۰ او ۹۰۰ ډالرو ترمنځ ده. خلک دغه پاسپورتونه هم له کمېشن کارانو اخیستلای شي، خو کیفیت یې ټیټ دی او په اسانۍ سره د پېژندلو وړ دي. خو سره له دې هم خلک له ناچارۍ او ډیر انتظار وروسته د دغه راز اسنادو جوړولو ته مخه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې د یوه داسې کس د نیولو خبر ورکړی و چې ځان یې د پاسپورټ د دفتر مشر معرفي کاوه او پر هېوادوالو یې پاسپورټونه پلورل. طالبانو په لړم میاشت کې په یوې خپره کړې ویډیو کې دغه کس د جمیل په نوم معرفي کړ او ویې ویل، چې د جعلي پاسپورټونو د ویش له لارې یې له خلکو پیسې اخیستي دي.
طالبانو په تېر يو نيم کال کې ګڼ کميشن کاران نيولي دي. خو هېوادوال ادعا کوي، چې دغه کسان د پاسپورت رياست او د کورنيو چارو وزارت له مسوولينو سره د مستقیمې همکارۍ د نه لرلو له امله نيول شوي او طالبانو د کمېشن کارۍ لپاره د هغوی پر ځاى خپل کسان ګمارلي دي.
د روان لمریز کال په وږي میاشت کې طالبانو اعلان وکړ چې په څه کم یوه کال کې یې ۳۵۰ کسان د فساد او کمېشن کارۍ په تور نیولي دي. طالبانو وویل، چې په نیول شویو کسانو کې د پاسپورت ریاست یو شمېر هغه کارکوونکي هم شامل دي چې له کمیشن کارانو سره یې اړېکې لرلې.
بهرنیو ترهګرو ته د پاسپورټونو ورکړه
طالبانو په داسې حال کې پر هېوادوالو د پاسپورټونو د وېش بهیر درولی دی، چې د سیمې یو شمېر هېوادونه سیمه ییزو ترهګرو ته د افغان پاسپورټونو د ورکولو خبر ورکوي. د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیم زاده د چهارشنبې په ورځ د تلې په ۲۷ مه، « له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د نړیوالې او سیمه ییزې همکاري » په غونډه کې ادعا وکړه چې طالبانو تر اوسه د « ترهګرو ډلو» له درې زرو زیاتو غړو ته د افغانستان پاسپورټونه ورکړي دي.
خو د پاسپورټ ریاست د طالبانو لپاره یوه مهمه عایداتي سرچینه ګڼل کیږي. د دغه رياست مسوولانو د تلې میاشتې په ١٦مه په یوې خبرپاڼه کې څرګنده کړه، چې دوى هره ورځ غوښتونکو ته له درېيو تر پنځو زرو پورې پاسپورټونه ورکوي. د دغو پاسپورټونو د اعتبار موده ۱۰ کاله ده او غوښتونکی باید د هر پاسپورت د ترلاسه کولو په بدل کې د طالبانو د رژیم حساب ته ۱۰۴۰۰ افغانۍ وسپاري. په دې حساب سره هره ورځ له ۳۰ تر ۵۰ میلیونه افغانۍ د طالبانو حساب ته لوېږي.
د پاسپورټ د وېش بهیر په داسې حال کې له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې په ټپه درېدلی دی، چې طالبانو د تلې میاشتې په ۱۶مه اعلان وکړ چې د پاسپورټ ریاست دروازه تر امرثاني پورې د مراجعینو پر مخ تړلې ده. د پاسپورټ عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: « د پاسپورټ عمومي ریاست په پام کې لري چې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د کاري بهیر د چټکتیا په موخه په تجهیزاتو او تخنیکي سیسټمونو کې یو لړ بدلونونه راولي. دا چې هره ورځ په مرکز کې له څلورو تر پنځو زرو پورې پاسپورتونه صادرېږي، د هغوی اړوند وسایل ترمیم او بدلولو ته اړتیا لري. د تجهیزاتو د ترمیم او بدلولو پروسه وخت ته اړتیا لري، نو د دې پروسې تر پای ته رسېدو پورې د پاسپورت وېش ځنډېدلی دی. پر غوښتونکو د پاسپورټونو ویش د تلې میاشتې له ۱۶مې د تخنیکي ستونزو تر هواري پورې ځنډیدلی دی.»
دغه رياست له هېوادوالو غوښتي وو، چې تر امرثاني پورې دې د پاسپورت عمومي رياست ته مراجعه کوي. خو هېوادوال له طالبانو پوښتي چې امرثاني به کله وي او د تخنیکي ستونزو حل به څومره وخت ونیسي. په داسې حال کې چې د دغه ریاست دروازه د کمېشنکارانو او د طالبانو په ډلې پورې اړوند کسانو پر مخ پرانيستې ده او د دوی لپاره کومه تخنیکي ستونزه نه لیدل کیږي.
طالبانو درې میاشتې وړاندې په کابل کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د ځنډېدو خبر ورکړی و، په داسې حال کې چې تر هغې څو میاشتې وړاندې په ۳۳ ولایتونو کې هم د پاسپورټ وېش درول شوی و.