د تاريـخ تکـرار؛ اندېښنې شته خو وارخطايـي نشته

عبدالوحيد وحيد

یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
د روان سياسي او امنيتي وضعیت په تړاو د بينن سيوان وروستيو څرګندونو زمونږ د ولس اندېښنې راوپارولې دي او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنه کول يقيناً زمونږ د ولس د ويښتابه نښه او د خوښۍ خبره ده. زه له هغه وخت راهیسې بينن سيوان پېژنم چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان له خوا د استازي په توګه وګمارل شو. هغه مهال مې ورسره د افغانستان د ستونزې د حل په ګڼو ناستو کې ګډون کړی دى. تفصیل ته نه ځم، غواړم يوازې دومره ووایم چې هغه مهال به هم نوموړي کله کله پاروونکې څرګندونې کولې. د بېلګي په توګه نوموړي غالباً په روم کې له پخواني پاچا محمد ظاهر شاه سره له ليدو وروسته رسنیو ته ويلي و چې افغانستان د ټوټه ټوټه کېدو په درشل کې دى. کله چې پاکستان ته راغى په يوه ناسته کې چې ما يې د ژباړې دنده لرله د حرکت انقلاب اسلامي نوموتي مشر مولوي نصرالله منصور بينن سيوان ته په خطاب کې وویل: «مونږ ستاسو دندې ته په درنه سترګه ګورو او پوهېږو چې ستاسو دنده د افغانستان شخړې ته د حل جامع لاره موندل دي. ګواښونه کول، د افغانانو ذهنیت خرابول او زمونږ د هېواد د تجزيه کېدو تبلیغات ستاسو په دنده کې نه راځي».
بينن سيوان د دغې ژمنې ترڅنګ چې په راتلونکې کې به دغه کار نه تکراروي، داهم وويل چې؛ پرون له کابله پېښور ته له تلو يو ساعت وروسته د امنیتي وضعیت د ترينګلتيا له امله د نجيب بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل ورته تليفون وکړ چې په کابل کې وضعیت ښه نه دی. د سلا مشورو لپاره تاسو بېرته کابل ته راوګرځی. د بينن سيوان په خبره کله چې نوموړی کابل کې د وطن ګوند په مرکزي کميټې ناسته کې د ګډون لپاره ورغى، نو د ناوړه پېښې د مخنیوي لپاره ځانګړي امنیتي ګامونه اخیستل شوي ؤ، د معمول په خلاف د امنیت د کوم ځانګړي رياست کسان بهر ولاړ وو او په ناسته کې د خبرو او الفاظو له کارولو داسې ښکارېدل چې شرایط له معمول ورهاخوا ستونزمن دي.
بينن سيوان په عراق کې د «تېل يوازې د خوراک او ولسي ژوند ژغورلو لپاره» تر عنوان لاندې د ملګروملتونو د مامور په توګه په لوړه کچه فساد کې ښکېل او د محکمې لخوا ککړ وګڼل شو. خبرې يې دومره کره او ژورې هم نه دي چې مونږ وارخطا کړي. د نجيب او غني دواړو حکومتونو د قسماً ښکېل او عيني شاهد په توګه د خپلو مطالعاتو او مشاهداتو په رڼا کې په شبهاتونه او توپيرونو باندې ليکنه کوم او نور قضاوت خپل ولس ته پرېږدم. د وطن په ګوندي جوړښتونو کې اختلافات د ژبني چټل تعصب پر بنسټ اوج ته رسېدلې ؤ او عملاً په رسمي ناستو کې د هېواد د تجزيې او شمال ته د پلازمېنې د انتقال په غوښتنو او مخالفت کې څرګندونې، د مجاهدينو له بېلابېلو ډلو سره اړيکې نيول کېدې او تر ټولو مهمه دا چې په شمال کې د روسيې په ملاتړ او مسکو مېشتو کمونستانو په نوښت دوستم دې ته وهڅاوه چې د عمل په ډګر کې لاس په کار شي او په شمال کې د نجيب ګمارنې وننګوي او داسې نور خوځښتونه وکړي چې له حکومته ځان جلا وښيي.
دا هم واقعيت دی چې په اوسني حکومت کې هم اختلافات موجود دي، ولسمشر ډېرې ښې وړتیاوې لري خو د واک مينې په نفسياتي رنځ اخته کړى دى. د سولې لپاره رغنده د عمل وړ په عيني حقایقو ولاړ وړانديز نه شي کولاى او د سياسي اجماع هېڅ ډول څرک نه لګېږي، خو بيا هم د حکومت ترمنځ د اختلاف کچه ښکته ده. زما په اند د اوسني وضعیت د ترینګلتیا کچه د نجيب د حکومت کچې ته نه ده رسېدلې. البته د فارياب ستونزه که څوک تکرار ګڼي، قياس به يې توپيرونه ولري.
د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د جينوا هوکړې پاکستان خپلې ژمنې ماتې کړې. مجاهدينو د جګړو کچه لوړه کړه او نجيب هم په لومړي سر د واک پرېښودلو ته په ذهني توګه تيارى نه درلوده. اوس مونږ هم په ورته شرایطو کې قرار لرو. د دوحې په تړون کې د حکومت منزوي کول د امریکا لخوا تر ټولو ستره غلطي وه. اوس هم د دوحې د تړون يو لورى په جګړه زور اچوي او سوله ارګ ته ننوتل ګڼي. حکومتي لورى د فشار پر مهال ځان د دوحې له تړونه بهر ګڼي.
توپيرونه هم شته، هغه دا چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته نړۍ افغانستان هېر کړ، په هېواد کې د روان ناورين په هکله يې لېوالتیا ختمه شوه، شوروي اتحاد مات شو، د شوروي اتحاد په ميراث ناسته روسيه په خپلو کورنیو سختو ستونزو کې ډوبه وه او مجاهدين له بېلابېلو اړخونو څخه هڅول کېدل چې بشپړه بريا يې بايد په برخه شي.
اوس لاهم افغانستان د نړيوالو د توجه په محراق کې قرار لري، نړۍ په ټوليزه توګه د افغانستان ستونزه ځان ته بالقوه ګواښ ګڼي. امریکا د نړيوال سياست د مديريت په مرکز کې شتون لري، اوس يې خپله تګلاره له غلیمه درېيمګړي ته واړوله او له لېوه پسه جوړ شو. چين او روسيه هم د طالبانو لخوا د واک د انحصار فکر د نه منلو ګڼي. د نجيب د حکومت له نسکورېدو وړاندې مجاهدين لکه اوسني طالبان په خيالي نيليو باندي سپاره ؤ، سوله يې د فتحې په شکل تعبيروله، رښتينې سوله ورته خيانت او جنايت او د شهيدانو له وينو سره جفا او د نړۍ لخوا نجيب ته د خټو پوزه جوړول ښکاره کېده خو دا هر څه هوا وه، خيال ؤ او د سياسي بصيرت نشتوالي ؤ. طالبان هم په عين شرایطو کې قرار لري او همدغه راز فکر کوي خو توپيرونه هم شته. هغه دا چې اوس مهال د طالبانو په دوهم پوړ مشرتابه کې سنجيده خلک د ولسي اندېښنو د درک وړتيا لرونکي او په نړيوالو حساسیتونو باندې نسبتاً پوه افراد شتون لري، ټول ولس او ټول سياسيون په ټوليزه توګه په يوه خوله د نوييمې لسيزې د فاجعې د تکرار مخالفت کوي. دا په زړه پورې بدلون دی چې د نجيب د حکومت له سقوط وړاندې دغه ډول ولسي فکر شتون نه درلود. د چين او روسيې په ګډون ټوله نړۍ د افغانستان حالات څاري او غبرګون ښيي.
په نوییمه لسیزه کې د مجاهدينو د بېلابېلو ډلو ترمنځ سختو اختلافاتو، جګړو او بې باوريو شاليد شتون درلود خو د طالبانو ترمنځ نسبتاً يووالی او خپلمنځي يووالي ته د طالبانو جدي پاملرنه له پامه نه شو غورځولى.
هغه وخت د وطن ګوند له يوې خوا مشران د روسانو په مرسته له مسعود سره لاسونه يو کړل او د واک د شيطاني حرص له امله د ځينو جهادي ډلو ترمنځ سخت ټکر رامنځته شو. کابل وران شو، ملي بنسټونه ونړېدل او نيابتي جګړه پيل شوه، خو اوسني حالات بدل دي.
د نجيب د حکومت پر مهال نوموړي يوازې په ملي ګارد باندې باور کاوه، پوليسو او اردو له ځانونو سره د سليقوي او تبعیضي چلند فکر کاوه خو اوس د امنیتي ځواکونو ترمنځ که د همغږي نيمګړتياوې لري خو د باور د نشتون پړاو لاهم نه دی رارسېدلی.
کيداى شي مجاهدينو او نجيب د خپلو سياسي نيمګړتياوو له امله د غمیزې د رامنځته کېدو وړاندوینه نه شوی کولاى نو د مخنیوي هڅه يې هم ونه کړاى شوه خو ولسمشر غني او طالبانو ته د نوييمې لسيزې د ملوک الطوایفي ژوندى تاريخ مخته پروت دی. هغوى باید په حتمي توګه د تاريخ له سخت او بې رحمه قضاوته د ځان ژغورنې لپاره د ممکنه ناورین د مخنیوي هڅه وکړي.
بالاخره مجاهدينو او ولس فکر کاوه چې مجاهدین به له ملي ګټو ارزښتونو او نړيوالو معيارونو سره سم اسلامي نظام جوړ کړي، خو وخت ثابته کړه چې ددغه نوښت وړتیا يې نه درلوده او طالبانو هم د نظام جوړولو وړتیا نه لري. حتماً به فکر وکړي چې د نظام نړول د هغوى په ګټه کار نه دى.
که مطلب رالنډ کړم نو ويلى شم چې که څه هم په اوسنيو حساسو تاريخي شېبو کې تر بل هر وخته زيات د افغانانو ترمنځ همغږي، نوښت، سياسي بصیرت، ملي يووالي، ملي اجماع، له سولې د مشرانو غوڅ ملاتړ قربانۍ او پياوړي عزم ته اړتیا شته خو د بينن سيوان په خبرو باندي د وارخطايي اړتیا قطعاً نشته. البته د شرایطو ارزونه ايجابوي چې د دواړو خواو مشران د هوايي ډزو، احساساتي څرګندونو او جنګي مانورونو له کولو ډډه وکړي او هڅه وکړي چې د هېواد اوسنى ګواښونکی وضعیت په فرصتونو بدل کړي.

ورته لیکنې

Back to top button