د ښځو د کار منعه کولو په اړه پرلپسې غبرګونونه؛ خلیلزاد طالبان د دوحې له تړونه په سرغړونې تورن کړل

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز په اړه له غبرګونونو وروسته، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمی خلیلزاد وایي، طالبانو د دوحې له تړونه سرغړونه کړی ده.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي نن چهارشنبه (وري ۱۶) په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز لګولو پرېکړه به د افغانستان د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي.

د خلیلزاد په وینا، طالبانو د دوحې په تړون کې په افغانستان کې د ښځو د کار د دوام ژمنه کړې وه.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي ټینګار کړی، چې طالبانو په دې پرېکړې سره تېروتنه کړې.

زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې د دوحې په تړون کې خپلې ژمنې عملي کړي.

یوناما په دې وروستیو کې ویلي چې طالبانو په ننګرهار کې ددې ادارې ښځینه کارکوونکې له کار کولو منع کړي دي. یوناما له ښځینه کارکوونکو غوښتي چې تر راتلونکو دوو ورځو دې کار ته نه ورځي.

Back to top button