په هېواد کې د خبريالانو د وژنې نوې څپه پيل شوې ده. دغې څپې ډېر شمېر خبريالان او د رسنيو بنسټونه ناارامه او اندېښمن کړي دي. روښانه نه ده چې ددغو وژنو تر شا څه موخې او نیتونه پټ دي. دې ته په کتو، داسې وېره کېږي چې د رسنيو لپاره د فعاليت ډګر د پخوا په پرتله کوچنی شي.
طالبانو او داعش ډلې په تېرو وختونو کې د خبريالانو او د رسنيو بنسټونو پر وړاندې ډېر خونړي او وژونکي بريدونه کړي دي. دغه بريدونه تر ډېره د وېرې اچونې او د بیان آزادۍ او د اطلاعاتو د خپلواک فعاليت پر وړاندې د مخالفت په موخو سره شوي دي.
ددغو بريدونو قربانۍ، په ډله ییزه توګه د رسنيو بنسټونه او يا خبريالان ؤ. هغوی وروسته له هر بريده، د پېښې مسوولیت په غاړه اخيستی دی. د خبريالانو پر وړاندې د بريدونو تازه څپه، د انفرادي ترور ډول دی. تېره شاوخوا يوه مياشت کې د هېواد څو تنه خبريالان او د رسنيو فعالین وژل شوي دي. يوازې په یوه مورد کې داعش ډلې په ننګرهار کې د ملاله ميوند د ترور مسووليت منلی دی.
د یما سیاووش د ترور عاملین لا تراوسه نه دي پېژندل شوي. په همدې توګه د کابل په شمال کې د رفيع صديقي او د نوموړي د يوه همکار وژل يوه معما ده.
په هلمند کې د الیاس داعي د ترور مسووليت هم تر دې مه چا یا کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی. خو دولت تازه وايي چې په دغه ترور کې د طالبانو ډله لاس لري. خو نوموړې ډلې په دې ترور کې خپل لاس لرل رد کړي دي.
د آريانا نيوز، د سیاسي خپرونو چلوونکي، فردين امیني د مړینې سبب هم لا تر دې دمه معلوم نه دی او موضوع ګنګه ده. پوليس وايي چې نوموړي ځان وژنه کړې ده، خو خپلوان یې دغه ادعا دروغ ګڼي. دده خپلوان وايي چې امينې له مړینې مخکې ګواښل شوی ؤ.
د خبريالانو او د رسنيو فعالينو په مرموز ډول ترورونو او وژنو، په هېواد کې د خبريالانو د وژنې د نوې څپې ښودنه کوي.
له بده مرغه دولت تردې دمه د خبريالانو د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلی دی. همدارنګه مسوولو بنسټونو هم ونشول کولای، چې ددغو مرموزو وژنو او ترورنو لاملونه په سمه توګه وپېژني او خلکو ته یې معرفي کړي. دغه کمزوري ددې لامل شوې چې ددغو پېښو پېچلتيا نوره هم ډېره کړي.
وروستي ترورونه ددې لامل شوي چې د خبريالانو او رسنيو بنسټونو ترمنځ د ډار او وېرې فضا خوره شي. په ولايتونو کې ځينو خبريالانو ددې لپاره چې هدف ونه ګرځول شي، په مستعار نومونو ليکنو او سانسور ته مخه کړې ده. ددې وضعيت دوام ښایي دا چاره په عمومي چلند بدل کړي.
له بده مرغه په افغانستان کې د بیان آزادي ډېر دښمنان لري. ډېرې ډلې او اشخاص دي چې د رسنيو په چوپتیا کې خپلې ګټې لټوي. په مقابل کې له رسنيو د دولت ملاتړ ډېر کمزوری دی.
په روان کال کې په هېواد کې لس خبريالان او د رسنيو فعالين وژل شوي دي. دغه شمېر زړه بوږنوونکی دی او په هېواد کې د وضعیت د خرابېدو نښې دي. په ورته وخت کې ډېر کم اورېدل کېږي چې دولت دې د دغو وژنو د څېړلو پایلې خپرې کړې وي.
له بده مرغه ورځ تربلې په هېواد کې د خبريالانو او د رسنيو بنسټونو ستونزې ډېرېږي. د هېواد ډېر شمېر د رسنيو بنسټونه اوسمهال د بوديجې له کمښت سره مخ دي. له دغو بنسټونو څخه ځیني يې د همدې ستونزې په سبب له فعاليته پاتې دي. په رسنيو کې مالي ستونزې د دې لامل شوې چې ډېری خبريالان وزګار شي.
د خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو حقوق او امتیازات ډېر کم دي. د رسنیو په ځینو بنسټونو کې همدا حقوق او امتیازت کم او په وخت نه ورکول کېږي. په همدې لامل، ډېر شمېر خبريالان پېژنو چې له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.
په داسې حال کې چې د بيان د آزادۍ ساتل او د رسنیو آزاد فعاليت د دولت اصلي شعارونه دي، خو په دې برخه کې په عمل کې کوم کار نه دی شوی. د وزګاره خبريالانو لويه ډله او د رسنيو د بنسټونو پرلپسې سقوط، د دغې ادعا روښانه بېلګې دي.
د خبريالانو همدغه هدفي او مرموزې وژنې او ترورونه هم د بيان آزادۍ او هم د رسنیو د آزاد فعاليت پر وړاندې د دولت نه پاملرنه ښيي. که د دولت شعار او عمل یو ډول وای او دغه مسائل د دولت لپاره مهم وای، نو اوس به مو بل ډول وضعیت درلود.
دولت بايد د خبريالانو او رسنيو د فعالینو ترور له پامه ونه غورځوي. دغه ترورونه کولی شي چې د رسنيو آزاد فعاليت لپاره فضا راتنګه کړي. جوته ده چې د رسنيو د فعاليت لپاره د فضا په تنګېدو سره به، عمومي وضعیت هم په منفي لوري بدلون ومومي.
په همدې اساس دولت بايد د خبريالانو او رسنيو بنسټونو پر وړاندې خپل مکلفيتونه ترسره کړي او د دغه لويې لاسته راوړنې د ساتلو لپاره دې له هېڅ ډول هڅو ډډه ونکړي.